د کلاسيک کلمه د لاتيني له کلاسيکوس (Classicus) څخه اخيستل شوي چې کلاسيکوس په لغت کې د (لومړۍ درجې)) د لومړۍ يا لوړې طبقې په مانا راځي، په ګړنه (اصطلاح) کې د کلاسيک کلمه د منل شوي، قبول شوي او هغو اثارو ته ويل کېږي، چې په ټولو تاريخي دورو کې د خپلو لوړو اوصافو او ممتازو وجوهاتو له کبله د هر چا له خوا قبول او د ستاينې وړ ګرځېدلى، ورته کلاسيک وايي.
کله بيا د لرغوني يونان او روم ادبيات هم د کلاسيک په نوم يادېږي، چې په خپله د کلاسيسيزم ادبي مکتب هلته پيدا او هلته يې وده وکړه.
په حقيقت کې د کلاسيک هنر هماغه د لرغوني يونان او روم هنر دى، چې بيا نورو له هغې څخه په پېروي، د نورو ادبي ښوونځيو بنسټ کېښود. لرغونې يونان او روم د ادبي اصولو او قواعدو په پير وي او تقليد کې خپل اثار وليکل، کلاسيسټ تر هرڅه دمخه د طبيعت تقليد او پېښې کوي.
د کلاسيک ليکوال په نظر هغه څه چې موږ له طبيعت څخه د هنر له پاره را اخلو بايد ښکلې بې زيانه وي. د دې موخې تر لاسه کولو په خاطر بايد لرغونې اثارو ته مراجعه وکړو، له هغو څخه تقليد او پيروي وکړو، ترڅو ښه او مناسب اثار ايجاد کړو، ځکه چې ښه اثار تل ژوندي پاتې کېږي او نور بيا ژر هېرېږي او له منځه ځي، يوازې ښه او ځينې ادبي شهکارونه تل تازه او له نورو پېړيو او نسلونو سره ژوندې پاتې کېږي.
په کلاسيکه شاعري کې د عقل اصالت يو مهم حقيقت ګڼل کېږي، هرڅه په کې په عقل او منطق بناء وي. تخيل په کې محدود، منظم او مرتب وي.
کلاسيک ليکوال هغه څه وايي او تقليد يې کوي چې د عقل سره سم وي.
(بوالو) وايي: که غواړئ چې اثر مو ارزښت ولري؛ نو له عقل سره مينه ولرئ. د اثر د ښکلا او ارزښت په خاطر له عقل څخه کار واخلئ، بيا په کلاسيزم کې هېڅ کله احساسات، تخيل او هيجان پر عقل او منطق غلبه نه کوي. عقل او استدلال تل خيالات او احساساتو ته لارښونه کوي. د دې مکتب پيروان ځکه عقل ته ارزښت ورکوي، چې انسان ته يې پر نورو حيواناتو لوړتيا او امتياز ورکړى دى.
په لنډه توګه ويلى شو، کلاسيک هنري ادبي اثر به په يو ټاکلي ځاى، ټاکلي وخت او يو ټاکلي موضوع باندې د کلاسيزم د ادبي مکتب له پرنسيپونو څخه پيروي کوله. (۷)
روهي په ادبي څېړنو کې وايي: (کلاسيک په مفرد شکل معمولاً هغه ادبي ژانر ته ويل کېږي چې په ټولو تاريخي دورو کې د خپلو عالي اوصافو او ممتازم وجوهاتو له امله د هر چا له خوا ستايل شوي وي يا په ساده ژبه کله چې کلاسيک ليکوال او کلاسيک هنر وويل شي له هغې څخه داسې ليکونکى او هنر مقصود وي، چې ټول طبقات يې په هر وخت او هر ځاى کې ستاينه او نمانځنه کوي، نو په دې صورت کې د کلاسيک کلمه د ټولو مختلفو تاريخي دورو پر ټولو سترو ليکوالانو او هنرمندانو باندې اطلاق کېداى شي، که څه هم چې دغه ليکوال او هنرمند نه يوازې دا چې په کلاسيک ښوونځي کې شامل نه وي، بلکې د هغې مخالفت يې هم کړى وي،لکه ويکتور هوګو، يا لامارتين، چې د رومانتيزم کلک طرفداران دي، همدارنګه د پښتو پاخه او مشهور شاعران لکه: خوشحال خان، رحمان بابا او حميد کلاسيک شاعران ګڼلى شو.
موږ د پښتو ادبياتو درې ادبي دورې لرو، چې عبارت دي: پخوانۍ يا لرغونې دوره (١٣٩-۹۵۰هـ ق) منځنۍ دوره (۹۵۰-؟هـ) اوسنۍ يا معاصره دوره (؟- تر اوسه پورې) په دې درېيو دورو کې موږ ډېر شاعران درلودل او لرو يې، خو کلاسيک شاعر يوازې په دې شاعرانو کې هغه ته ويلى شو، چې په ټولو تاريخي دورو کې د هغه شاعري د خپلو عالي اوصافو او ممتازو وجوهاتو له امله د هر چا له خوا ستايل شوي وي، يا په دې دورو کې هغه چاته کلاسيک شاعر ويلى شو، چې د دې شاعري د لومړۍ درجې شاعري وي او په هر وخت کې ژوندۍ شاعري وي.
زموږ په ټولنه کې داسې نظم ليکونکي شته، چې کله نظم وليکي، د څه مودې لپاره هغه خلک خوښوي، خو د وخت په تېرېدو د خلکو له ذهنونو نه د هغه شاعري له منځه ځي؛ خو داسې شاعران هم لرو چې د هغوى شاعري هر وخت د ټولنې په اصلاح کې مهم رول اجراء کولاى شي؛ نو بيا دې ته کلاسيک شاعر ويلى شو، د پښتو ژبې کلاسيک شاعران ډېر دي خو د يو څو تنو يادونه ضروري بولم.
خوشحال خان، رحمان بابا، حميد مومند، کاظم خان شيدا، ګل پاچا الفت او نور په اوسني وخت کې کلاسيک ادبيات په دې لاندې معناګانو استعمالېږي:
١. هغه ادبيات چې زړښت نه لري، په هر وخت او هر ځاى کې ستايل کېږي.
٢. د لرغوني يونان او روم ادبيات.
٣. هغه اثار چې په کلاس (ټولګي) کې تدريس کېږي.
٤. پخواني ادبيات چې معاصر نه وي.
٥.د لرغونې يونان او روم د ادبياتو په پېروۍ ليکل شوي ادبيات. (۶)
په ځينو کتابونو کې منځنۍ دوره (خوشحال، رحمان او حميد ادبي مکتبونو) ته د کلاسيک ادبي دور نوم ورکړل شوى دى. د ا چې خوشحال خان خټک د ادب او سياست د ميدان اتل دى، نو د ده ادبي زېږونې هم لوړ او د پښتو ادب په ادبي ډولونو کې ځانګړى مقام او ځاى لري.
په لنډه توګه وايم چې په دې بهير کې پښتو نظم د جولې او منځپانګې له پلوه زياته وده او پرمختيا کړې ده، د دې مهال په ادبي زېږونو کې ډول- ډول ادبي ژانرونه رازېږېدلي دي چې بېلابېلې سکالو وې په کې راغلي او څرګندې شوې دي د دې پير ادبي زېږندويانو په لوړه شاعرانه ژبه او تخيل ادبي صنايع په خوږه او روانه ژبه په خپلو اثارو کې راوړي دي. له دې امله په دې پير او مهال کې خوشحال خان خټک، رحمان بابا او حميد مومند د خپلو ادبي زېږونو د څرنګوالي او لوړتيا له کبله د ادب پوهانو او ادبي کره کتونکيو له خوا په کلاسيک شاعرانو نومول شوي دي، ځکه خو دې پېر ته کلاسيک او د دې دورې ځينو شاعرانو ته کلاسيک شاعران او د دې پېر ادبي نوښتونو ته کلاسيک ادبي زېږونې وايو. (۲)
په کلاسيک کې ټولې هغه غوره ادبي زېږونې او بېلګې را اخلي چې د يوه هېواد ملي پانګه بلل کېږي. د کلاسيکې شاعرۍ په اړه بحث په همدې ځاى ختموو،اوس د کلاسيکو شاعرانو د شعرونو څو نمونې دلته راوړو. عبدالرحمن پژواک ليکي: ( هر شاعر لره ځانته يو جهان دى چې يوازې دى يې جهانيان دي، شعر راز دى، په راز باندې خبرې کول په زړه باندې تجاوز او په روح باندې تېرى دى.)
رښتيا چې په کلاسيک شاعرانو کې هر يوه ځانته يوه لاره درلوده او هر يوه د ځان لپاره جدا طرز او طريقه درلوده.
په دې برخه کې د کلاسيکو شاعرانو د شعر څو نمونې د مثال په ډول وړاندې کوو.
د خوشحال خان خټک وايي:
صورتګر چې ښه صورت په دېوال ساز کا
کل عالم يې په صفت زبان دراز کا
د هغه نقاش په صنع نظر نه کا
چې له څه څاڅکي نه دا نقش و طراز کا
سترګې، وروځې، پوزه نور کېږدي په مخ کې
غاښ و شونډې ژبه خوله سره پرداز کا
يو سر بل سر په سر جوړ کا دوه غوږونه
چې په دواړو اورېدنه د آواز کا
بند په بند د لاسو ګوتې وبله کېږدي
سر تر پايه يو صورت سره يو راز کا
که څوک زر کتابه وکښي له دې بابه
که په کښل شي زر به نور پسې آغاز کا
هر وېښته چې په صورت باندې ليده شي
که پرې ځېر شي د شناخت ور به درته واز کا
خاص بنده د خداى هغه ګڼه خوشحاله!
چې د ځان په معرفت يې سرفراز کا
***
ته چې هسې په غوغا درومې سيلابه
ولې هسې په ساعت کې شې بې ابه
افرين دې په همت د لوى درياب شي
چې په هېچېرې يې چار نه ده کريابه
د طوطي ژبه استاد غواړي د نطق
ګنه دا به لا بدتر وه له غرابه
چې په مخې دې نابود شي واړه ستوري
د اسمان په ستورو وخېژه افتابه
چې لمبې ورباندې بلې کا ايرې شي
د ژوندون هنر به نه ځي له سيمابه
له ياقوته دې هاله سيالي شبه کا
که د اور په تاو کې دانه شي بې ابه
چې مرغونه وزر بيا مومي الوزي
هېڅ مقصود ترسره نه ځي بې اسبابه
په ځوانۍ کې اوده و په زړوالي
د خوشحال سترګې بيدارې شوې له خوابه
(۴)
د خوشحال خان بابا په پورتنيو دوو شعرونو باندې بسنه کوو، خو د دې ټول اشعار بېلابېل سياسي، اجتماعي، عرفاني، حماسي، انتقادي، فلسفي، اخلاقي او عشقي فکرونه او سوژې يې په کې د لوړ شعري تخيل او نورو ښکلاييزو ادبي ارزښتونو سره يو ځاى په کې راوړي دي.
خوشحال خان د پښتو شعر او ادب د منځنۍ دورې د دويم پړاو تر ټولو لوى او نامتو شاعر دى، ده د پښتو ادب په دواړو برخو کې (شعر او نثر) کې د نوي سبک او مکتب د بنسټ ډبره ايښې ده. په شعر کې يې د تخيل، تمثيل او شعريت د پيدا کېدو په موخه د ادبي فنونو له مختلفو بڼو څخه کار اخيستى د ده په شعرونو کې تر بل هر شاعر شعري ژانرونه او فکرونه زيات کارېدلي او ځلېدلي دي. نو د ده ټوله شاعري کلاسيکه شاعري ده او په خپله کلاسيک شاعر دى.
رحمان بابا وايي:
عاشقي مې په زړه وکړلو ګذر بيا
بېلتانه مې لنبې بلې کړې په سر بيا
که دفتر د خپل قسمت مې په خپل لاس وي
ما به ستا له غمه وران کړ دا دفتر بيا
ما لا نوم د عاشقي اخيستى نه و
جدايي دې راته جمع کړ لښکر بيا
پس له مرګه به يې بيا له تا قربان کړم
که صورت مې خداى پيدا کړ په محشر بيا
د هجران محنت مې واړه له زړه هير شه
چې مې وليده په سترګو ستا بشر بيا
چې اسمان يې مخ پټ کړى په سحاب و
خداى وماوته ښکاره کړ هغه لمر بيا
چې رقيب راته تړلى په زنځير و
خپل حبيب راباندې پرانيست هغه ور بيا
په يوه نظر يې زړه راڅخه يووړ
خداى دې خير کړي چې لا وکړي بل نظر بيا
په وصال يې منت بار اوسه رحمانه
په صدف کې دخل نشته د ګوهر بيا
***
دل و دين مې په هغې ترک کړ فدا
لا يې نه حسابوي د ځان بها
د ښايست صفت يې څو کوم حيران يم
په هېڅ شان يې مونده نه شي انتها
د صورت له عيبه هسې پاکيزه دى
لکه ذ ات د وېښته نه شته دى په ها
که يې مخ په زلفو پټ وي باک يې نشته
تل په ګنج باندې پراته وي اژدها
لکه لمر هسې جلوه کا په شفق کې
چې په سر کاندې او رڼۍ د سوها
نه پوهېږم چې په کومه لاره درومم
چپ و راست مې رقيبان دې هره خوا
خداى دې هسې تنها نه کا څوک په غم کې
لکه زه د يار په غم کې يم تنها
همېشه د بېلتانه له غمه لولم
زه رحمان نعوذبالله منها
***
غواصان که ګوهر غواړي ګوهر دا دى
بيدلان که دلبر غواړي دلبر دا دى
زما يار غوندې به بل يو دلبر نه وي
د جمله وو دلبرانو سرور دا دى
خوند د لبو او د چاه زنخدان يې
راشه وګوره زمزم دا دى کوثر دا دى
چې يې وصل او هجران وته نظر کړم
زه ګمان کړم جنت دا دى سقر دادى
ته خطبه په منبر څه لولې خطيبه
قدم کېږده په ځان باندې منبر دا دى
د کعبې سفر اسان دى مردهاله يې
که له ځانه سفر وکړې سفر دادى
هر منعم چې د لجويې د قلندر کا
هغه نه دى قلندر، قلندر دا دى
چې توانګر د قناعت په خزانه شي
بل توانګر په جهان نشته توانګر دا دى
دا هنر نه دى چې خاورې څوک سره زر کا
چې زر خاورې کا رحمانه هنر دا دى
(۵)
رحمان بابا شاعري هم کلاسيکه شاعري ده، چې بېلابېل تصوفي، اخلاقي، اجتماعي او عشقي افکار د لوړ تخيلي قوت په ملګرتيا ځلول شوي دي. په دغو ټولو شعرونو کې فکر او وينا ډېره په زړه پورې او د پام وړ ده او د دغه هدف او موخې په غرض لکه څنګه چې مو ولېدل يو شمېر لفظي او معنوي بديعي ښکلاوې هم کارولې دي.
عبدالحيمد مومند وايي:
چې باله شي کروفر د دنيا هېڅ
هېڅ سړى به کاندي فخر په دا هېڅ
د نابودې دنيا بود برق و برېښنا ده
نه شي زيرمه د برېښنا په رڼا هېڅ
د دنيا هوا هوس د خوب ليده دي
چې خوب وړى شي راوېښ نه وي بيا هېڅ
هر سړى درومي تريخ خلق له دې جهانه
خوږه کړې يې خوانه ده د چا هېڅ
که هرڅو يې جنګ جدل په دنيا وکړ
ځينې يو نه وړه سکندر او دارا هېڅ
چې يې څوک په ټکي پوه وي هغه نه کا
په بازار د دهر سودو سودا هېڅ
چې ساتلى نه شي پت د اشنايي
اشنايي ده د دنيا د اشنا هېڅ
دا نيمګړې هېچا نه ده پوره کړې
تر برېښنا يې زياته نه ده بقا هېڅ
چې پروا په دنيا نه لري حميده!
هغه نه لري د خلکو پروا هېڅ
***
چې سړى له سړي کا د دنيا طمع
سړيتوب به يې سپيتوب شي په دا طمع
د هغو د حيا پښه مدام ښويېږي
چې يې واخيسته د نس په هوا طمع
د دانې په طمع بند ازار مرغه شي
زر به ستا په ځان بلا شي دا ستا طمع
له هغو ترخه ويل شي د حق پاتې
چې يې خوله کاندي خوږه د حلوا طمع
زر يې رنګ د اشنايۍ سره وران شي
چې پيدا شي د اشنا له اشنا طمع
د اوبو څاڅکى يې دُر شي په سينه کې
خو چې پرې کاندي صدف له دريا طمع
د شاهي د ګدايي تفاوت ورک شي
چې پوره نه کا بادشاه د ګدا طمع
هېخ علاج يې د دنيا په حکمت نه شي
چې يې سازه په وجود کړي بلا طمع
پردي پرېږده که په طمع پلار و مور وي
د هېچا و چاته مه شه پيدا طمع
له دغې طمعې طاعون ښه دى حميده
چې کوي د نفس د پاره له چا طمع
(۳)
د حميد په اشعارو کې کم او زيات سياسي، اجتماعي، اخلاقي، عرفاني او انتقادي افکار او موضوعات راغلي دي، خو عشقي او مينه ييز خيالونه او فکرونه په کې خورا زيات راغلي دي. له دې ترڅنګ د ده په شعر کې تخيل، هنري قوت او شعريت په ډېره لوړه کچه ځاى شوى دى. ځکه يې مينه وال، لوستونکي او اورېدونکي ډېر دي. د ده يو نوښت همدغه و، چې په پښتو شعر کې يې د هنري سبک بنسټ کېښود.
د ده په شعر کې شاعرانه وړتيا او اوچت علمي او فرهنګي قابليت له ورايه څرګندېږي. ځکه خو ورته د وخت اديبانو او شاعرانو د (موشګاف) لقب ورکړى دى. چې اصلي مانا يې وېښته سوري کوونکى او لازمي مانا يې ځيرک، تيزبين، باريکبين او کنجکاو ده.
دده په شاعرۍ کې د هر نوي فکر، خيال او الهام د تصوير، تمثيل او انځور لپاره يې مناسب لغات او ترکيبونه کارولي دي، لنډه دا چې د لوړې قريحې کلاسيک شاعر دى.
ګل پاچا الفت وايي:
د زړه مضمون
اندېښنې مې چې په زړه کې لکه لال په جګرخون شي
پس له ډېرو زړه چاودنو د رنګين شعر مضمون شي
زړه ته نور څه پاتې نه دي ټول په شعر اوبه شوي
د شاعر زړګى چې شين شي د ادب ګلان زرغون شي
هنر غواړي زړه چاودنه او د زړه په وينو پايي
د غوټۍ د زړه مضمون خو د لوستو په زړه چاودن شي
طوفانونه دي پټ شوي د قلم هره قطره کې
د اشعارو بحر ګوره سترګورو ته جيحون شي
شخصيت ورو- ورو لويېږي خلک ډېر وروسته پوهېږي
دا د نن ورځې شاعر به پس له مرګه افلاطون شي
***
زندان
لاړم دارالمجانين ته
هلته وو څو لېوني
غږېدل به ډېر بې قيده
ژبې نه وې په فرمان
ازادي وه د بيان
په خبرو بنديز نه و
نه و ډار د څارنوال
د خطر احساس هېڅ نه و
بې پروا وو ناطقان
ناخبره له اين و آن
کېدې رنګ په رنګ خبرې
بې ادابو بې تربيته
هر سړى هلته مصئون و
له قانونه په امان
له هر قيده ګرېزان
دروازې که وې تړلې
زنځير پيچ وو لېوني
په نامه شفاخانه وه
هېچا نه باله زندان
بدل شوى و عنوان
چې په سر شومه بيا لاړم
د محبس تورو کوټو ته
هوښياران لا په عذاب وو
ترينه ښه وو لېونيان
دا د عقل دښمنان
په پښو کې زولنې وې
په لاسو کې اټکرۍ
هوا حبسه رڼا نه وه
ژوندون ډېر و هر اسان
په بدحال کې وو بنديان
مګر ژبه بنده نه وه
وينا ډېره وه ازاده
لوڅ اوبو نه نه وېرېږي
نه له بند څخه بنديان
نه له اوره پتنګان
چې راووتم د باندې
تګ راتګ هر لور ازاد و
هر هر څوک په خپله خوښه
غلامي ته وو روان
د يوه بل بنده ګان
ازادي د فکر نه وه
ژبه بنده وه له ډاره
په احتياط احتياط محبس کې
غږېدل به وزيران
وايه چېرته و زندان؟
په کوم ځاى کې وو بنديان؟
***
څه ګورم
ګورم جهان کې څوک کعبه ځينې بتان جوړوي
غلطه پوهه له سړي ځينې شيطان جوړوي
د سړو کار دى چې د خپل وطن کارونه جوړ کړي
جونې او پېغلې سينګارونه کوي ځان جوړوي
تهذيب ضرور دى نظافت او ښه لباس دى په کار
فيشن که زيات شي له ځلمو بازينګران جوړوي
د ودانۍ اميد له هر چانه کېدلاى نه شي
له خاورو ګټو ښه کورونه معماران جوړوي
چې انساني رڼا پيدا شي په مغزو کې د چا
هغه کوښښ کړي په عالم کې انسانان جوړوي
ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ
واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
(۱)
الفت صاحب د ګران هېواد مشهور شاعر، ليکوال، پوه، ژورناليست او اجتماعي شخصيت و، دې د شعر او نثر په برخه کې د معاصر سبک د ايجاد لپاره ډېرې هلې ځلې کړي دي. هغه په پښتو شعر او نثر کې ځانته خوږ، خوندور، عام فهم او د هنري سبک خاوند دى. د هغه نظم او نثر شعر دى. د الفت صاحب ليکنې هنري ښايست لري. استدلال، انتقاد او طنزيه برخې هم لري.
استاد الفت چې کله څه ليکي، نو د فطرت ډېر نازک او واړه دقايق ويني او څرګندوي يې، د انسان د ټولنيز ژوند ډېرې ښېګڼې په داسې ژبه بيانوي چې ويونکى د ده استدلال په ښه ډول قانع کوي، د ده په شعر او نثر کې کوم فلسفي يا تاريخي استدلال نه شته، مګر د فطرت له هره ګوټه داسې دلايل راوباسي چې تر هر رنګه منطقي استدلال ښه او ټينګ وي.
ښاغلى عبدالرووف بېنوا وايي: (الفت يو ماهر او سترګور هنرمند دى، چې د ده په هنر کې دا درې غتې ښېګڼې وينم (جمال، برهان او انتقاد). الفت صاحب کلاسيک شاعر و، ادبي ټوټې (نثرونه) يې (منثور شعر) بللى شو، په معاصرې دورې کې نور کلاسيک شاعران هم لرو، خو د موضوع د لنډون لپاره په همدې شاعرانو بسنه کوو.