مېرمن کلنټن

تاند(سې شنبه، د حوت ۲۱) د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن وايي، که ښځې د سولې په خبرو کې نه وي، په افغانستان کې ټینګه سوله نه شي راتلای.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، مېرمن کلنټن، چې د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د ډانلډ ټرمپ سیاله وه، د سې شنبې په ورځ (مارچ۱۰) د ملګروملتو په مرکزي دفتر کې له سفیرانو او فعالانو څخه جوړ (د افغانستان د ښځو د دوستانو ګروپ) ته په وینا کې وویل«په افغانستان کې د سولې په هر ډول خبرو کې ښځې باید شاملې وي او د ښځو حقونو ته باید درناوی وشي.»

مېرمن کلنټن دا څرګندونې د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له لاسلیکه نژدې دوې اوونۍ وروسته وکړې.

موافقه له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د سولې لپاره په بین الافغاني خبرو کې برخه واخلي. موافقه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو مهالوېش هم په ګوته کوي.

اغلې کلنټن وویل«ښځې له فساد سره د مبارزې، اقتصادي ودې او د لاسلیک شوې موافقې د دوام لپاره ضروري دي. که ښځې څنګ ته پرېښودل شي، د دایمي سولې لرلید تت کېږي. که ټولنه ووېشل شي او ښځې ګوښه کړل شي، ډېر احتمال شته چې تروریستان بیا ځالې ومومي. د ښځو له ګډون او د هغوی له حقونو پرته سوله دوام نه شي کولی.»

د افغانستان د ښځو د دوستانو ډلې ته د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني د ویډیو کنفرانس له لارې په وینا کې وویل، زړه ورې افغان خویندې اندېښنه لري چې په خبرو کې به هغه بریاوې له لاسه ورکړي چې په سخته یې ترلاسه کړي دي.

دې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د افغان ښځو د ترخو خاطرو یادونه وکړه.

د افغانستان د ښځو د دوستانو ډله د تېر کال په نوومبر میاشت کې جوړه شوه.

دا ډله، چې مشري یې افغانستان او بریتانیا په ګډه کوي، د ملګروملتو جګپوړي چارواکي، سفیرانې او د نړیوالو موسسو استازي یې غړیتوب لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *