اسټراليايي لوبډلمشر مايکل کلارک به د انګلستان پر وړاندې د روانو ټسټ لوبو لړۍ (د اشېز) په پای کې له ټسټ لوبو څخه تقاعد شي. کلارک دا خبرې د خالي ورځې تاريخي ماتې څخه وروسته رسنيو ته وکړې. کلارک د 2011 کال اپرېل مياشت کې د ريکي پونټنګ له تقاعد کېدو وروسته د هغه ځای ناستی شو.

کلارک داهم په ډاګه کړه چې له نوموړي وروسته به د هغه ځای ناستی سټيون سمېت وي.

کلارک زياته کړه: زه ډېر نېکبخته يم چې د اسټراليا لپاره مې له ۱۰۰ ډېرې ټسټ لوبې ترسره کړي دي.

اسټراليا چې دا مهال له انګلستان سره د ټسټ لوبو د اشېز تاريخي لړۍ (1-4) بايللې ده يوازې يوه بله لوبه هم لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال او سږکال مايکل کلارک په ټسټ لوبو کې تر ټولو کمزوری دريځ خپل کړی او کمې منډې يې جوړې کړي دي. ددې په څنګ کې کلارک بيا په دې توانېدلی چې اسټراليا د 2015 ز. کال کرکټ نړيوال جام اتلولۍ ته ورسوي.

د يادونې وړ ده چې دمګړۍ مايکل کلارک 34 کلن دی. تر اوسه پورې يې 114 ټسټ لوبې، 245 يو ورځنۍ لوبې او 34 شل اووريزې لوبې کړي دي. نوموړي په ټسټ لوبو کې 8628 منډې، په يو ورځنيو لوبو کې 7981 منډې او په شل اووريزو لوبو کې 488 منډې جوړې کړي دي. همداشان په ټسټ لوبو کې 28 سليزې او په يو ورځنيو لوبو کې 8 سليزې هم لري.

By Samoon

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *