اباسین بریال –
له امریکا سره د امنيتي تړون پرسر د بحثونو په وخت به پخواني ولسمشر کرزي خپلو ملګرو ته ویل؛ اټکل کوم تړون دوه سناریو ګانې لري: نسبتاً ښه، کاملاً بده.
ښه سناریو به داوي، چې امریکایان د ( کور پاس پوړ) څخه استفاده وکړي. یعنې پخپلو اډو کې پاتې شي، له سیمه ییزو اهدافو سره به یې د افغانانو کار نه وي، هرې خواته چې خپل څارګر دوربینونه اچوي خپل کار یې دی، خو په افغانستان کې به نظام او حکومتدارۍ ته مزاحمت نه جوړي، افغانان به خپل کار ته پرېږدي او د سولې په روزګار کې به چې د کرزي په باور د امریکا په لاس کې دی له افغانستان سره قلباً مرسته کوي.
بده سناریو داده، چې امریکایان د خپلو اډو دروازې په ځان پسې وتړي، له یوې خوا د پاکستان په اعمالو د پخوا په څېر سترګې پټوي او له بلې خوا د افغانستان دولتداري، نړیوال اړيکي او ملي پروسې په خپله سلیقه کې ونغاړي. حتی داسې ډار هم اټکلېده، چې له امریکايي نظامي اډو څخه به د ترهګرو د روزنې لپاره استفاده کېږي او مخ پروړاندې به لېږل کېږي.
د دویمې سناریو د امکان په اړه ډار له هغې راهیسې مخ په ډېرېدو دی، چې طالبانو د هلمند د شوراب پر اډه تر برید وړاندې د دغې مستحکم پوځي پنډغالي د نقشې کاغذونه ترلاسه کړل. هغه څه چې دوه اونۍ وړاندې په شوراب کې پېښ شول د افغانستان د پوځي دستګاه لپاره واقعاً د اندېښنې وړ دي. بې شمېره طالبان هلته ننوتلي وو، د وسلو زېرمې ورمعلومې وې، دوه اونۍ یې جنګ وکړ او د داخلېدونکو دروازو په اړه تصور کول یې هم سړي ته شوک ورکوي.
تردې ورهاخوا په کابل او نورو ولایتونو کې ځانمرګي بریدونه، مقناطیسي ماینونه او د طالبانو له خوا د ملکي اهدافو په نښه کولو کې بې کچې زیاتوالي د امریکا پر نیت د خلکو شک زیات کړی.
د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یوه غرمه د کابل هوايي ډګر پرسړک د بهرنیانو پر کتار ځانمرګي برید د کابل پولیس هک حیران کړل. امنیه قوماندان د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې موټر سایکل چلوونکی د بهرنیانو له اډې څخه راووت. څو شیبې وروسته امنیه قوماندان پخپله دې خبره خوله پټه کړه، خو چا چې لومړی لاس معلومات اورېدلي اندېښمن شوي دي، حتی دا خبره د پخواني ولسمشر تر کارځایه ورسېده. ښايي له امریکایانو سره په لفظي کش وګیر اخته حامد کرزی هم کله په دې خبره استناد وکړي.
له امریکایانو سره د دايمي اړیکو متن هماغه ستراتيژیک تړون دی، چې پرته له جنجال او بحثونو لا وړم کال لاسلیک شو. امنیتي تړون تر اډو ورهاخوا بل کوم تشخص او محتوا نلري او همدا په اډو کې د امریکایانو د استوګنې د تعریف ګونګتیا وه، چې د امریکا او پخواني حکومت اړيکي یې کړکېچن کړل.
د انتخاباتي کمپاینونو پروخت په یوه کوچني مجلس کې ما یوځل له ډاکتر اشرف غني وپوښتل، د ځان په اړه دې د امریکایانو نیت څنګه ګڼې؟ منظور مې دده پښو ته د عبدالله عبدالله د وراچولو په هکله و.
ښاغلي غني وویل، کاملاً همکار، ګني په ډاډ سره بې طرفه.
له امریکایانو د غني همدې باور نوموړی اړ کړ، چې په ۲۴ ساعتونو کې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي او له هغې فضا نه تبلیغاتي استفاده هم وکړي، خو باور لرم، دوه میاشتې وروسته غني په هغه زاړه باور ندی.
په داسې حال چې د اډو په اړه د مخالفت هم ناوخته ده او هم په دې سیالۍ کې افغانستان معذور دی، لااقل د امریکا د پوځي اډو له بالفعل ضرر څخه باید دغه هېواد ځان وژغوري. دویم ټکي دادی، چې له وړم کال راهسې د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو ته د ترهګرو د اوښتو بهیر پیل شوی دی، په ۲۰۱۳ کال تاجک او ازبک پلاوو له حامد کرزي سره خپله دا اندېښنه له بېلګو سره شریکه کړې وه. که امریکا د ستراتيژيکې ملګرتیا د موادو تعمیل ته مجبوره نکړای شو، د منځنۍ اسیا له ګاونډیانو سره به په نوې شخړه کې کېوځو، هغه وخت به امریکا په ځای پاتې وي، د افغانستان له خاورې به تاجک ازبک او ترکمن ګاونډي ګواښل کېږي، ګاونډیان او روسیه به دغه هېواد په سیمه کې د امریکايي پوځي پراختیا د عامل په توګه پېژني او افغانستان به له امریکا سره د یو طرفه یارانې قیمت پرې کوي.