د ډاکتر صاحب مرکه مې پخپلو غوږو اورېده – مانا کومه خپرونه کې مې نه ده لوستې چې هسکه ټېټه او له سیاق او سباق پرته یې را اخیستې وي…

ښاغلی سپنتا له مودو د ارګ سترګې، غوږونه او ژبه ګرځیدلې – ویاند نه دی خو وینا یې له ویاندانو پاموړ او ټاکونکې را وځي… مانا ارګ هېواد او نړۍ ته د ښاغلي سپنتا په سترګو ګوري – له افغان او جهان د سپنتا په غوږو اوري او دده په ژبه ګړېږي، ځکه خو د ارګ ژبه ډېری د کلا پر ځای بلا را ختلې…

ښاغلي سپنتا له آزادۍ راډیو سره اوږده مرکه کې له متحده ایالاتو سره د اړیکو په اړه ویل: امریکا، طالبان او القاعده جلا ګوري، تمرکز یې د القاعده ځپلو ته را ګرځولی، په داسې حال کې چې اصلي دښمن طالبان او پاکستان دی… امریکا باید پر پاکستان فشار را وړي چې طالبان د سولې عالي شورا سره خبرو ته را مات کړي.

له ښاغلي سپنتا لکه خپله خبره هېره وه، چې د پارلمان پر وړاندې یې د سولې عالي شورا ناکامه بللې وه، په دې ټکو چې دغه شورا د خپل جوړښت له وخته تر اوسه کوم پرمختګ او لاس ته راوړنه، نه ده لرلې – هغه وه چې دده لخوا عاطله باطله اعلان شوه.

د حافظې دومره کمزورۍ ته به سړی څه ووایي – فارسي کې یې خبره څو ټکو کې را ټوله کړې چې « دروغګو حافظه ندارد!» خو زبدة الحکما فاضل الطب والجراحات حکیم مظفر حسین پخپلو ملفوظاتو کې ددې ستر لامل د ځوانۍ د وختونو بې احتیاطي ښودلې، خصیته الثعلب، یطرفل کبیر، جوارح جالینوس، معجون اسطخودوس یې کافي او شافي علاج بللی…

پر پاکستان د فشار خبره پر ځای، خو د امریکا لخوا د القاعده او طالبانو جلا کتلو ته ګوتنیونه څومره منطقي ګڼلای شي…؟

تر اوسه په دې ټینګار کېده چې امریکا یا په بله وینا نړیواله ټولنه طالبان له القاعده جلا وګوري او طالبان ځانونه له القاعده بېل ثابت کړي – اوس که امریکا طالبان له القاعده جلا ګڼي او طالبانو له القاعده سره شلولې وي له دې بله ښه پرمختیا څه کېدای شي…؟

سړی نپوهېږي ښاغلی سپنتا پر دغسې جدایي څرنګه خپل خاطر دروند ګڼي – لکه دی د وصل لپاره راغلی وي نه د فصل.

خو عذاب له دغه وصل را لټېدلی چې افغان طالبان له دغه وصال وړاندې مرحوم استاد رباني د نجات پرښتې او خود جوشه حرکت باله – نژدې وه حامد کرزی یې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ټاکل شوی وای…

دا چې ښاغلي ته د القاعده په پرتله اصلي ګواښ طالبان ښکاري دده خپل دریځ دی که د ارګ موقف، خو افغانان او نړۍ اصلي ګواښ القاعده پېژني – که اصلي ګواښ طالبان وای مرحوم احمد شاه مسعود به يې مخې ته میدان ښار ته نه وای ورغلی چې آمر صاحب له هرې خطا او تېروتنې مصئون او معصوم دی.

د ښاغلي سپنتا په وینا له امریکا سره به ارګ تر هغې خبرې پېل نکړي چې طالبان د سولې عالي شورا سره خبرې نه وي پېل کړي – له هغه شورا سره چې څو ورځې وړاندې ښاغلي سپنتا پخپله خوله عاطله او باطله اعلان کړې وه.

د امنیتي تړون پر سر له امریکا سره د خبرو پیلېدا د طالبانو لخوا د سولې عالي شورا سره تر خبرو تړل، ده کجا، درختا کجا خبره ده- لکه طالبان چې له ارګ، امریکا ته نژدې وي – که امریکا پر طالبانو دومره نفوذ او اغېز لرلی، له جګړې به یې را ګرځولي وو – له ځانمرګو بریدونو به یې اړولي وو.

له محور ورځپاڼې په منننې.

2 thoughts on “کلا که بلا…؟ – شهرت ننګیال”
  1. وروه سپنتا رښتیا وایی، طالبان تهدید دی، دی او بیا هم تهدید دی. دا ځکه چی القاعده یو جهانی تهدید او په واړه مقیاس کی د ټول افغانستان لپاره تهدید ده، خو طالبان بیا د پښتنو لپاره اصل ګواښ دی. ځه نه پوهیږم چی تا د طالبانو د خواخوږی لپاره دی دا لیکنه کړی او که د سپنتا نه د نفرت په خاطر!

  2. قدردان ننګیال صاحب سلامونه ښې چارې اووړوکئ اختر مو مبارک شه.
    دمورشودې دومره ښایسته تحلیل مو کړئ دئ ددغه فادری دپاره چې څومره قلمی مبارزه وشی کمه ده- عبدالرحمان پنجشېرئ چې مسیحی شو اوکله صلیبی ملګرویې دشمالی ټلوالې په مټ اودسپنټاپه مرسته واتیکان ته ورساوو نو هغه خطاشوی لعنتی غریب ووئیل چې ماڅه کوئ راشئ چې زه په افغانستان کې پادریان دروښایم اومطلب یې ښاغلئ سپېنټا وو (فانټا). دحیرانتیا خبره داده چې لکه چې په افغانستان کې قحط الرجال دئ چې دسم نوم سړئ نه میلاوېږی چې ….. پرافغان قوم مسلط او او. په قلم دبرکت ننګیال صاحب.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *