د ځوانانو نه دا تمه وي چې دوی به په راتلونکې کې د هېواد په ابادولو او پرمختګ کې ترټولو ډېره هڅه او خواري کوي؛ ځکه وایې چې ځوانانو د یو هیواد د ملا د تیر حیثیت لري.

موږ په یو داسې هېواد کې اوسو، چې له یوې خوا اقتصادي ستونزې او له بله پلوه د تعلیم ټیټ کیفیت دواړو د ځوانانو د پرمختګ مخه نیولي، نو ځکه افغان دولت مجبور دی چې د ځوانانو لپاره د تعلیم غم وخوري او  هغه کوم استعداد چې دی هغه بې ځایه لاړ نه شي.

د سقرات يې په وروستي ځل وپوښت، چې ستا وروستی هیله څه شی ده؟

ده ورته وویل: چې زه غواړم د اتن لوړ ځای ته وخېژم او له هغه ځایه په خلکو ناری کړم چې ای خلکو! تاسي ولې خپل ارزښتمن وخت په شتمنۍ، سیم او زر تېروئ، ولې دا وخت خپل د اولاد په تربیه کې نه تېروئ؟ تاسې مجبور یاست چې همدا سیم او زر خپلو اولادونو ته بېرته پرېږدئ؟

 ددي پر ځای چې تاسي هغوی ته سیم او زر پرېږدئ ولې تعلیم او پوهه ورته نه پرېږدئ؟ همت وکړئ او د خپلو اولادونو لپاره د سیم او زر پر ځای پوهه او علم راټول کړئ، په پوهه او ښوونه او روزنه کې کوښښ او هڅه وکړئ.

افغان دولت هرکال په زرګونه زده کوونکي د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا لپاره بهر هېوادونو ته استوي، چې یو څه زده کړي او بېرته د هېواد په درد وخوړل شي.

په دې خو ټول پوهېږي چې زده کوونکي په کومو طریقو ځانونه په بورس کې کامیابه وي، هغه بېله موضوع ده. کله چې دوی هغه معلوم هېواد ته لاړ شي معلومه خبره ده چې له محیط سره ناشنا وي؛ چې ځان بلده وي وخت نیسي، خو کله چې بلد شي، نو بیا درس پاتې او وخت ټول په عیش او عشرت کې تېروي، ځکه هلته ازادي ده او خلک ازاد پرېښوول شوي چې څه کوي، نو کولی یې شي.

دوی هم چې د هغوی ازادي ووینې نو هغه کوم مسوولیت چې دی هغه پاتې شي او سر یې په بې لاریو شي.

ډېر کم کسان د درس لپاره ځي او زیاتره یې د بې لاری لپاره ځي او بس.

هغه کسان چې وخت په بې ځایه کلبونو او چکرونو تېروي، هغوی زیاتره یې په واسطو تللي وي  او د شتمنو، قومندانانو، ريیسانو او داسی نورو اشخاصو زامن وي چې پيسې ډېرې وي او زړه یې نه کېږي چې درس ووایې.

دوی هم د لایقو کسانو مخه نیولي وي او هم موږ ورته په تمه یو چې ددوی نه به په راتلونکي کې ښه لایقه لایقه ډاکټران، انجینران، اقتصاد پوهان…  جوړېږي او هېواد به جوړوي، خو کیسه  بیا سرچپه شي، کله چې بېرته راستون شي، نو په مغز کې یې د یو ممیز کدر علم هم نه وي.

څلور کاله وخت دوی په تعلیم کې، نه په بل څه کې تېر کړی وي، نو دلته چې کله راشي بیا وایي چې دولت موږ ته کار نه پیدا کوي، موږ بېکاره یوو… .

هغه کسان چې بیا یو څه وړتیا لري، خو معیاري نه وي یعني په بهر ملکونو کې زیاتره پوهنتونونه په انګلیسي ژبې وي او د دوی بېچاراګانو بیا له دې ژبې سره ورانه وي بس دومره وکړي چې په څلور کالو کې ایله همدا ژبه زده کړي.

دوی چې دا خبرې کوي دا اوس د پښېمانتیا له  کبله کوي او اوس تري لار ورکه ده چې څه وکړي؟ پوډرو ته مخه کړي؟ غلا او که قتل وکړي؟ ولې چې په کور کې د کور د اعضاو لخوا ورته پېغور ورکول کېږي.

دوی که تر یوه حده پړ دي او که نه، خو اصلاً دولت ملامت دی ځکه دوی دلته داسي کسان په دندو ګومارلي چې لیاقت ته نه ګوري، پيسې او روابطو ته ګوري.

داسې کسان دي په دې کمېټه کې وګوماري چې بېطرفه وي او د لیاقت په اساس خلک د تعلیم لپاره ولېږي، هم به یې خپل مسوولیت پېژندلی وي او هم به د زده کوونکو وخت بېځایه نه وي مصرف شوی او په راتلونکې کې به ترې یو داسې ځوان جوړ شوی وي چې افغانستان به پرې ویاړي.

که دا پروسه تر اخره همداسي روانه وي، نو هماغه متل دی چې ( زوړ ملا، زړي تراویح).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *