“Classic ”

د کلاسيک ادب، کلاسيک شاعر، کلاسيکواثارو… او پښتو ادب کلاسيکې دروې اصطلاحات به مو ډېر ځله اورېدلې او لوستلي وي، خو په اړه يې د لا زياتې پوهې تر لاسه کولو لپاره اړينه ده چې د ادب مينه وال د کلاسيک کلمې له مانا، مفهوم او رېښې سره لا زياته اشنايي ولري.

د کلاسيک له کلمې سره زموږ ذهن تېرې زمانې ته ستنېږي، د يوه داسې زاړه او لرغوني ادب په اړه فکر کوو چې په اوس وخت کې هم د بېلګې په توګه د يادولو وړ وي.

کلاسيک او کلاسيزم د لاتيني ژبې له (Classicus) کلمې اخيستل شوى صفت دى چې د بېلګې، ډول او عالي مانا لري، لغوي مانا يې زړه، عالي او اوچتو ادبيات هم راغلې ده.

ګل رحمان رحماني
ګل رحمان رحماني

د کلاسيوس او کلاسيک لايتني رېښه په انګليسي قاموسونو کې د روم د عالي پوړ خلکو ته ويل کېدل، خو نن بيا هغه څه ته ويل کېږي چې د نورو لپاره الګو، معيار، تله او په خپله بڼه کې ټولو( عامو) ته د منلو وړ وي.

په ادبي قاموسونو کې يې ددې کلمې په اړه ليکلي. هغه څه چې معمول، دود او نوي نه وي.هره ليکنه او هنري اثر چې د لرغوني معمول اصولو سره سم ليکل شوى وى.

ځانګړي ادبي مکتب چې د فرانسې له اولسمې پېړۍ وړاندې ټول ادبي مکتبونه رانغاړي او د لرغوني يونان او روم له ادبياتو په کې تقليد شوى دى.

د کلاسيک بله مانا لومړۍ درجه ده. په ادبي اصطلاح کې هغه اثر ته وايي چې د يوې بشپړې بېلګې په توګه ټولو ته د منلو وړ وي، کله چې د کلاسيک شاعر او کلاسيک هنر خبره کېږي، نو موخه ترې هغه شاعران او هنرونه دي چې په ټولو دورو کې ستايل شوي او د نمونې په توګه پېژندل شوي وي.

د کلاسيک په اړه بله اخيستنه داده: هر هغه ادب چې اوسني ادب(معاصر) ته زړو وي، کلاسيک ادب ورته ويل کېږي. لکه د پښتو ادب د تاريخ دويمه دوره چې منځنۍ (متوسطه)دوره هم ورته ويل شوې، د لسمې هجري پېړۍ له اواسطو پيل او د څوارلسمې هجري پيړۍ ترلومړيو دوو درېيو لسيزو پورې رارسيږي .

د کلاسيک ادب ژبه کې د کلماتو په کارونه کې له ډېر دقت نه کار اخيستل شوى، په مضمون کې بې مفهومه، نا اشنا او تت کلمات نه دي کارول شوي او هڅه شوې چې مطلب مخامخ او په لنډ ډول وړاندې شي.

د کلاسيک کلمه په همدې مانا د رنسانس د پيل له لومړيو وختونو سره د روميانو له خوا کارول شوې او د ښار هغه ځانګړو خلکو ته بې کلاسيک ويل چې ګټه به يې له ټاکلې اندازې نه کمه وه.

هغه ادبيان چې ددې ځانګړتياوو لرونکي وو، کلاسيزم مکتب يې رامنځته کړى. دوى په ادبياتو او هنر کې دودپال وو، په ځانګړي ډول د روم او يونان له ليکوالو يې پيروي کوله.

د دوى له نظره د شاعر او ليکوال اصلي هنر دادى چې د پخوانيو اصول او قواعد په خپل اثر کې په بشپړ ډول رعايت کړي، څو اثر يې ښکلا او نوم پيدا کړي.

خو له عامې کارونې ادبياتو ته ددې کلمې وړل په لومړي ځل د دويمې پېړۍ لاتيني ليکوال اليس جيليس لخوا تر سره شوي او هغو ليکوالو ته يې ويل چې دوخت معاصرو ته به يې ځانګړى اهميت به يې درلود، د يادونې وړ وو او د پنځونې کچه به يې له عامو خلکو لوړه وه.

سانټ بيو د کلاسيک کلمې په اړه ويلي چې دا کلمه د هغو پخوانيو ليکوالو لپاره کارېږي چې زياته ستاينه يې شوي وي، ټولمنلى وى او هر څوک يې له ستاينې سره موافق وي.

د لیکوال نورې لیکنې

One thought on “کلاسيک/ ګل رحمن رحماني”
  1. رحماني صيب! ستاسو حېړنيزې ليکنې لولم او ډېر ښايسته موضوعات مو څېړلي دي، هروخت ستاسو ليکنو ته مو د مطالعې ځانګړی وخت ورکړی دی.
    الله تعالی مو د تاند په څېر تاند لره، چې تل د همدغه سايټ له برکته ستاسو او نورو ليکوالو ليکنې په اسانۍ سره لوستلی شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *