د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیايي کپ په سیالیو کې نن خپله لومړۍ لوبه پر پاکستان وبایلله.

لوبه یا بیټنګ پاکستان پیل کړ او د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې یې افغانستان ته ۲۵۹ منډې هدف وټاکه.

افغان لوبغا��و دا هدف پوره نه کړای شو او په ۷۲ منډو یې لوبه وبایللّ.

نولس کلنو سریلانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د لومړۍ درجې هیواد سریلانکا ته ماتې ورکړه او اووم مقام یې خپل کړ.

د ۱۹ کلنو د نړیوال جام اړونده داووم مقام لپاره  دغه یو ورځنۍ لوبه نن د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شوه.

ددې لوبې پچه سریلانکا وګټله او لومړی یې د توپوهنه پریکړه وکړه، دافغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د توپ اچوونکې د ښې لوبې له امله دسریلانکا توپ ووهونکو سمه لوبه ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۱۴ منډو وسوځیدله.

د افغانستان له لوري سید شیرزاد او عثمان غني درې، درې، شرف الدین اشرف دوه، فرید احمد ملک او محمد مجتبی دسریلانکا یو لوبغاړی وسوځول.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله یاد هدف په ډیرې اسانۍ سره په یویشتم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله، د افغانستان له لوري احسان الله په زړه پورې لوبه وکړه او ۳۷ ناسوځیدلې منډې یې جوړې کړې، دغه راز حشمت الله شهیدی او عثماني ۲۴ د یاد وړ منډې جوړې کړې.

دغې بریا سره افغانستان د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې اووم مقام خپل کړ.

تر دې مخکې افغانستان په دې سیالیو کې دلومړۍ درجې هیواد اسټرالیا پیاوړې لوبډلې ته هم ماته ورکړې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ لوی رییس سلاکار وزیر شهزاده مسعود او د کرکټ بورډ اجرايیوی رییس ډاکټر نور محمد په دې بریا ملي لوبډلې او ټولو هیوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

ډاکتر نور محمد مراد وایي چې  د ۱۹ کلنو لوبډله په دې سیالیو کې ښه وځلیدله او د لومړۍ درجې دوو پیاوړو لوبډلو ته یې ماتې ورکړه.

هغه زیاتوي چې دافغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د بریاوو په لور روانه شوې او په نږدې راتلونکي کې به نورو پیاوړو لوبډلو ته هم ماتې ورکړي.

د ۱۹ کلنو  په نړیوال جام کې د نړۍ ۱۶ پیاوړو لوبډلو برخه اخیستې وه او ددې سیالیو پای لوبې ته د پاکستان او سویلي افریقا لوبډلو لاره موندلې ده.

2 thoughts on “کرکټ: ملي ټیم وبایلله خو ۱۹ کلنو وګټله”
  1. نن دومره خپه لکه د کنړ په شهیدانو، دا نه وایم چې لوبه وبایلله،خپه په دې یم چې په لوی توپیر مو بایللي باوجود د دې چې په لومړي سر کې مو بالینګ او بیټنګ دواړه سم وو
    نور لېکل هم خوند نه راکوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *