ژباړن: نورمحمد سعید
پریم چند د تېرې پېړۍ لومړیو کې د هندي لیکوالو د هغه لومړي کتار سړی دی، چې هندي او اردو ژبو لنډه کېسه یې په نوي عصري بڼه وړاندې کړه.د پریم چند په ټولو نژدې ۳۰۰ لنډو کېسو کې، چې په دواړو ژبو یې لیکلې د خپل عصر له انسان سره خواخوږي وینو. نوموړی په خورا هنري انداز د خپل عصر انسان، شته ستونزو ته متوجه کوي او حل ته یې هڅوي. د پریم چند له هغو څرګندونو، چې په یوه مرکه کې یې کړې، معلومیږي، چې د خپل وخت نړیوال ادب یې ښه په دقت لوستی. د ادب څرنګوالي په باب نوموړی خپله یوه لیکنه کې کاږي ( زموږ پر تله به هغه ادب کره وي، چې پکې فکر وي، د ازادۍ جذبه وي، د ښکلا جوهر وي، د تعمیر روح ولري، چې موږ کې خوځښت، زوږ او رڼا رابیدار کړي. )
د لته د دغه نوښتګر لیکوال، د یوې شاهکار لنډې کېسې ( کفن ) پښتو بڼه لولو ( ژباړن )
………………………………………………………………………..
کفن
د جونګړې مخې ته زوى او پلار دواړه د مړه اور ايرو ته پټه خوله ناست وو. په جونګړه کې دننه د زوى ځوانه ښځه بديا د اولاد زېږون له دردونكي مرحلې تېرېده، د درد له شدته لټ په لټ اوښته، كله نا كله به يي داسې چيغه له خولې ووته، چې د دواړو زړونه به خولې ته راغلۀ. د ژمي شپه وه هر لور ته چوپه چوپتيا خپره وه او ټول کلى په تياره کې ډوب و.
ګيسو زوى ته وويل: داسې نه ښکاري، چې ژوندۍ به پاتې شي، ته ورشه ويې ګوره، چې په څه حال كې ده!
زوى يي، مادو په غوسه ورغبرګه کړه: چې مري، نو ژر ولې نه مړه کېږي؟
– ته خو ډېر بې زړه سوي يې، چې ټول کال دې ورسره له ژونده خوند اخېست، له هغې سره دومره بيوپايي؟؟؟
– نو زه يي په داسې حال كې څنګه ووينم؟
د چمارانو ( ټیټ توکم ) کورنۍ وه او زوى پلار دواړه په ټول کلي کې بدنام وو. ګيسو به يوه ورځ کار کاوه، دوې درې ورځې به کرار په كور ناست و، زوى يي مادو له ده هم دوه ګامه مخکې و، دومره لټ، چې که يو ساعت به يې کار كاوه، نو دوه درې ساعته به يي په چلم څکولو تېروول. دغه وجه وه چې چا مزدورۍ ته هم نه بلل. د دوى په کور کې به كه د يوې ورځې لپاره هم خواړه و، نو دواړو د کار روزګار نه کولو لوړه کړې وه.
يوه ورځ، دوې، چې به يې بيا په لوږه تېرې کړې، ګېسو به له ونو څانګې ماتې کړې او مادو به په بازار کې خرڅې كړې، تر څو چې به يې جيبونه په هغو پېسو تاوده وو، يوه بله خوا به هسې ګرځېدل. له بلې لوږې سره په مخ کېدو به يې بيا لرګي خرڅ کړل او يا به يې کومه مزدوري لټوله.
د کرونده ګرو کلى و، د خواريکښ سړي لپاره پکې ډېر کارونه و، خو دوى دواړه زوى پلار به هغه وخت خلکو مزدورۍ ته بلل، چې له دوو سړو څخه به د يوه سړي کار اخېستو پرته بله هېڅ چاره نه وه.
که دواړه سادوګان واى، نو د نفس د تزكيې لپاره به يې چندان تكليف ته اړتيا نه وه، ځکه دايي يو فطري صفت و. ډېر عجيبه ژوند يې درلود، په کور کې يې له يو څو خاورينو لوښو پرته هېڅ هم نه وو، په يو څو ټوټو خېرنو ټوكرانو به يي تن پټ كړى و، له هر ډول فکر او اندېښنې ازاد وو. تر غاړې په پور كې ډوب، ښکنځل به يي هم اوريدل او وهل کېدل به هم، خو بيا يې هم غم نه کاوه، څېرې يي داسې عاجزې، چې د بېرته اخېستو به هېڅ تمه ورنه نه کيده، خو بيا هم خلکو پور ورکاوه.
د نخودو او يا کچالوګانو له کروندې به يي يو څو دانې راټولې كړې، په اور به يې پخې کړې او دخيټې اور به يې پرې وواژه. ګيسو په همدې زاهدانه انداز شپيته کاله ژوند تېر کړ او زوى يې هم همدغسې د ده په پله روان و، بلکې يو څو ګامه تر ده هم مخکې و.
دا مهال هم دواړه نغري ته ناست وو او هغه کچالو يې پخول، چې له يوې کروندې يي را اېستلي وو. د ګيسو ښځه خو ډېر پخوا مړه وه، خو مادو پروسږ کال واده کړى و. دغې ښځې له راتګ سره سم د دوى په کور کې هم ډېره موده وروسته د مدنيت بنسټ ايښى و، په ميچن چلولو او يا وښو ريبلو به يي يو نا يو ډول د يوه سير اوړو غم كاوه او د دوى دواړو بې غيرتو خيټې به يې پرې ډکولې.
د دې له راتګ سره سم دواړه يو څه نور هم لټان شول، بلکې يو څه کبرجن هم، که چا به د مزدورۍ لپاره غوښتل، نو په ډېر غرور به يي دوه چنده مزد غوښت. دغه ښځه له نن ګهيځه راهيسې د ماشوم د تولد له درده لټ په لټ اوښته او شايد دوى دواړه دې ته منتظر وو، چې مړه شي او دوى دواړه په ارام ويده شي.
ګيسو يو کچالو واخېست، پوست يي ورڅخه لرې كړ او زوى ته يي وويل: ته ورشه حالت يي وګوره، چې څنګه ده!
له مادو سره اندېښنه وه، که دننه جونګړې ته ننوځي، پلار به يي کچالو ټول وخوري، ويې ويل: زه هلته ډاريږم!
– د ډار څه خبره ده، خو زه دلته ناست يم که نه!
– خو بيا ته دننه ورشه !
– زما ښځه، چې مړه وه زه يي درې شپې ورځې سر ته ناست وم او بيا دا چې له ما به شرميږي که نه، ما يي تر اوسه پورې مخ نه دى ليدلى، نن به يي په داسې حالت کې څنګه ګورم، له ځانه به ناخبره يي، زما په ليدو به لاس پښې هم نه شي سم وهلاى.
– زه ډارېږم که کوم ماشوم وزيږيد، نو موږ خو په کور کې هېڅ هم نه لرو، نه تيل، نه ګوړه او نه داسې بل څه، څه به کوو؟
– هر څه به وشي، ته غم مه کوه زما نهه تنه ماشومان وزيږېدل هغه څوک، چې اوس يوه پېسه هم نه راکوي، هغه وخت به يې په ورين تندي راکړي، هر ځل همداسې کار وچليد.
دواړو تاوده کچالو له ايرو اخېستل او خوړل يي، له پرونه راهيسې يي هېڅ نه و خوړلي. دومره حوصله يي هم نه درلوده چې كچالو لږ ساړه شي، څو ځله د دواړو ژبې پرې وسوځېدې، له پوسته کېدو وروسته بۀ د کچالو باندينۍ برخه ډېره سړه معلوميده، خو خولې ته له اچولو وروسته به يي منځنۍ برخې ژبه، تالو او ستونى ټول وسوځول، دوى به په خوله کې د دغې سکروټې له ساتلو غوره بلله، چې ژر يي له ستوني تېر کړي، په خيټه كې يي بيا د سړولو لپاره ډېر څه وو، ځکه به دواړو ژر – ژر تېرول او ورسره به د دواړو له سترګو اوښکې بهېدې.
ګېسو ته د کلي د ټاكر ( خان ) د واده ورځ ور په زړه شوه، چې شل کاله مخکې پکې ده هم ګډون کړى و. په هغه مېلمستيا کې چې ده څومره پريمانه خواړه خوړلي وو، هغه يي د ژوند يوه نه هېرېدونکې خاطره وه او نن يي هم ياد تازه و، ويې ويل: هغه خواړه مې نه هېرېږي، له هغې ورځې راهيسې مې بيا دومره پریمانه او خواږه خواړه نه دي خوړلي. د نجلۍ پلارګنۍ څو ډوله خواړه پاخه کړي وو او ټولو تر هغې خوړل، چې وس يي کېده، دهغو خوړو خوند نه هېرېدونکى دى.
په هغه ورځ خلکو دومره وخوړه، دومره يي وخوړه، چې د اوبو څښلو لپاره هم د چا په خيټه کې ځاى پاتې نه شو، مخې ته پروت لوښى به لا تش نه و، چې نور خواړه به يي راته پکې واچول، د لاس په اشارې به مو منع كول، چې نور بـس دي، خو بيا به يي هم لوښي تر غاړو راته ډک کړل. له ډوډۍ وروسته يي په ټولو ( پان ) ووېشل، خو زه د پان ژوولو هم نه وم، مخامخ لاړم او په خپله شړۍ څملاستم، داسې سخي سړى و هغه ټاكر.
زوى يي له خبرو خوند اخېست ويې ويل: هى هى، اوس به هم داسې څوك سخي وي، چې موږ ته داسې خواړه راکړي؟
– اوس به څوک داسې خواړه خلکو ته څه ورکړي، هغه بله زمانه وه، اوس خو ټول د سپما په فکر کې دي، په واده کې يي سپموي، له مړي يي سپموي. كاش يو څوک ورنه و پوښتي، چې له خوارانو يي شوکوئ، نو څنګه به يي خوندي كوئ؟
بيا يي له پلاره وپوښتل.
– تا به نو يو شل پاستي خوړلي وي؟
– تر شل مې زيات خوړلي وو.
– ما خو به پنځوس خوړلي واى.
– له پنځوس نه کم، خو به ما هم نه وي خوړلي، هغه وخت ډېر په دم کې وم، ته خو مې نيمايي هم نه يې.
د کچالو له خوړلو وروسته دواړو اوبه وڅښلې او په هماغه ځاى کې په خپلو لنګونو کې پټ شول، پښې يي خېټو ته ټمبه کړې او داسې څملاستل لکه دوه تور ماران چې نغښتي پراته يي. د بديا ځيګروى اوس هم اورېدل کېده.
سهار مادو جونګړې ته ننوت، ښځه يې مړه شوې وه، په خوله يې مچان بونګيدل، سترګې يې خلاصې پاتې وې، ټول تن يې په خاورو لړلى و، ماشوم يې په ګېډه کې مړ شوى و.
مادو په منډه بېرته ګېسو ته ورغى او بيا دواړو په چيغو ژړا پيل کړه. خواو شا ګاونډيانو د زوى او پلار ژړا واوريده، په بيړه ورغلۀ او د دود له مخې يې له دواړو سره خواخوږي څرګنده كړه. خو د ژړا فرياد کولو لپاره هم ډېر وخت نه و پاتې، ځکه د مړي سوځولو لپاره د لرګو او کفن غم کول هم پاتې و، د دوى په کور کې خو د دې کار لپاره هم د يوې پېسې د موندلو درک داسې ورک و، لکه د ټپوس په ځاله کې غوښه.
دواړه زوی پلار د کلي زمیندار کره ورغلل. هغه د دواړو مخونه بد ایسېدل، څو ځلې یې، د غلا کولو له کبله، د وعده خلافۍ له کبله وهلي ټکولي وو، په غوسه يې وپوښتل: څه بلا در باندې شوې ګېسوګيه! ولې ژاړې؟ نن سبا نه معلوميږې، داسې ښکاري، نه غواړې دغه کلي کې واوسې.؟
ګېسو پر ځمکه سر کېښود، سترګې يې له اوښکو ډکې کړې، وې ويل: صيبه، په سخت مصيبت کې نښتي یو، د زوى ښځه مې بيګاه مړه شوه، ټوله ورځ وکړيده، تر نيمي شپې يې موږ دواړه سرته ناست وو، څه دارو درمل مو چې په وس پوره وو، ومو کړل، خو هغې دوکه کړو، رانه لاړه، اوس خو موږ ته يوه مړۍ راکولو والا هم څوک نشته، کور مو وران شو، صيبه ستا غلام يم، اوس له تا پرته داسې بل څوک هم نه شته، چې د هغې وروستي رسمونه ادا کړي، موږ چې څه درلودل هغه مو په دارو درملو ولګول، که تاسي راسره څه مرسته وکړئ، نو زموږ د مړي مراسم به ادا شي،ستاسې له وره پرته زموږ خوارانو د لاس نيوي بل ځاى هم نه شته.
د کلي ټاکر زړه سواند سړى و، خو له ګيسو سره مرسته کول توره کمپله رنګول و. په زړه کې ور تېره شوه ورته ووایي، چې ورک شه له دې ځايه، مړى دې په کور کېږده، چې خوړين شي، هسې خو په رابللو نه راځې، خو اوس د خپل غرض لپاره چاپلوسي کوې، حرام خوره بدمعاشه!
خو دا وخت نه د غوسې و او نه هم د غچ اخېستو، زړه نا زړه يې دوې روپى له جيبه راواېستې او د ګېسو لور ته يې داسې وغورځولې، چې ګواکي يو بار يې له اوږو کوز کړ. خو د خواخوږۍ لپاره يې سپوڼ هم له خولې ونه اېست.
له ټاکر نه د دوو روپو ترلاسه کولو وروسته ګيسو د هغه د نوم نغاره ډنګول ډېر ښه زده و او نور شتمن او سود خوارههم دومره زړه ور نه وو، چې انکار يې کړى واى، چا يوه انه، چا دوې انې ورکړې او شېبه پس له ګېسو سره پوره پنځه روپۍ جمع شوې، چې خورا ډېرې پېسې بلل کېدې، چا غله ورکړه او چا هم لرګي. ماسپښين مهال ګېسو او مادو په کفن پسې ښار ته روان شول او کليوالو يې د مړي سوځولو لپاره د لرګو ماتول پيل کړل.
کليوالې مېرمنې، چې زړونه يي هسې هم ډېر نري وو، راتلې او د مړي په بې وسۍ به له اوښکو تويولو وروسته بېرته تلې. بازار ته له رسېدو وروسته ګېسو زوى ته مخ ور واړاوه:
– د هغې د سوځلو لپاره خو لرګي ښه ډېر جمع شول … که نه مادو؟
– هو! لرګي خو ډېر دي، اوس يو کپن ( کفن ) پکار دى او بس!
– نو يو ارزان بيه کپن به واخلو که څنګه ؟
– هو! د مړي د وړلو تر وخته به تپه تياره شي، په توره شپه به څوک کپن ګوري.
– څومره ناوړه رواجونه دي، هغه چې په ټول ژوند يې خيرن خچن کالي اغوستي وي، له مړينې وروسته نوى کپن غواړي.
– هو که نه ! دغه نوى کپن بيا له مړي سره وسوځي، څه پاتې کېږي، خو نه.
– خاورې پاتې کېږي بس، که دغه پنځه روپۍ يې په ژوند ګوتو ته راغلې واى، يو څه دارو درمل به موورته پرې رانيولي واى.
خو دواړه ديوه بل د زړه په حال پوهيدل. په بازار کې يو بل لور ته وګرځېدل. کله به د ټوکرانو يوه دکان ته ودرېدل او کله بل ته. ډول ډول وريشمن او کتاني ټوکران يې وکتل، خو خوښ يې نه کړل، تر دې چې ماښام شو. دواړه له کستهاو يا په غلطۍ د يوې شرابخانې دروازې ته ورسيدل او ګواکې د يوه پلان له مخې ور وګرځېدل. يوه شيبه دواړه د شراب خانې په غولي زړه نا زړه ولاړ وو او بيا ګېسو ساقي ته وويل: صيبه يو بوتل موږ ته هم راکړه!
بوتل شراب راغلل او ورسره يو څه خواړه هم، لږ سره شوي کبان او له دې سره دواړه د شراب خانې په برنډه کې شرابو څښلو ته کښېناستل.
پرله پسې د یو څو پیالو له څښلو وروسته، نشه د دواړو سرونو ته وخته، ګیسو وویل: له کپن سره به څه شوي وای، خو سوځېده به، له نږور سره خو مې نه ته.
مادو اسمان ته وکتل:
– خلک ولې زرګونه روپۍ خاورې کوي، څوک یې ویني؟
– لوی خلک ډېرې روپۍ لرې، هر څه چې پرې کوي، موږ څه لرو، چې برباد یې کړو؟
– خو خلکو ته به څه ځواب ورکوې، خلک به پوښتنه نه کوي، چې کپن چېرې دی؟
ګیسو وخندل:
– ورته وبه وایو، چې روپۍ مو ملا پورې تړلې وې، وښوېدې، ډېرې مو ولټولې، و مو نه موندې، خلک به یې نه مني خو بیا به هم روپۍ راکوي.
مادو هم په داسې خوشبختۍ، چې تمه یې نه درلوده وخندل، ویې ویل:
– ډېره ښه وه، خوارکۍ! له مړینې وروسته یې هم په خیټه ماړه کړو.
بوتل له نیمايي زیات تش شوی و، ګیسو نورې پړۍ ( غوړ پاستي ) راوغوښتې، غوښه او ترکاري، سره شوې ینه او سره شوي کبان.
مادو په ځغاسته لاړ او له مخامخ دوکان نه یې ټول خواړه په یوه وار راوچلول. یوه نیمه روپۍ نوره خرڅه شوه، لږ پېسې پاتې شوې. دواړه داسې په برم کې ناست وو، تا به ویل په ځنګله کې، زمریان خپل ښکار وهي.
نه ورسره چا ته د ځواب ورکولو فکر و او ن�� هم د بدنامۍ ډار، د ضعف له دغو پړاوونو دواړه ډېر مخکې تېر شوي وو.
شیبه وروسته مادو سره اندېښنه پیدا شوه، ویې ویل:
– څنګه دادا، یوه ورځ خو به موږ هم مرو؟
ګیسو دغې ماشومانه پوښتنې ته ځواب ورنه کړ. مادو ته یې په ملامتونکي انداز وکتل، نه یې غوښتل، د نشې له دغه کیفه بې برخې شي.
– که یې هلته رانه پوښتنه وکړه، چې زما کپن چېرې دی، څه ځواب به ورکوو؟
– تاته څنګه معلومه شوه، چې کپن به و نه مومي، زه درته داسې احمق ښکارم! شپیته کلونه مې د اوښو په خوړولو تېر کړي؟ هغه به کپن مومي او له هغه به یې هم ښه مومي، چې ما او اتا ورکاوه.
مادو نه منله وايي:
– څوک به یې ورکوي؟ روپۍ خو ټولې تا وڅټلې.
د ګیسو غږ لوړ شو: زه وایم کپن به ومومي، ته منې ولې نه؟
– څوک به یې ورکړي، نو ولې نه راته وایې؟ هغه خو به له ما پوښتنه کوي، خو ما ناوې کړې وه.
– هغه خلک به یې ورکوي، چې دا ځلې یې راکړې، خو هغه پېسې به زموږ ګوتو نه راځي او که راغلې بیا به هم دلته ناست یو او همداسې به مزې پرې کوو او کپن به دریم ځلې هم ومومي.
د تیارې له زیاتېدو سره شراب خانه کې هم ګڼه ګوڼه ډېرېده. څوک د یار په غیږ کې پروت و، چا یوه بل ته جامونه ورکول، چاپیریال کې یو کیف و، هوا کې نشه وه. ډېر خو پکې خراب وو، ډېر بیا یوازې د ځان هېرولو خوند لیدو ته راتله، له شرابو زیات یې د دغه ځای له چاپیریاله خوند اخیست.
د ژوند غمونو دلته راوستل او شیبه دوې به ورنه هېر شول، چې ژوندي دي، مړه دي او که ژوندي په خاورو کې خښ دي.
دغو پلار او زوی هم په خوند سره غړوپونه کول، ټوله شرابیان یې په ننداره وو، ښايي فکر یې کاوه، څومره بختور دي دواړه، بشپړ بوتل ورته ایښی.
د ډوډۍ له خوړو وروسته مادو پاڅېد او پاتې خواړه یې یوه درویزګر ته ونیول، چې په وږیو سترګو يې د دوی لور ته کتل او په ژوند کې یې لومړی ځل د ورکړې له احساس او غروره خوند واخیست.
ګیسو وویل:
– یویې سه، ویې وخوره او دوعا کوه، د ډېرې سختې خوارۍ پېسې دي.
مادو بیا د خپلې ښځې ستاینه پیل کړه، دوعا یې ورته کولې او ګیسو هم پاڅېد:
– هو زویکه، ډېره ښه وه، له مړینې وروسته یې هم زموږ د ژوند تر ټولو لوی ارمان پوره کړ.
خو لږ وروسته دغه رنګ هم واوښت او د نشې له خاصیت سره سم د ژړا او ویر دور پیل شو، مادو وویل:
– خو دادا، خوارکۍ په ژوند کې ډېرې سړې تودې ولیدې، مړه هم شوه، نو له څومره درد ګاللو وروسته. پر سترګو يې لاس کېښود او په چیغو یې وژړل. ګیسو ورته نصیحت پیل کړ:
– مه ژاړه زوی مې، خوښحال شه، چې د ژوند له جنجالونو ووته، ډېره بختوره وه، چې ژر د ژوند له عذابه په امان کې شوه، او دې سره دواړو هلته په ولاړه سندره پیل کړه:
– ټګې ولې سترګې وهې، ټګې…
ټولې شراب خانې یې ننداره کوله او دواړو شرابیانو په داسې حال کې، چې له ځانه بې ځانه وو، سندره بلله. وروسته دواړو نڅا پيل کړه، ټوپونه یې ووهل، وغورځېدل، وپرځېدل او وروسته په هماغه ځای کې بې سده پریوتل.