کشمکش د دوو يا څو ښکېلو اړخونو تقابل ته وايي. د کشمکش موخه د مقابل لوري ماتول وي.
په کيسه کې کشمکش په حرکت پورې تړلى وي. حرکت چې څومره ګړندى وي، کشمکش هم ګړندى وي.
کشمکش د تعادل له نشته پيدا کېږي او تعادل هله له منځه ځي، چې ستونزه يا اړتيا رامنځته شي. مثلا: اوبه اړتيا ده او تنده ستونزه ده، چې د بدن تعادل له منځه وړي. د تعادل نشت د ستونزې د له منځه وړو انګېزه پيدا کوي او دا انګېزه کشمکش ته لار جوړوي، چې په کومه طريقه اوبه ترلاسه شي او هغه مخکنى تعادل راوګرځي.
که پلاټ ساده وي، کشمکش هم ساده او سطحي وي او که پلاټ پېچلى وي، کشمکش هم پېچلى وي. د کشمکش شدت او جديت د پلاټ له پېچلتيا سره مرسته کوي.
په ساده پلاټ کې د ژوند او تجربې لپاره ډېر څه نه شو موندلى او فکر کوو، چې که زه له داسې پېښې سره مخېداى همداسې به مې کول؛ خو پېچلى پلاټ راته د ژوند په اړه نامتوقع تجربه راکوي او د ژوند په معرفۍ کې راسره مرسته کوي.
ساده کشمکش چې په عامه بڼه د دوو کسانو ترمنځ رامنځته کېږي، د داستان د دلچسپۍ مخه نيسي او لوستونکي ته د وړاندوينو امکان برابروي.
دا ښايي زموږ د کيسو عيب وبولو، چې پېښه پکې دومره مهمه وي، چې کشکمش ته د ليکوال چندان پام نه وي يا يو کرکټر دومره مهم وي، چې کشمکش يې پر وړاندې تت شي؛ خو ځيرک ليکوال په دې پوهېږي، چې د کشمکش شدت د کرکټر/کرکټرونو له اهميت سره مرسته کوي.
شديد کشمکش د کرکټر وړتيا ننګوي، چې دى ورته ځواب وايي. په دې طريقه کرکټر چې څومره موښل کېږي، هغومره لکه قيمتي غمىځلا راپرېږدي؛ خوکه کشمکش کمزورى وي، د کرکټر اهميت او استعداداغېزمنېږي او ښايي لوستونکى په ژوند کې د بدلون د راوستو لپاره پر انساني مټو بې باوره کړي.
کشمکش که د کرکټر له تبارز سره مرسته کوي، د پېښو ارزښت هم راښيي، ځکه په پېچلي او شديد کشمکش کې د کرکټر او پېښو اړيکو يو اړخيزه نه وي، بلکې کله کرکټر پر پېښه مسلط وي، کله پېښه پر کرکټر. دلته د (څه) او (چا) ترمنځ خوندور کشمکش احساسوو.
پېښې د کشمکش په مټ مخکي روانې وي. کرکټرونه په کشمکش کې د کيسې اساسي موخه يا مدعا پر مخ وړي او کله چې کشمکش ودرېږي، د پېښو لېږد بند شي او د کيسې حرکت ختم شي.
ځيرک ليکوال يواځې د کيسې پر پېښه او کرکټرونو فکر نه کوي، بلکې خپلې موخې ته د رسېدو په لار کې کرکټر ته پر پرتو خنډونو هم فکر کوي او داسې کشمکشونه پيدا کوي، چې د لوستونکي ورته پام نه وي.
د پخوانو حماسو او زموږ د نکلونو کامياب خصوصيت د شديد کشمکش شتون دى. مومن خان له خپلو تربرونو سره په کشمکش کې دى. له دې کشمکش نه د خلاصون او د تربرونو د ماتې لپاره بايد ولور پوره کړي، شېرينو ته د رسېدو لپاره د ده پر وړاندې دا يو خنډ دى. د دې خنډ د لرې کولو لپاره دى هندوستان ته ځي، هلته ورته شل نور خنډونه پيدا کېږي. له ښامار سره د جګړې په بڼه ښکېلتيا د عملي ژوند د هيلې پر خلاف د ده پر سوبې ختمېږي او دى له هر کشمکش نه سرلوړى راوځي. البته د حماسو او نکلونو مشترک دود موږ ته د وړاندوينې امکان برابروي، چې مومن خان به په هر ډول پېښه کې برى راوړي؛ خو په اوسنيو داستانونو کې دا وړاندوينه اسانه نه وي، ځکه د اوسنيو ماډرنو کيسو وړاندوينې يواځې د همدې کيسې د پلاټ له مخې کولى شو.
وړاندوينه له هر داستان سره مله او موازي روانه وي او ښايي داستاني خصوصيت يې وګڼو، چې په لوستونکي کې د کيسې له لوسته پيدا کېږي يا ليکوال داسې نښې لوستونکي ته تر شا پرېږدي، چې هغه ته د وړاندوينې امکان برابر کړي؛ خو په ورته وخت کې ليکوال د صريحې وړاندوينې مخه هم نيسي.
لوستونکى د لوستو پېښو پر بنسټ وړاندوينه کوي. که پلاټ ساده وي او کشمکش کمزورى وي، په اسانه وړاندوينه کولى شي، چې په پاى کې به داستان د عاشق و معشوق په پيوستون پايته رسېږي.
د نصير احمد احمدي د ناولونو يوه کمزوري دا ده، چې کشمکش خو پکې شديد وي؛ خو يو اړخيز وي. احمدي له پيله راته يو اړخ کمزورى معرفي کوي، بل اړخ زورور. بيا که د دواړو اړخونو ترمنځ هر څومره کشمکش رامنځته کېږي، موږ وړاندوينه کولى شو، چې د کيسې پايله به د چا په ماتې او د چا په ګټه تمامېږي. زرو او مين به مري، رڼا هم داسې درواخله، بوډا هم او خونکار هم.
اوس پوه شو، چې لوستونکى خو په هر حال کې وړاندوينه کوي؛ خو بريالى ليکوال هغه دى، چې له وړاندوينې سره سره لوستونکي ته د وړاندوينې چانس ورنه کړي، بلکې په داستان کې ورته وښيي، چې ده هر ځل توقع کړې، غلطه ختلې ده.
د وړاندوينې د مخنيوي يوه لار خو دا ده، چې د پېښو مخه خلاصه وي، يعنې د وړاندوينې لپاره کيسهپه دوو انتخابو پورې منحصره نه وي، چې مرکزي کرکټر يا کرکټرونه به مري، که برى به ترلاسه کوي. له چيخوفه نيولې تر مارکېزه پورې د لويو کيسه ليکوالو يو خصوصيت دا دى، چې د وړاندوينې د مخنيوي لپاره لوستونکي ته رسا انتخاب نه ورکوي، بلکې پېښو ته خلاصه مخه ورکوي. موږ چې کله پېښه انتخابوو، جوخت مو ورسره له اخلاقي پلوه په ذهن کې ناارادي د نفي او اثبات سور او شين څراغ ولګېږي او له دې سره زموږ کيسه لورى ومومي. کوم ليکوال چې د ثواب او عذاب دايره پراخه ساتي او د کيسو په تنګ اخلاقي جواز پسې سرګردانه نه وي، د هغوى کيسې دا ډول دوه انتخابه نه لري.
همدا علت دى، چې موږ له پيله يو لورى حق او بل د حق مخالف ګڼلى وي. موږ له پيله منلې وي، چې هو دا پېښه رښتيا هم داسې ده يا داسې يو څيز شته. د دوو کسو ترمنځ رښتيا هم رښتينې مينه شته، دوى به يا سرخوري يا به بريالي کېږي؛ خو دا داسې پېښه نه ده، چې لوستونکي ته نوې تجربه ورکړي.نوې تجربه هله ورکولى شي، چې لوستونکى په دې هم شمکن شي، چې په اصل کې د دې دوو کسو ترمنځ مينه شته هم او که نه او که وي؛ نو تر پاىبه ګنې پاتې شي؟ اوس چې مو پر پېښه د تصديق پر ځاى شک وکړ، بل انتخاب هم پر لاس راغى او هغه د دوو مينو جدايي يا له يو بل زړه توروالى دى. په دې پېښه کې به هله د نوښت بڅري ووينو، چې مينه په بې مينۍ واوړي او هغه ترخه تجربه وشي، چې موږ يې توقع نه وه کړې. د پاولو کويلو د (کيمياګر) همدا خصوصيت زموږ د توقع مخه نيسي، ځکه دا پوښتنه خو پرځاى پرېږده، چې پلټونکى به خزانه ترلاسه کړي که نه، لومړۍ پوښتنه دا ده، چې خزانه شته هم که نه پلټونکى په سراب پسې روان دى. په دې ناول کې دواړه ډوله پېښې شته، چې موږ يوه اړخ ته هم کږېدو ته نه پرېږدي.
د وړاندوينې د مخنيوي بله لار دا ده، چې له کرکټرونو سره د سکه او ناسکه سلوک ونه شي، بلکې موازي پر مخ لار شي. موازي تګ په کرکټرونو کې د تقابل قوت پياوړى کوي، چې له دې سره کشمکش شديد کېږي. شديد کشمکش د رسا وړاندوينې د مخنيوي غوره لار ده.د (کيمياګر) د لوست پر وخت شديد کشمکش وينو. دا وړاندوينه راته سختېږي، چې د خزانې پلټونکى به خزانې ته ورسي که نه، ځکه دا اجازه وخت په وخټ د مقابلو پېښو د شدت له املهد پلټونکي د هوډ تزلزل نه راکوي. ښايي، پلټونکى د نامعلومې خزانې پر ځاى له دوکانداره سره پاتې شي، ځکه ښې پيسي پيدا کوي، ښايي د اوږدې صحرا سفر يې وخوري يا د قبايلو ترمنځ په جګړه کې مړ شي.
څومره چې کشمکش شديد کېږي، د وړاندوينې مخه هغومره ډب کېږي. که يو اړخ پياوړى کېږي، مقابل اړخ يې هغومره شديد تدابير نيسي.
تېره اوونۍ په افغان ادبي بهير کې جاويد اوربل خپله کيسه(نامعلوم غل) کره کتنې ته وړاندې کړې وه. د مجلې په دفتر کې غلا له يوې مڼې نه پيلېږي او بيا همداسي زياتېږي. رييس اړ دى، چې پر وړاندې يې تدابير ونيسي؛ خو غل تر رييس هم ځيرک دى او هر ځل تر تدابير رک روغ وځي. موږ د کيسې په اوږدو کې وخت پر وخت بېلابېلې وړاندوينې کوو، مثلا: غل د مجلې کوم کارکوونکى دى، ملازم دى، څوکيدار دى، له بهر نه څوک راځي. د داستان د هرې پېښې په خاتمه پوهېږو، چې په وړاندوينه کې تېر وتي يو. د داستان په منځ کې مو پخپله پر رييس شک شي؛ خو اوس له خپل شک او وړاندوينې هم ويرېږو، ځکه څو ځل مو ماتې خوړلې او د توقع پر خلاف پېښو سره مخ شوي يو. دا د دې داستان ښه والى دى، چې لوستونکى وړاندوينې ته نه پرېږدي.
دا د ښه داستان خصوصيت دى، چې د لوستونکي د رسا وړاندوينې مخه نيسي، يعنې دا فکر ورکوي، چې په عملي ژوند کې هم وړاندوينه ناسمه ثابتېداى شي؛ خو د کيسې پايله د کشمکش منطقي نتيجه وي. جاويد اوربل د شديد او کامياب کشمکش په ايجاد کې بريالى شوى و؛ خو دا کشمکش هله پر سراب واوښت چې موږ د کيسې له پايلې خبر شو. ليکوال د کيسې د کشمکش او پايلې ترمنځ منطقي تړاو نه و پيدا کړى، ځکه دا څنګه امکان لري، چې د دومره شديد کشمکش يواځنى علت دې هېرجنتيا وي. بيا کس دوه هم نه، تر رييسه پورې دې ټول دفتر په دې ناروغۍ اخته وي او بيا دې تر اخره ورته د چا پام نه شي.که د غلا شديد رواني اغېز د علت مخه نيسي، نو تر شا خو يې داستاني منطق وي.
کشمکش يواځې د دوو کسانو ترمنځ نه وي، ښايي يو کس له څو کسو سره يا يو کس يا څو کسان له ټولنې سره په کشمکش کې وي. ښايي دوه لوري يا دوه ځواکه له يو بل سره په کشمکش کې وي. دا هم شونې ده، چي يو کس له خپل ځان سره په کش و ګير يا کشمکش کې وي يا فرد له طبيعت سره يا ماوارالطبيعت سره ښکېل وي. د ساينس پرمختګ په کيسه کې د فرد او ماشين ترمنځ هم کشمکش پيدا کړ.
کشمکش په څلور ډوله څرګندېږي. عامه بڼه يې جسمي کشمکش دى. په حماسو او نکلونو کې وينو، چې دوه کسه يا دوه لوري د جګړې په ميدان کې مقابله کوي.
دويم ډول يې ذهني کشمکش دى، چې د کشمکش علت ذهني يا سلوکي وي، درېيم ډول يې عاطفي يا رواني دى او څلورم ډول يې اخلاقي دى، چې بنسټ يې پر ايډيالوژيک توپير ولاړ وي.
د ښه کشمکش خصوصيت داد دى، چې ښکېلې خواوې پکې د ځواک او ځيرکۍ له امله له يو بله کمې نه وي، ګام پر ګام شديد او پېچلى شي، جدي او مهم وي او لومړي حالت ته پکې د ګرځېدو امکان نه وي. د وروستي خصوصيت مطلب دا دى، چې وړاندوينه پکې اسانه نه وي.