تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوو ستورو راشد خان او محمد نبي د کرکټ د درې فورمټونو لپاره د نویو کیپتانانو له ټاکل کېدو سره مخالفت وکړ.
د افغانستان کرکټ بورډ نن /جمعه/ اعلان وکړ چې ګلبدین نایب یې د یو ورځنیو سیالیو، راشد خان یې د شل اوره سیالیو او رحمت شاه یې د ټیستلوبو د ملي لوبډلو کیپتانان ټاکلي دي.
کرکټ بورډ د اصغر ستانکزي د لېرې کولو کوم دلیل نه دی وړاندې کړی.
خو راشد خان او محمد نبي، چې د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د لوبېدو لپاره په هندوستان کې دي، د ټویټر له لارې د کرکټ بورډ له پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی دی.
دواړو د اصغر ستانکزي لېرې کېدا نامناسبه بللې ده.
راشد خان او محمد نبي په خپلو ټویټرپاڼه کې لیکلي«د لوبډلې د یوه مخکښ غړي او د یوه داسې کس په توګه چې د افغانستان د کرکټ د پرمختګ شاهد پاتې شوی یم، فکر نه کوم چې تر نړیوال کپ وړاندې د کیپتان د بدلولو لپاره دا سم وخت و. ټیم د اصغر ستانکزي تر مشرۍ لاندې ښه روان و او زه شخصاً احساس کوم چې دی زموږ د کیپتانۍ لپاره سم کس دی.»
عین ټویټ د دواړو پر ټویټرپاڼه خپور شوی دی.
په بل ټویټ کې دوی ویلي«د غوراوي کمېټې ته په ټول درناوي، د دوی له پرېکړې سره کلک مخالف یم ځکه چې غیرمسوولانه او غیر بېطرفانه ده. اصغر ستانکزی باید زموږ د ټیم کیپتان پاتې شي. د ده کیپتاني زموږ د بري لپاره ډېره مهمه ده.»
دوی دا هم ویلي چې یوازې څو میاشتې نړیوال کپ سیالیو ته پاتې دي نو په داسې وخت کې د کیپتان بدلون په ټیم کې غیریقیني حالت رامنځته کوي.