ژ: لطف الله لطف
لنډیز:
د کسپین سمندرګی له عرب خلیج او سایبیریا څخه وروسته د نړۍ په کچه د انرژۍ ستره سرچینه ګڼل کیږي ، خو دغه سمندرګي ته څیرمه هېوادونو تر اوسه د یادې سرچینې څخه د سیاسي او اقتصادي ویش او ګټنې په موخه حقوقي دریځ نه دی تر لاسه کړی، دې وضعیت د کسپین سمندرګي دبنسټیز پرمختګ مخه ډب کړې ده.
اوسمهال یو شمېر هېوادونه په منځنۍ اسیا او قفقاز کې د خپل نفود د ساحې پراخولو په هڅو بوخت دي.له دې امله د کسپین سمندرګي د سرچینو د کنترول او ګورت کولو په موخه د اړخونو تر منځ سیالۍ د پرمختګ په حال کې ده، یو شمېر شنونکي په یاده سیمه کې ښکېلو غاړو تر منځ د انرژۍ په سر کشمکش ته د سترې لوبې نوم ورکوي. د کسپین سمندرګي له جغرافیوي پلوه د اروپا او اسیا د پولو تر منځ پروت دی. ددې سمندرګي لویدیځ لور ته روسیه او اذربایجان، شمال لور ته قزاقستان، ختیځ ته ترکمنستان او سویل ته ایران پراته دي. په ټولیز ډول کسپین سمندرګي 143000میل مربع ساحه نیولې ده.
کسپین سمندرګی همدا راز د اوبو سترې سرچینې لري، د همدې سمندرګي جغرافیوي موقعیت ، د روسیې ستر سیند (ولګا) له ایران او قفقاز پورې غاړې د منځنۍ اسیا سره نښلولي دي. په تېر مهال کې د کسپین سمندرګی د منځنۍ اسیا او منځني ختیځ په لور د روسیې پراختیا غوښتنې ستره لار بلل کیده. که څه هم په لومړیو وختونو کې د روسیې پراختیا غوښتنه د انرژۍ د پوره کولو په موخه نه وه، مګر د شلمې پیړۍ له پیل راهیسې روسیې د خپلو انرژیکي اړتیاوږ پوره کولو په موخه د کسپین سمندرګي سیمه د انرژۍ د سترو زیرمو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو مهمه سرچینه وبلله.
اقتصادي ارزښت:
د کسپین سمندرګي او منځنۍ اسیا د تېلو په اړه لرغونی تاریخ لري.د اذربایجان ریښه په اصل کې د فارسې کلمې ازر څخه بېله شوې ده.د ازر مانا اور، یا اور لرونکې سیمه ده، دا ښایې له دې امله وي چې د زردشتیانو په وخت کې به د ازربایجان عبادت ځایونه د تېلو په اور چلیدل او روښانه کیدل. په دیارلسمه زیږدیزه پیړۍ کې ستر موندونکي (مارکوپولو) په اذربایجان کې د تېلو د چینو خبر ورکړی وو.
د 1871را وروسته یو شمېر سترو فرانسوي او سویډني کمپنیو په یاده سیمه کې د تېلو څاه ګانې وکښلې او د صادراتو په موخه یې ریل پټلۍ ورغولې. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د پخواني شوروي پوځ ټوله تکیه د اذربایجان پر تېلو وه، دغه مهال هیټلر د اذربایجان د پلازمینې باکو د نیولو هڅه وکړه ، خو ناکام شو. هغه مهال د روسیې کمونست رژیم په باکو کې تېل په منځنۍ کچه تولیدول ځکه چې د تېلو د تولید د پرمختګ په موخه یې یو څه پاملرنه د سایبریا او د روسیې یو شمېر تېل لرونکو سیمو ته اړولې وه..په ۱۹۸۷ 1987 ز کې د تېلو په تولید کې نور پرمختګ هغه مهال را منځته شو چې د امریکا د تېلو شرکت (چورن) د روسیې له حکومت سره د تېلو د را ایستلو په موخه هوکړې ته ورسید.
په کسپین سمندرګي کې د تېلو د زیرمو په اړه ډول،ډول اټکلونه شته دی،ځمکپوهانو په کسپین سمندرګي کې د تېلو زیرمې د 17 او 33 بیلیون بیلرو تر منځ اټکل کړې ده. داسې وړاندوینه شوې وه چې تر2010ز پورې به په کسپین سمندرګي کې د تېلو د تولید ظرفیت د ورځې څلورنیم بیلیون بیلرو ته ورسیږي. په کسپین سمندرګي کې په دومره کچه دتېلو تولید د وینزویلا د کلني تولید څخه زیات دی. وینزویلا په سویلي امریکا کې د تېلو ستر تولیدونکی هېواد دی.دا هم دیادولو ده چې د کسپین سمندرګي سیمه د عرب خلیج له سیمې سره سیالي نه شي کولې؛ عرب خلیج د نړیوال امنیت لپاره ډيره مهمه سیمه ده.مګر کسپین سمندرګي له اقتصادي اړخه له پریمانه انرژۍ څخه برخمن دی . ددغې سیمې د تېلو او ګازو زیرمې کولای شي چې د لېوالتیا له مخې یادې سیمې ته نړیوال او سیمه ییز لوبغاړي را کش کړي. د یو بل اټکل له مخې، د کسپین سمندرګي د انرژۍ ټولې زیرمې 28 بیلیون بیلره تېل او 243تریلیون فت مکعب ګاز لري. د کسپین سمندرګي تيلو او ګازو زیرمې د اروپا له هغو څخه په څو ځله زیاته انرژي لري.
د کسپین سمندرګي د ګازو زیرمې په ځانګړ ي ډول خورا مهمې دي. د یادې سیمې د ګازو کچه د یو اټکل له مخې د سعودي عربستان د ګازو له تولید سره برابره ده. په 2001ز کې د کسپین سمندرګي د ګازو تولید د منځنۍ او سویلي امریکا او مکسیکو څخه زیات وو.د کسپین سمندرګي د انرژۍ ټول ظرفیت د سعودي له هغه څخه کم دی.د کارپوهانو په اند که څه هم له عربي نړۍ او عرب خلیج سره د کسپین سمندرګي پرتله وړ خبره نه ده ، خو پرمختللې نړۍ کولای شي چې یاده سیمه د د انرژۍ په ډګر کي د بدیلې لارې په څېر وکاروي.د اقتصاد پوهانو په اند، په کسپین کې د انرژۍ څخه د ګټه اخېستنې په موخه پانګونه به د نورو سربېرده له اقتصادي اړخه اسیايي غوړیدونکو هېوادونو ته ستره ګټه راوړي.
کسپین سمندرګي ته څېرمه د پرتو هېوادونو په ډله کې د یاد سمندرګي د زېرمو په پرمختګ کې د نورو په پرتله قزاقستان او اذربایجان ډیر فعال دي.په 2002کې دواړو هېوادونو د تېلو د تولید په موخه دوه سترې پروژې په پیل کړې دي .ددغو پروژو پر مټ د کسپین په سیمه کې د تېلو ورځنی تولید 410000بیلره و.د اوپه 2010ز کې په قزاقستان کې د تنګز او په ازربایجان کې د چراغ پروژه د تېلو ورځنی تولید ۱.۷ بیلیون ډالرو ته لوړ کړې دی .کسپین ته څېرمه ترکمنستان د تېلو له زیرمو څخه په پراخه پیمانه برخمن نه دی له دې امله ترکمنستان په دې نه دی توانیدلی چې د خپلو زیرمو ظرفیت لوړ کړي. همداراز، د روسیې او ترکمنستان تر منځ د ګازو د صادرولو پر شخړه د ترکمنستان د ګازو د تولید د کموالي لامل شوې ده. په 2001کې روسیه او ترکمنستان د ګازو یوه هوکړه لیک لاسلیک کړ. چې له امله یې د ګازو تولید یو ځل بیا لوړ شو.
همدا راز د روسیې او ایران د ګازو په تولید کې هم د پام وړ کموالی راغلی وو. په 1995ز کې یو روسي شرکت (لکویل) د کسپین په شمالي څنډه کې د ګازو د تولید چارې پیل کړې. په 2003ز کې د یو بلې پروژې په پیل کولو سره روسیې هوډ درلود چې د قزاقستان پولې ته څېرمه د هایدروکاربن په راویستلو پیل وکړي، خو دا ټولې هڅې د یو شمېر ستونزو او ننګونو سره مخ شوې. بل هېواد چې د ګازو تولید یې د ځنډ او خنډ ښکار شوی، ایران دی.
په ټولیز ډول سړی دا ویلی شي چې د کسپین سمندرګي په شاوخوا کې د ګازو د تولید په مخ کې ستر خنډونه پراته دي. له دې ډلې څخه یې یو څو د پام وړ دي.
لومړی دا چې د یادې سیمې جغرافیه په وچه کې راګیره ده چې د ا یو ستر لوژیستیکي مشکل دی.
دوهم ستر لامل یې د انرژۍ ترانسپورت دی کسپین سیمه خورا کاواکه جغرافیه لري د انرژۍ لیږد رالیږد سترې پانګونې ته اړتیا لري.؛ د ګازو د تولید د مرکزونو او د زیرمو تر منځ واټن هم یو ستر خنډ ګڼل کیږي.
نوې ستره لوبه:
په 1990ز کې د منځنۍ اسیا نوو رامنځته شوو هېوادونو د کسپین سمندرګي د هایدروکاربن او نورو زیرمو پر سر سیالۍ او کنترول ته نوې بڼه ورکړه.اوسني شنونکي د کسپین د زیرمو په سر کشمکش د نولسمې پیړۍ د تزاري روسیې او انګلستان د سیالیو سره پرتله کوي. پخوانۍ ستره لوبه د ځواک، امنیت او شتمنۍ په سر پیل شوې وه.د کسپین په معامله کې هم د هېوادونو تر منځ د کشمکش مهمه منځپانګه د ځواک پراخول، خپل اړونده امنیت تامینول او د شتمنیو کنترول په نښه شوې وو.
د یادې سیمې د انرژۍ په پرمختګ او صادرولو کې جغرافیه خورا ستر رول لري. کسپین ته څېرمه پراته هېوادونه وچې راګېر کړي دي. له دې امله دوی د انرژۍ د صادرولو په موخه ټوله تکیه په نللیکو کوي. په بهرنیو سیمو کې د نللیکو غځول خورا سترې پانګونې او لګښت ته اړتیا لري.د پخواني شوروي اتحاد له را پرځېدو د مخه د کسپین د سیمې د ګازو ستر مصرفونکی هېواد روسیه وه.د شوروي اتحاد له ټوټه کیدو وروسته کسپین ته څېرمه هېوادونه د ګازو په صادرولو کې د ستونزو سره مخ شول. دوی اړ و،چې د ګازو تولید په بدل کې روسي کمپنۍ ګازپروم ته د ترانزیت په بدل کې پیسې ورکړي او یا په روسیه باندې ګاز په ټیټه بیه و پلوري.
دبیلګې په ډول، ترکمنستان د اټکل له مخې د ګازو 102تریلیون فټ مکعب زیرمې لري. د خپلو زیرمو د صادرولو په موخه په ټولیز ډول په روسي نللیکو تکیه کوي. له دې مله ترکمنستان نه شي کولای چې د د خپلو زیرمو څخه په کافي اندازه ګټه پورته کړي. په کسپین کې ګازو د تولید د زیاتوالي له امله اوسنۍ ترانزیتي لارې بسنه نه کوي. له دې امله امریکا، روسیې، ایران او چین د یو شمېر نورو نللیکو د غځولو په موخه لاندې وړاندیزونه کړي دي:
1 – لویدیزه لار، په ځانګړي ډول د باکو-سیهن پروژه، امریکا ددې پروژې کلک ملاتړی دی.ددې پروژې پر مټ به د کسپین سمندرګي څخه تېل او غاز د ګورجستان تبلیسي بیا ترکیې او له هغې وروسته نورې نړۍ ته صادریږي. له دې لارې د تېلو د صادراتو ورځنۍ کچه نږدې یو میلیون بیلره ده. امریکا ددې پروژې پرمختګ او غځونې ته خورا ژمنه ده، له دې لارې غواړي چې د هایدروکابني زیرمو په صادراتو د روسیې انحصار ته د پای ټکی کیږدي. ترکیه هم ددې پروژې کلک ملاتړی دی، لاملونه یې داسې ښکاري چې اقتصادي دي.
2 – د شمال لار،دا لاره د ماسکو څخه تیریږي او د روسیې لخوا وړاندیز شوې ده.ددې تر څنګ، روسیې په یاده پروژه کې 24% ونډه هم اخیستی دی. روسیې، قزاقستان هم اړ کړی دی چې د خپلو تېلو د صادرولو په موخه د روسیې سره تړون لاسلیک کړي او په یاده پروژه کې خپل ګډون ته رښتیني بڼه ورکړي.مګر قزاقستان ته له وړاندې داسې ګواښونه شوي که د روسیې له لارې د تېلو صادرولو لړۍ ته ادامه ورکړي نو سوداګریز بندیزونه به پرې ولګول شي. ددې تر څنګ د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د روسیې لارې د صادراتي موخو لپاره کارول او پر هغو ډډه یوه ستره سیاسي او امنیتي ننګونه ګڼل کیږي.
3 – سویلي لار د کسپین څخه د ګازو د صادرولو بله لار ده.دا لار د ایران څخه تیریږي. دا لار د نورو په پرتله یو څو ښیګڼې لري د بیلګې په ډول،د صادراتي سرچینې او وارداتي هېوادونو تر منځ لنډ واټن، اقتصادي او سوداګریز اهمیت او چاپيریال ته لږ تاوان رسول یې د یادولو وړ دي. مګر د ایران او امریکا تر منځ ترینګلې اړیکې او له ایران سره د امریکایي ا و نا امریکایي کمپینو په اقتصادي او سوداګریزو اړیکو بندیز د یادې پروژې د پرمختګ لپاره ستر خنډونه ګڼل کیږي.
4 – ختیزه لار، دا لار له چین څخه تیریږي. انرژۍ ته زیاتیدونکې اړتیا د چین د چټکې اقتصادي ودې بشپړونکې ده. دې حالت چین اړ کړی چې دمنځنۍ اسیا او کسپین سمندرګي د تېلو او ګازو په مسئله کې خپل ګډون پراخ کړي او انرژۍ ته لاسرسی پیدا کړي. په دې موخه چین له وړاندې د قزاقستان سره د انرژۍ تړونونه لاسلیک کړي دي. په 1997 ز کې چین د قزاقستان سره د 9بیلیون ډالرو په ارزښت د تېلو د نللیکې یو تړون لاسلیک کړ.همدا راز په 2000 زکې چین له قزاقستان سره د 3000 کیلو متره اوږدې نللیکې غځونې په امکان خبرې کړې وې.قزاقستان اوسمهال چین د ریل پټلیو په مټ تېل صادروي.
5 – ټرانس ـ افغانستان نللیکه
دا نللیکه د کسپین سویل ختیځ ته پرته ده او له افغانستان څخه تیریږي.د اپروژه د سعودي عربستان، پاکستان،افغانستان او امریکا ګډه پروژه ده، ددې پروژې په مټ ښکېل هېوادونه غواړي چې د ترکمنستان او قزاقستان څخه تېل او ګاز دافغانستان له لارې پاکستان، هند او د سویل ختیځې اسیا یو شمېر نورو بازارونو ته صادر کړي. ددې پروژې پر سر دوه سترې کمپنۍ (یونیکال او دلتا)د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سیالۍ دګر ته راوتې وي.داسې پیتل شوې وه چې دا پروژه به د یونیکال کمپنۍ پیل کړي ، خو د افغانستان د امنیتي وضعیت له امله هر څه بدل شول. په 2001 ز کې د طالبانو د واکمنۍ د را پرځېدو وروسته ددې پروژې د پرمختګ هیلې یو ځل بیا را ژوندۍ شوې، خو د اسیایي پرمختیایي بانک د یوې څېړنې له مخې ددې پروژې ګټه او تاوان تر اوسه مالوم نه دی د کارپوهانو په اند، ددې پروژې څخه به هغه وخت ډیره ګټه تر لاسه شي چې، د نورو سربېره هند ته هم ګاز صادر کړي.هند اوسمهال د ګازو او تېلو په سکتور کې د 20% کسر سره مخ دی. د وړاندویینو له مخې به د کسر کچه په راتلونکو اتو کلونو کې د اقتصادي ودې د پرمخ وړلو له امله 80% سلنې ته لوړه شي.
همدا راز په پاکستان کې د ګازو د مصرف زیاتوالی ددې مانا لري چې پاکستان باید د تولید ظرفیت لوړ کړي او ورته مهال د ګازو د وارداتو په موخه بدیلې لارې پیدا کړي ، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب وي نو، پاکستان به په دې و نه توانیږي چې د یادو چارو په موخه خپل کور ته پانګوال ور مات کړي.
د کسپین سمندرګی د نړۍ د انرژۍ لپاره د عرب خلیج او ساییریا څخه وروسته مهمه سیمه ده.مګر کسپین ته څېرمه د هېوادونو تر منځ زیاتېدونکې ستونزې د یادې سیمې د انرژۍ د زیرمو د نه پرمختګ لامل شوي دي.د شوروي اتحاد له ټوټه کیدو د مخه په سیمه کې یوازې دوه هېوادونه ایران او شوروي وو. مګر کله چې شوروي اتحاد ټوټه شو نو د نویو رامنځته هېوادونو په منځ کې د یادې سیمې د انرژۍ د ګډ او شخصي ملکیت په اړه یو شمېر پوښتنې هم راپیدا شوې . په لومړي سر کې هر را منځته شوي هېواد د خپل مشرتابه په استازیتوب د کسپین سمندرګي د رغولو په موخه جلا جلا قوانین جوړ کړل.له دې وروسته بیا د هېوادونو تر منځ دوه اړخیز او څو اړخیز تړونونه رامنځته شول.
د کسپین ځمکنی سیاست او ارزښت:
په کسپین سمنرګي کې د هایدروکاربن او نورو طبعي زیرمو شتون ددې لامل شوی چې زبرځواکونه یادې سیمې ته راکاږي او په سرچینو د منګولو خښولو په موخه په سیمه کې سیاسي او پوځي شتون پراخ کړي.مګر یو شمېر شنونکي په دې اند دي چې یوازې طبعي شتمني نه ده چې یادې سیمې ته د زبرځواکونو د سترګو ور اړولو لامل شوې ده.د طبعي شتمنۍ سربېره، امنیت، جغرافیه او ځمکنی سیاست هغه د پام وړ فکتورونه دي چې په کسپین او سیمه کې یې د سترو ځواکونو لېوالتیا او ګډون زیات کړی دی.د کسپین سمندرګي ځمکنی سیاست د جغرافیوي موقعیت څخه سرچینه اخلي.د کسپین سیمه اروپا، منځنی ختیځ، قفقاز او منځنۍ اسیا سره نښلوي. د شوروي اتحاد د ټوټه کیدو په پایله کې د منځنۍ اسیا د رامنځته شوو جمهوریتونو لپاره د کسپین سیمه نه یوازې دا چې اوبو ته د لارسي یوازینۍ لار ده بلکې یادو جمهوریتونو سره د خوراکي توکو او نورو اړونده موادو په برابرولو کې پوره مرسته کوي.له دې امله کسپین سمندرګي ته د یادو هېوادونو لارسی ددوی بنسټیزه موخه ده. ځینې څارونکي په دې ټینګار کوي چې د تېر په څېر به د کسپین د سیمې برخلیک د دوه زبرځواکونو لخوا ټاکل کیږي.همدا دوه زبرځواکونه به د کسپین ټول ځمکني سیاست ته د خپلو ګټو په نظر کې نیولو سره بڼه ورکړي.د یویشتمې پیړۍ دا ستر زبرځواکونه واشنګتن او مسکو دی. کسپین ته څېرمه سیمه کې د واشنګتن لنډمهاله موخې د ایران د نفوذ د خپریدو او د اسلامي بنسټپالنې مخنیوی دي.د روسیې مهارول یې اوږدمهاله هغه ګڼل کیږي.مسکو هم هڅه کوي چې په اسیایي جمهوریتونو خپل کنترول او اغیز بیا له سره را ژوندی کړي.
