پاکستانۍ کلداره د تاریخ تر ټولو بد انفلاسیون خواته روانه ده او نن دغه هیواد کې د یو ډالر بیه ۱۶۲ اعشاریه ۲۵ کلدارو ته لوړه شوې ده.
پاکستاني چارواکو وړاندوینه کړې ده چې یو ډالر به ډېر ژر ۲۰۰ کلدارو ته لوړ شي.
څو ورځې وړاندې پورې د یو دالر بیه ۱۵۸ کلدارې وه خو ناڅاپي په کې شاوخوا ۵ کلدارې لوړ والی راغلی او نن په ایکسچیج بازار کې یو ډالر په ۱۶۲ اعشاریه ۲۵ کلدارو تبادله کېده.
ازاد بازار کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ډالرو بیه ۷ کلدارې لوړه شوې او بانکونو کې یې بیه اته اعشاریه اته کلدارې لوړه شوې ده، له دې کبله پاکستان باندې جون میاشت کې د پورونو اندازه ۸۰۰ ملیارده پاکستانۍ کلدارې زیاته شوې ده.
Alhamdulillah