تاند، شنبه، د اسد ۱۹مه: نن شنبه د عرفې په ورځ د کعبې شریفې غلاف یا پوښ په ځانګړو مراسمو کې بدل او نوی پوښ ور واغوستل شو.
هر کال د ذی الحجې د میاشتې په نهمه د کعبې غلاف نوی کېږي چې نن هم لومړی کعبه شریفه د ګلابو په اوبو پریمینځل شوه او بیا یې پوښ ور واغوست.
د کعبې شريفي پوښ ته، چي په عربي ژبه کي ” کسوة الکعبة “ ويل کيږي د سعودي عرب د مکې مکرمې ښار په ام الجـــود سیمې په يوه ستره کارخانه کي يې د تيارېدو چاري سرته رسېږي.
دا کارخانه په يوه کال کې يوازي دوه پوښونه د کعبې شريفي لپاره تياروي. يو پوښ، چي په عامه توگه ټولو خلکو ته ښکاري او پر باندني دېوال باندې اچول کيږي او دوهم شین پوښ دی چې د بيت الله پر دننه دېوال باندې اچول کيږي.
د کعبې شريفي پوښ د سعودي عرب د هر وخت واکمن له خوا د الله تعالى د کور لپاره هديه کيږي.
د پوښ پر باندنۍ برخه باندې يوه لوري ته د سرو زرو په حروفو دا جمله ليکل شوې وي چې: دا پوښ په مکه مکرمه کي په دې کال تيار شوی او د حرمينو شريفينو د خادم له خوا بيت الله شريف ته هديه شو .
د کعبې شريفي د پوښ رنگ :
د کعبې شريفي پوښ تور رنگ لري او د ورښمين تار له ټوکر څخه تېارېږي.
دا پوښ د لاسي پخوانيو وسايلو او نویو عصري ماشينونو په واسطه جوړېږي او په ډېره ښکلې توگه سره دا الفاظ (( يا الله )) او (( لا اله الا الله )) د ټوکر دنـنه ليکلى کيږي.
له ځينو روايتونو څخه معلومېږي، چي ځينو پخوانيو واکمنو به نوموړى پوښ له سور رنگه ورښمين ټوکر څخه جوړاوه او ځينو نورو واکمنو له سپين رنگه ورښمين ټوکر څخه جوړاوه، خو اوس دا ټوکر له تور اطلس څخه جوړېږي.
د کعبې شريفې غلاف
د کعبې شريفې د پوښ اوږدوالى ٤١ متره دی او په پورتنۍ يو پر دريمه حصه کي يې د پوښ د تړلو لپاره سوروره پټۍ ده، چي د هغې سور ٩٥ سانتي متره تقريباً يو گز دی او د سپينو زرو او سرو زرو په پالش د قرآن کريم آيتونه پرې ليکل شوي دي.
د کعبې شريفې په پوښ کې يوه برخه د برقعې په نوم پېژندل کيږي، چې د بيت الله شريفي پر دروازې اچول کيږي، چې له پاسه پرې په خورا ښکلي ترتيب او ليک سره قرآني آيتونه نقاشي شوي.
د يو اټکل له مخې د بيت الله شريف پر پوښ ټول مصارف نږدې له ٢٠ مليونو ريالو څخه اوړي چې شاوخوا شپږ میلیونه ډالر کېږي.