د یو سیاسي کارپوه سټیفن بلنک له نظره په کسپین سمندرګي کې د انرژۍ د صادراتو او کنترول په اړه په اوسنۍ لوبه کې د ټولو ښکېلو خواو موخه داده چې یو برخلیک ټاکونکی دریځ ولري. له دې امله په کسپین کې د پروژو د تمویلولو او اقتصادي ملاتړ په پرتله د سیاست دریځ پیاوړی دی.په کسپین کې د امریکا ګټې یوازې تر دې پورې محدودې نه دي چې د ایران د نفوذ مخنیوی وکړي، ددې تر څنګ دوی غواړي چې په سیمه کې تېلو او ګازو ته د لاسرسي په لرلو سره د انرژۍ اړتیاوې له ډيرو لارو ځواب کړي. له دې کار څخه یې اقتصادي موخې پر منځني ختیځ د اتکا کمول، د تېلو د بیو راټیټول او په امریکايي کمپنیو ته ډیره ګټه ور رسول دي. د بوش د واکمنۍ پر مهال په منځنۍ اسیا کې د امریکا موخه د انرژۍ د بدیلو لارو موندلو تر څنګ د افغانستان په جګړه کې د قرغیزستان او ازبکستان د هوایي اډو کارول هم شامل وو.
یو بل شنونکی خلیق کیاني بیا په دې خبره ټینګار کوي چې د کسپین زیرمې کولای شي چې د امریکا راتلونکې انرژیکې اړتیاوې پوره کړي. دکسپین د انرژۍ په راویستنه او ترانسپورت کې د روسیې لېوالتیا او همدا راز د ایران زیاتیدونکی نفوذ هغه ستر فکتورونه دي چې امریکا د کسپین په مسئلو کې ښکېلولو ته هڅوي.نوموړی په کسپین کې د امریکا د دشتون ملاتړی ښکاري. د هغه په اند که امریکا په منځنۍ اسیا کې د اقتصادي ودې ملاتړ وکړي نو، په دې توګه به یې منځۍ اسیا ته اقتصادي ناپییلتوب ورکړی وي. همداراز به یې په سیمه کې د ایراني رادیکالیزم مخنیوی کړی وي او خپلو توکو ته به یې بازار پراخ کړی وي.
روسیه هم د کسپین په شاوخوا کې سترې موخې لري؛ روسیه هڅه کوي هغه لارې بندې کړي چې چیچنایي جنګیالیو ته پرې پوځي او مالي مرستې لیږدول کیږي؛ددې تر څنګ کوښښ کوي چې په شمال کې زیاتیدونکی امنیتي کړکېچ کنترول کړي. په پوځي ډګر کې روسیه هڅه کوي چې خپل پخوانی پوځي برم بیا را ژوندی کړي. دوی په دې موخه له وړاندې د هوایې ځواک په پیاوړي کولو سترې پانګونې ته تابیا نیولې ده.په ارمنیا او ګرجستان کې د پوځي اډو لرل هم ددوی د موخو یوه برخه ده. په اقتصادي ډګر کې روسیه پوره هڅه کوي چې د کسپین له سیمې څخه د ګازو او تېلو د صادراتو په برخه کې خپل انحصار او حق خوندي کړي .
ایران هم د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د پیاوړو اقتصادي او ترانزیتي اړیکو ټینګولو په مټ هڅه کوي چې سیاسي او امنیتي ګټې تر لاسه کړي. د اقتصادي او ترانسپورتي اړیکو په موخه د ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو تر منځ څو اړخیزه تړونونو ایرا ن او منځنۍ اسیا یو بل ته سره خورا نږدې کړي دي. د یادو تړونونو په مټ اوس د ایران او منځۍ اسیا د هېوادونو مشرتابه دې هوکړې ته رسېدلي چې په کسپین کې د سیمه ییز ټیکاو او امنیت په موخه خپلې ګډې ګټې تعریف کړي. دواړه خواوې لږ تر لږه اوس دې ذهنیت ته وده ورکړې چې دواړه لورې د یوې سیمې سره تړاو لري.ځینې کارپوهان په دې اند دي چې ایران په سویلي قفقاز کې امنیت –پلوه ګټه اخیستنې ته ډیر لېوال دی. ایران په خپل سویل کې د ترکیې د ممکنه مداخلې څخه اندیښمن دی. په ټولیز ډول ایران د کسپین په سیمه کې خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ته اندیښمن دی.
ستراتیژیکو او اقتصادي ګټو ترکیه هڅولې چې له کسپین څخه ترکیې ته د ګازو نللیکه له سرچینې څخه نیغه ګرجستان او بیا انقرې ته ورسوي . ایران او روسیه له پامه وغورځوي.د اکار به په کسپین کې د ترکیې د سیالانو په ځانګړي ډول د ایران په تاوان د انقري حیثیت لوړ او نفوذ پیاوړی کړي. که ترکمنستان او قزاقستان د ترکیې له لارې خپله انرژي بهر ته لیږدول پیل کړي نو په دې به وتوانیږي چې د روسیې پر بنسټیزو پروژو خپله اتکا راکمه کړي. ترکیې لپاره په سیمه کې یوازې د (باکو-تبلیسي-سیهن) نللیکه د پام وړ نه ده. ددې تر څنګ انقره غواړي ،چې اذربایجان او ګرجستان سره ښې اړیکې و پالي. د یادولو ده په سیمه کې اذربایجان د تېلو مهم تولیدونکی هیواد او ګرجستان د نللیکو سرته سیمه ده.
اوسنی نړیوال اقتصاد د طبعي زیرمو له برخلیک سره تړلی دی. د کومې بدیلې لارې د نه موندلو په صورت کې به د انرژۍ رول په اقتصادي او سیاسي چارو کې ډول ډول پایلې را منځته کړي. د نړۍ زبرځواکونه هڅه کوي چې د انرژۍ په زیرمو کې د زمري ونډه تر لاسه کړي، له دې امله په هره سیمه کې چې د انرژۍ د لټون چارې پیل شي، هلته کړکېچ سر راپورته کوي ددې ښه بېلګه د کسپین اوسنی وضعیت دی.
د نړۍ د انرژۍ تاریخي شالید دا را په ګوته کوي چې، هغه هېوادونه چې د انرژۍ د سرسامه سرچینو څخه برخمن دي هلته کړکېچ سر راپورته کړی دی، یا ورته د سوغات په ډول د تروریزم پدیده ډالۍ شوې ده،یا د کورنۍ جګړې خولې ته پریوتي دي، یا یې مشرتابه د لویدیځ او امریکا د بړیڅو په لاس کې پریوتې ده .لویدیځ د انرژۍ د غریزې د خړوبولو لپاره هر ګام اخیستلو ته چمتو دی. ځینې کارپوهان د افغانستان په ختیځ او له منځنۍ اسیا سره په ګاونډیو ولایتونو کې وروستي وسلوالو خوځښتونو ته په منځنۍ اسیا کې د یو ډول ستراتیژیکو بدلونونو پیلامه بولي.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۸) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۲\ ۱۳۹۴