ګل رحمن رحماني –
په تېرو ١٣ کلونو کې د ننګرهار د نارج ګل دوديزې کلنۍ مشاعرې په پيروۍ د هېواد په ګڼو ولايتونو کې بېلابېلې مناسبتي مشاعرې او په همدې بهانه نورې ادبي ناستې دود شوې چې تر نن پورې په منظم او يا غير منظم ډول تر سره کېږي او د ګڼو ګډونوالو تر څنګ پراخه رسنيز پوښښ لري.
که څه هم په پيل کې دا ډول ډېرې مشاعرې په سيمه ييزه کچه وې او هومره پراخه ګډونوال يې نه درلودل، خو وروسته له يوې خوا ورته د فرهنګيانو او شاعرانو پام واوښت او له بلې خوا ځايي دولتي ادارو هم ورته پاملرنه وکړه او په جوړولو او ساتنه کې يې تر ي��ې کچې خپله ونډه واخيسته.
اوس چې دا مشاعرې زياتې شوې او پراخه شوي دي، نو ډېر ځله يې جوړول او د مېلمنو رابلل او پالل هم د ځايي فرهنګي ټولنو او مدني فعالينو له توانه وتي وي ، ځکه خو ولايتي ادارې اړ شوې چې د مشاعرو د لګښت او ځاى په اړه مداخله وکړي او په لاس کې يې واخلي.
همدا کلنۍ اکثره مشاعرې نن په دولتي چوکاټ کې د دولت په لګښت تر سره کېږي او چارواکي د مېلمنو د راتګ، ډوډۍ او کله کله د شپنيو محفلونو لګښت ورکوي، خو دا چاره په خپل ذات کې ستونزه هم لري چې له امله يې شعرونه بايد له سانسور نه تېر او ځينې شاعران او فرهنګيان خواشيني کړي.
له يادو شوو مشاعرونو نه په ننګرهار کې د نارنج ګل، په وردګو کې د مڼې ګل، په کندهار کې د انار ګل، په لوګر کې د سنځل ګل، په خوست کې د چنار، په پکتيا کې د نښتر، په کونړ کې د کونړ سيند، په شمال کې د ريدي ګل، په زابل کې د انارګل او نورې يادولى شو چې د فرهنګيانو او شاعرانو تر منځ د تګ راتګ، مشورو او فرهنګي هڅو په همغږۍ کې يې وڼده اخيستې ده.
که څه هم څو کاله وړاندې دا مشاعرې تر ډېره د شعارونو او سياست له سيوري لرې ساتل شوې وې او شعرونه په کې په خپل هنر او هنري ارزښت وړاندې کېدل، يا په بله اصطلاح د شعارونو او سياستونو سيورى ورباندې دومره نه و غوړېدلى او ګډونوالو يواځې له شعر نه خوند اخيسته، خو اوس دا ډول مشاعرې تر ډېره د شعارونو تر سيوري لاندې راځي.
ځينې شاعران په کې د مخاطبينو ذوق ته په پام سره داسې نظمونه او شعارونه وړاندې کوي چې د اوسنيو حالاتو داسې حساسو شېبو او موضوعاتو ته يې اشاره کړې وي، چې په شعر نه ارزي او بايد په مقالو او يا نورو ادبي ژانرونو کې وړاندې شي چې همدې چارې د شعر اصلي مينان يا د شعر د هنريت او خوند پلويان له مشاعرو زړه توري کړي دي.
دلته يوه لويه نيوکه خپله د مشاعرې په ګډونوالو کېږي، ځکه دوى داسې شعارونو ته چکچکې وهي چې يا سياسي ملنډې وي او يا هم د يو بل لوري د سپکاوي لپاره توري سره اوډل شوي وي چې دا کار يو فطري يا په شعر کې هنر او ښکلا ته ژمن شاعر زړه تورى کوي او يو يا دوه کاله وروسته دى هم اړ کېږي چې دا ډول شاعري وکړي.
زه دا نه وايم چې ګني د رياليزم شعري سبک څخه منکر يم، هغه خپل ځاى او مقام لري او د زمانې په بېلابېلو پوړيو کې يې د حالاتو ښه استاز ولي کړې ده، خو ريالېزم هېڅکله د ښکنځلو او د چا د سپکاوي په مانا نه دى، خپله ژبې او خپل کلمات لري چې د شاعر شاعرانه او ژبنۍ مهارت ازمويي او د برياليتوب په صورت کې په ټولنه کې عالي شخصيت ور په برخه کوي.
استاد الفت په پښتو شاعرۍ کې د رياليزم د سبک يو مخکښ شاعر دى، د هغه شعرونو هغه مهال هم خوند درلود، نن او سبا به هم هغه پيغام ولري، لامل يې دادى چې د رياليستيک سبک ژبه يې په رمز او راز کې نغښتې ، بربنډ او پوچ الفاظ يې نه دى وړاندې کړي.
خو نن چې موږ ځينې شعرونه په کلنيو مشاعرو کې د شعرونو په نوم اورو، نو نه يواځې چې اکثره يې دا هنر او ښکلا نه لري، بلکه يوازې د همدې مشاعرې لپاره ليکل شوي شعرونه دي او وروسته خپل پايښت او ښکلا په بشپړه توګه له لاسه ورکوي.
په کلنيو مشاعرو کې د شعارونو سيورى ډېر ځله ددې وړ کېږي چې د مشاعرې په جريان کې حتى فزيکي شخړې او نښتې رامنځته شي او مشاعره په نيمايي کې پاتې شي، څو کاله وړاندې او سږ کال د ننګرهار په نارنج کې د دا ډول شخړو او د راغلو مېلمنو شاعرانو د خپګان او خوابدۍ شاهدان يوو.
يوه مهمه خبره داده چې دا ډول مشاعرو ته ډېر ځوانان او د ادب ګلبڼ ته نوي ور ګډ شوي شاعران او فرهنګيان راځي، هغوى چې په مشاعرو کې د دا ډول شعرونو مينه وال وګوري او له هڅونو يې خوند واخلي، نو اړ کېږي چې د شعارونو لمن ونيسي او مخاطبينو ته په پام سره هغه څه وليکي چې زيات مينه وال لري.
دلته د شعر او ټولنې پر وړاندې د شاعر ټولنيزه ژمنتيا مطرح ده، دى بايد په هر حالت کې شاعر پاتې شي، مخاطب وپېژني، خو د هغى د موقتي احساساتو تابع نه شي او هغه څه ووايي چې دى په کې د کلونو کلونو لپاره خپل انځور وګوري.
بله خبره د شاعرانه هنر او شاعرۍ ته ټينګه ژمنتيا ده چې شاعر بايد شعر تر شعار او خودجوشه غوښتنو او فرمايشونو قرباني نه کړي، دى بايد پوه شي چې د همدې مشاعرو په کونج او ګوښه داسې د شعر داسې مينه وال شته چې د شعر په هنر او اصيله ښکلا ښه پوهېږي، د دده شعر اوري، خو شور يې د شعار په مينه والو کې ورک دى او داسې وخت به راځي چې دا شور به را اوچتېږي او په شعار به د بطلان کرښه را کاږي.
د شعري اصليت او شاعرانه هنر ته ژمن شاعران بايد، د شعارونو او شعاري چکچکو پر ضد مبارزه وکړي، دوى بايد هېڅکله له خپل دريځ نه تېر نه شي او هغه څه وليکي چې شاعرانه ژبه يې غواړي او د تلپاتې شاعرۍ په بڼ کې په هر موسم کې وږمې خورلى شي.
د شعارونو پر وړاندې د مشاعرو د ګډونوالو احساسات او چکچکې يو لنډمهالى نمايش يا ننداره ده، رښتينى او په ټوله مانا او تول پوره شعر بيا هم خپل ځاى او ادبي ارزښت لري، پټه ښکلا يې که نن نه وي، د سباني ادبي تاريخ په پاڼو کې خامخا خپله ښکلا او ځلا څرګندوي.
په مشاعرو کې که چېرته د مشاعرو مسوولين يا جوړونکي او د کلتور رياست چارواکي سانسور کوي، نو په حقيقت کې دې هغه شعرونه ورڅخه لري کړي چې بازاري او مهالنۍ شاعرۍ ته بلنه وي او شاعرانه پيغام او ژبه ونه لري، د چارواکو، ډلو ټپلو او يا نورو مخو د ستايلو يا غندلو لپاره نورې وسيلې او لارې شته چې بايد شعار ليکونکي شاعران يې غوره کړي.
سرچينه: ننى افغانستان اوونيزه