کله کله په داسې بلا اوړو چې خلاصی ترې ناممکن کېږي مګر که بیا ځېر شو، نو ګورو چې موږ په خپله بلاګانې پر ځان منو او راولو یې. یو له دغه بلاګانو او تباه کوونکو ځینې اداري فساد او رشوت دی.
ولې په هېواد کې فساد شته دي؟
له څوکاله راهیسې دولت په دې هڅه کې دي چې اداري فساد له منځه یوسی او په دې برخه کې بېلابېل ادارې جوړې کړې ترڅو د اداري فساد په له مینځه وړلو کې له دولت سره مرسته وکړي، خو تر اوسه کومې جوتې پایلې ته نه دي راسېدلی او فساد ورځ تر بلې مخه په زیاتېدو دي او لاهم افغانستان په نړیواله کچه د اداري فساد په درلودلو سره په دوهمه درجه هېوادنو کې راځي. له بلې خوا د افغانستان اساسي قانون نه پلی کول او رشوت ورکوونکی او اخستونکي ته په عام محضر کې سزا او جزا نه ورکول د فساد لامل شوی دی، د رشوت اخستونکو له دندو نه ګوښه کول، هغوی څارنوالۍ ته نه معرفي کول، دوی ته په کلونه د بند سزا نه ورکول او داسې نور لاملونه دي چې په هېواد کې فساد په پراخه اندازه وجود لري.
خو فساد څوک رامنځ ته کوي او څوک په کې ښکېل دي؟ د خپل قانوني کار د تر سره کولو لپاره په دولتي او نورو ادارو کې رشوت ورکول، کار اهل کار ته نه سپارل، خپل خپلوانوته په خپلو ادارو کې ډېره ونډه ورکول، عامو خلکو ته د پیسو د اخستو لپاره پلمې جوړول، د کارونو پر وخت نه تر سره کول، ناوخته دفتر ته راتلل، د مراجعینو وخت ضایع کولو، د واسطو او زور له لارې د خپلو کارونو اجرا کول او داسې نور.
هر څوک وایي چې په هېواد کې فساد او رشوت خپل اوج ته رسېدلی دی، مګر د مخنیوي لپاره یې چا اړین او ضروري ګامونه نه دي پورته کړي. فساد یوازې په افغانستان کې نشته، بلکې په ټوله نړۍ کې دغه شومه پدیده شتون لري او دا به همداسې جریان ولري، ځکه د مخنیوی لپاره یې څوک کار نه کوي دلیل یې دا دی هر هغه څوک چې کوشش کوي له منځه یې یوسی هغوي خپله په فساد کې ښکېل دي، هغوي په خپله رشوت اخلي په خپله فساد را منځته کوي او نور هم هڅوي په داسې حال مخنیوی یې ګران کار دی. زموږ او ستاسې لوړ پوړې چارواکې وایي چې موږ هڅه کوو چې فساد له منځه یوسو او له دغه ناوړه عمل سره مبارزه وکړو ترڅو دغه شومه پدیده زموږ له هېواد څخه لري او ورک شي، مګر بیا په رښتېنې توګه د مخنیوۍ لپاره یې هلې ځلې نه کوي.
له نورو هیوادونو څخه پيسی زموږ هیواد ته د مرستی لپاره راځې تر څو له حوارانو او غریبانو سره مرسته وشي،حو هغه پيسی چې له بحرني هیوادونو څخه زموږ هیواد ته د مرستی په ډول راځې هغه ټولي همد غه چارواکې خپلو جیبونو ته اچوي په نوم دغربیانو چې موږ له بی وسو او نا چارو سره مرسته کوو، حو هغه پيسي چې غریبانو او بی وزلو لپاره راځې په هغه زموږ لوړ پوړي چارواکې خپل ځانونه مړه وي ورباندي بلډنګونه او ماڼې اخلي خپل بچیان پري خارجې هیوادونو ته دتعلیم لپاره لیږي، ترڅوهغوي هلته پري ښه تعلیم وکړي.
څه موده مخکې ولسمشر ښاغلی حامد کرزی په یوه وینا کې وویلې: تاسې که پیسې او سرمایه له هره ځایه تر لاسه کوي، نو بهر ته یې مه وړﺉ او هلته سرمایه ګذاري مه کوي، همدلته په خپل هېواد کې ولګوي او پرې بالډنګونه جوړکړﺉ، پانګونه وکړﺉ چې دا په خپله فساد لپاره یو ډول جواز دي چې خلکو ته نوره هم روحیه او جرعت ورکوي ترڅو نور هم په ارامه او زړوره تیا سره فساد وکړي او رشوت تر لاسه کړي، مګر زموږ لوړ پوړې چارواکو ته په کار ده چې خپل ځانونه اصلاح کړي او د رشوت او فساد د مخنيوي لپاره صداقانه کار وکړي.
ترڅو دا نورپه خپله اصلاح شې. اداري فساد او رشوت لکه د اوبو حاصیت لري چې بند نه شې نو همداسي روان وي او تر کومه ځایه چې خوښه وي ځې. که چیري موږ اوتاسي وګورو په یو ځای کې اوبه رواني وي ښه ډیري که دهغه اوبه سرچینه وچه نه کړو نو اوبه لانوره هم زیاتیږي او وچیږي نه، نو تر څو چې سرچینه پري بنده نه کړو اوبه همداسی روانه وي.
فساد د اسلام له نظره:
الله تعالی په قرانکریم کې هم فساد او رشوت باطل ګرځولی دي، د سوره بقره په ۱۸۸ ایت کې فرمایلی دي: ژباړه : او پخپلو منځو کې خپل مالونه په نا حقه سره مه خورئ په دې ډول چې هغه حاکمانو ته د رشوت په توګه ورکړئ څو په دې توګه د خلکو له مالونو يوه برخه په ناحقه سره وخورئ په داسې حال کې چې پوهيږئ هم.
او همدارنګه الله تعالی د یهودو په مذمت(په اړه ) هم ویلي دي د (المائده ۴۲ ) ایت: ژباړه: (دوی د درواغو اورېدونکي او حرام خواره دي، نو که تا ت�� راغلل د دوی تر مينځ پرېکړه وکړه يا له دوی څخه مخ وګرځوه او که له دوی څخه مخ وګرځوې نو تا ته به هېڅ زيان و نه رسوي او که پرېکړه دې کوله نو د دوی تر مينځ په عدل پرېکړه وکړه بې شکه چې الله جل جلا له عدل کوونکي خوښوي).
د رشوت او فساد په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم الراشي والمرتشي ( مسند احمد ۴۷/۱۱ او سنن الترمذي ۱۳۳۷ ) . يعنې رسول الله صلی الله عليه وسلم په رشوت اخيستونکي او ورکونکي لعنت فرمايلی دی . د رسول الله صلی الله عليه وسلم لعنت د ښېرا په معنا دی چې څوک رشوت اخلي هغوی دې د الله جل جلا له د رحمت څخه لرې او محروم وي . همدارنګه فرمايي : الراشي والمرتشي في النار ( الترغيب و الترهيب ۱۹۴/۳ ) . يعنې : رشوت اخيستونکی او ورکونکی به دواړه په دوزخ کې وي . بل ځای کې راغلي : لا يدخل الجنة جسد غزى من حرام (السلسلة الصحيحة ۲۶۰۹ ). جنت ته به داخل نه شي هغه بدن کوم چې په حرامو تغذيه شوی وي .
رشوت په ټولنه کې یو داسې رېښه ده چې د یوې ټولنې بنسټ او بنیاد له منځه وړي او ټولنه د ناکامۍ په لور راهي کوي او د ټولنه او بیت المال تباه کوي. سره له دي چې الله تعالی او رسول الله (ص) رشوت ورکول او شوت اخستل دواړه یې حرام ګنلی مګربیا هم زموږ په ټولنه کې دغه کار دومره ډېر دی چې ټول هېواد به یوه ورځ ددغه فساد له امله له منځه لاړ شي.
فساد په نورو هېوادونو کې:
د نړۍ په نورو هېواد کې هم اداري فساد شتون لري، خو ویل کېږي چې یو داسې هېواد هم شته چې فساد په ۹۹.9 فیصده شتون نه لري او هغه هېواد سینګاپور دي، که څوک په سینګارپو کې په فساد کې ونیول شي، نو څوک ورته کور په کرایه نه ورکوي، په دولت او نورو ځایونو یې څوک په دنده او کار نه مقرر کوي، حتی په بازار کې ورته څوک سودا او ور سره راکړه ورکړه نه کوي، نو افغان حکومت ته هم پکار ده چې د اسلامي اصولو او قوانینو په رڼا کې همداسې سخت سزا او جزا مقرر کړي ترڅو زموږ ملت له دغې بلا څخه خلاص شي.