تاند، یکشنبه، د سنبلې ۲۴مه: د امریکا د کانګریس دیموکراته غړې کریسي هولان وايي، د امریکا او طالبانو تېر مذاکرات یو اړخیز او ناسم وو، خو که بیا مذاکرات پیلېږي باید ټول لوري په کې شریک شي.

 اغلې کریسي ټینګار کړی چې د افغانستان د لانجې یوازنی حل په سیاسي حل لاره کې نغښتی دی او باید چې دا وار مذاکراتو کې افغان حکومت هم د خبرو مستقیمه برخه وي.

نوموړې دغه راز ویلي، له افغانستان څخه باید امریکايي سرتېري هغه وخت وایستل شي چې د افغانستان امنیتي وضعیت سم او ښه شوی اوسي: (( افغانانو ته زما او د کانګرس د نورو غړو پیغام دا دی چې موږ به له تاسې سره ملاتړ او مرستو ته تل ژمن یوو.))

 دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو بل امریکايي سناتور لینډسې ګراهام هم له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو مخالفت او له افغانانو څخه د ملاتړ دوامداره ساتلو غوښتنه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *