کتار ښځې د پښو په سر ناستې وې، چې ډېرو يې ځانونه په چادريو کې نغاړلي وو، سږني ژمي د خلکو بېخ ووېسته، د باران درک نشته ، وچه يخني ده.
لږ مخکې په اوسپنيزه دروازه کلنيک ليکل شوى، دا دولتي دى چې د کومې موسسې ملاتړ لري، ډاکتران يې تر يولسو بجو ناروغان ګوري، بس هر ناروغ ته د غټو بوتلونو دوه قسمه ګولۍ پلاستيک کې اچوي.
پروين د ملا له اذان سره ځان رارسولى، خپل کوچنى زوى يې په روڼيو کې تاو راوړى، د لومړي نمبر په نيولو خوشاله ده، د ماشوم يې څوومه ورځ ده چې تبې کوي او سينه يې خرابه ده، تر دې وړاندې هم څو ځل دې کلنيک ته ر اغلې وه.
خاوند يې دياړي کوي، خو د ژمي په رارسېدو د هغې کار هم په ټپه دريدلى.
کوچني وچ وچ ټوخي وکړل، خواته ته ناستې ښځې د پروين د زوى د حال په لېدو ويش ويش وکړ، بيا يې وويل: خداى دې ورحمېږي، دې بلامړې يخنۍ ټول خلک خراب کړل، د دې کلنيک ډانګټران ښه دي، که دا نه وى څه به مو کول؟
پروين خبرو ته خوله جوړوله چې زوى يې بيا ټوخي واخيست، د ټوخي دا څپه تر پخوانيو زوروره وه.
تي ته يې واچوه ، د لمر زيړ بخنې وړانګې ورو، ورو په ګرمېدو وې، د کلنيک ور پرانستل شو.
څوکيدار پروين ته د ننوتو وويل.
د ډاکتر کوټې ته ننوته، د چوکۍ تر څنګ برقي بوخارۍ لګېدلې وه.
_ ډاکتر صېب! څوومه ورځ يې ده چې سخت ټوخېږي
_ يخنۍ به درنه وهلى وي په مېز يې واچوه!
زوى يې له غېږې ښکته کړ ، له مخه يې ورته دسمال جيګ کړ ، د ماشوم سر د بخارۍ اړخ ته کوږ شو، سترګې يې خلاصې نيولې وې، شېده يې ګرځولي وو او په شونډو يې ځګونو پوګڼۍ کړې وې