تاند – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې امریکا د افغانستان د انتخاباتو له کمیسیونونو هیله لري چې په انتخاباتو کې د ادعا شویو درغلیو او بې نظمیو تحقیات په پوره مسوولیت وکړي.
د جان کري له لورې په خپره شوې اعلامیه کې همداراز راغلي دي چې د امنیتي ځواکونو غیرسیاسي رول ته باید ټولې غاړې درناوی وکړي. جان کري وایي چې د تاوتریخوالي او د تشدد ګواښونو ته هیڅ دلیل نه شته او د اساسي قانون له چوکاټ ورهاخوا هیڅ ګام د منلو نه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانانو غوښتي دي چې د تیرې یوې لسیزې د لاس ته راوړنو او د افغانانو د باور ساتلو لپاره ارام واوسي.
جان کری دا خبرې د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله له اعتراضه وروسته وکړې. د عبدالله عبدالله یوه ویاند رحیمي پرون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته وویل، دا نتیجې دوی ته د منلو نه دي او دا د دوی پر ضد یوه کودتا ده. تر دې مخکې د بلخ والي د موازي حکومت د جوړولو خبرداری ورکړی و.
ټاکل شوې ده چې نن په کابل کې د عبدالله عبدالله پلویان د یوې اعتراضي غونډې پر مهال خپل ګواښونه وکړي. خو د امریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کري وایي، له غیرقانونی لارو د واک ترلاسه کولو هره هڅه به له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې د مالي او امنیتي ملاتړ د مقاطعې باعث شي.