تاند – افغان کرکټ لوبغاړو نن( جنوري ۳۰) دوې لوبې لرلې، یوه یې په ۳۳ منډو وبایلله او بله یې په ۵ ویکټو وګټله.
بایللې لوبه د ۱۹ ملي ټیم وه چې په بنګله دیش کې يې د نړیوال جام په ترڅ کې له سریلانکا څخه وبایلله. د نولس کلونو په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لپاره ننۍ لوبه ډیره مهمه وه، ځکه چې مخکنۍ یوه یې له پاکستان نه بایللې وه او د ننۍ لوبې له بایللو وروسته یې دوهمې مرحلې ته د وتلو چانس ډیر زیات کمزوری شو دومره کمزوری شو چې په توکل که چیرته پاکستان په ډیر توپیر سریلانکا ماته کړي او افغانستان په ډیر توپیر له کاناډا لوبه وګټي نو ممکن یوه لاره جوړه شي.
له سریلانکا سره په لوبه کې سریلانکایي لوبغاړو لومړی بیټنګ وکړ او افغان باولرانو ډیر ښه بالنګ وکړ. د سریلانکا ټول ټیم په ۴۹ اورو کې د ۱۸۴ منډو په ترلاسه کولو وسوځید.
په افغان باولرانو کې شمس الرحمان په ۱۰ اورونو کې درې لوبغاړي وسوځول او یوازې ۱۹ منډې یې ورکړې. کریم جنت دوې او ظهیر خان هم دوې ویکټې واخیستې.
خو یو ځل بیا افغانان د بیټنګ په برخه کې پاتې راغلل. د سر په لوبغاړو کې کریم جنت ۴۰ منډې وکړې او بیا کپتان احسان اله ۲۳ . په لاندینو لوبغاړو کې وحیداله شفق وتوانیده چې ۴۷ منډې وکړي نور یو لوبغاړی هم ونه توانیده چې حتی اووه رنزه جوړ کړي او په دې ډول یې ۱۵۱ منډې په ۴۴ اعشاریه ۵ اورونو کې جوړې کړې او اوټ شوو.
که چیرته افغان بیټسمینان د کریم جنت په څیر چې په ۱۰۳ منډو یې ۴۰ وکړې او بیا وروسته د وحیداله په څير تیز لوبیدلی وای نو ډیر چانس وو چې افغان لوبغاړي دا لوبه وګټي.
بل لور ته د افغانستان الف ټیم د هند د سفر په ترڅ کې د زیمبابوې الف ټیم ته په یوه ورځنۍ لوبه کې په داسې حال کې ماتې ورکړه چې لا اووه توپونه پاتې وو. په دې لوبه کې لومړی بیټنګ زیمبابوې الف وکړ او په ټاکلیو پنځوس اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۲۶۹ منډې جوړې کړې.
د دې په ځواب کې د افغانستان الف ټیم د ۴۸ اوور په وروستي توپ ۲۷۱ رنزونه وکړو او دا لوبه یې وګټله.
د افغانستان د الف ټیم له لورې تر ټولو ډیرې منډې ناصر جمال وکړې، ده په ۷۵ توپونو ۷۳ منډې وکړې او د ده سربیره عمران جنت او رحمت شاه پنځوسیزې جوړې کړې. رحمت شاه تر اوسه د هند د سفر پر مهال ډير ښه ځلیدلی دی په ننۍ لوبه کې هم تر پایه ونه سوځیده.