د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او پوهنې وزارت ترمنځ د کرکټ ګډو پرمختیایي فعالیتونو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه لیک چې د یوې اوږدې مودې له اړیکو او کړه کتنو وروسته د دواړو لوریو له لوري لاسلیک شو، موخه یې د ښوونځیو په کچه کرکټ ته پرمختیا ورکول او په ښوونیز نصاب کې د سپورتي مضمون په توګه د کرکټ راګډول دي.

په هغه خبري ناسته کې چې د هوکړه لیک لاسلیک کولو په موخه په لاره اچول شوې وه د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس او په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر شهزاده مسعود په لنډه وینا پیل شوه. ښاغلي مسعود د هوکړه لیک په محتویاتو لنډه رڼا واچوله او دغه ګام یې د هیواد په کچه د کرکټ پرمختیا په برخه کې یو اړین اصل وباله.

د پوهنې وزارت تخنیکي او مسلکي زده کړو معین آصف ننګ د کرکټ بورډ له ادارې سره د دغه هوکړه لیک ارزښت او هراړخیزه بڼه په هیواد کې د ځوانانو سالمې روزنې په برخه کې یو مهم ګام وباله. نوموړي د هوکړه لیک مواردو په هکله د پوهنې وزارت له ژمنتیا څخه ډاډګیرنه ورکړه او یاده یې کړه چې د پوهنې وزارت به د کرکټ بورډ له ادارې سره اوږه په اوږه د دغه هوکړه په اغیزمنتیا کې هیڅ ډول منډې ترړې نه سپموي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد چې د هوکړه لیک په لاسلیک کولو کې یې لوی لاس درلود، رسنیو ته داسې ووییل، موږ غواړو ټولنې ته د لوبغاړو ترڅنګ باسواده لوبغاړي وړاندې کړو چې د پوهنې وزارت له چوکاټه به ترلاسه کیږي. د ښوونې په تعلیمي نصاب کې د سپورتي مضمون په توګه د کرکټ راګډول د لوبغاړو سالمې روزنې ترڅنګ د دوی ښوونیزو اړتیاو ته هم وده ورکوي.

دواړو لوریو د ناستې په ترڅ کې د رسنیو همکارانو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ووییل او د هوکړه لیک ټولو مواردو په هکله یې بشپړ توضیحات وړاندې کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *