Custard apple
د نسل نوم ېې انونا (Annona)، تقریبا ۱۶۰ ډولونه لري، د کورنۍ نوم ېې انونا سیای (Annonaceae) ده. چېرته چې کرل کیږي په همغو سیمو کې ترې درمل جوړیږي مګر ځنې ډولونه ېې د خوړو وړ میوې لپاره کرل کیږي. د دې نسل ټولې ونې کال ۱۲ میاشتې شنې وي خو ځنې ډولونه ېې بیا نیمې پاڼې رژونکې یا غورزونکې (semideciduous) دي. دا ونې د پرخې د د یخ شوې پرخې زغم نلري. پاڼې ېې یا د چرم په څېر وي او یا یو ډول ویښته لري. میوه ېې اوبه لرونکې شیرینه (succulent) وي.
