تېرکال یادوم کله چې مې چې اوربند ته شېبې شمارلی دا هغه وخت و چې باور مې نه راته خو کله چې په کابل ښار رادننه شول او د خلکو هرکلی مې ولید، د غرور برېت مې تاو کړ، احساسات مې راکابو کړل ددوی د هرکلي ترڅنګ مې غړۍ ددوی په ښیرنو څڼو کې تاو کړل په ډرق ډرق مې وولي ور لانده کړل چې دا وسله دې په ځمکه کېږده جاپان لا څه وي چې به له موږه مخکې وي.
غریو ونیولو. یو خیالي افغانستان مې تصور کړ په هغه رڼاګانو کې ور ډوب شوم، داسې خیالونو پسې واخېستم چې په یوه ښکلي میټرو کې د بدخشان وردوج ته لاړم، له هغه ځایه بیا په فکري ټال کې تر ارغندابه را ورسېدم، د انارو په ښکلو بڼوڼو یې راوګرځېدم، د هېواد ګوټ ګوټ کې مې د سفر یو جوړ سیسټم انځور کړ چې که وسله کېښودل شي د کندز هغه خواږه خټکي چې تر ښاره نه را رسېدل د اروپا په بل سر کې به پرې خلک شخوند وهي. د بادغیس پٍېستو ته مې اشتها راشي تر بالامرغابه بیا سټېرنګ تاو کړم.
مینه مې دې افغانې خټې سره لا زیاته شوه ومې ویل همدا ژوند دی، دا مې جنت دی روح مې ارام دی اوس به په ځوانانو لستوڼي رابډ وهم کار به کوو دا خټین کور به د شهرت څوک ته رسوو.
خوب نه و، د هر ښیرن ته ننواتې کوه، که شیریخ خوري پیسې یې پرې کوه تالیب ورور دی خیر دی، که سوپ خوري بېل یې پرې کوه که شړشمي څڼې یې د پارکونو په زانګوګانو کې بادونه رپوي را رپوي پیسې یې ورکوه، دوی یو ډول ترور وو، دا چې ایس کریم ته به یې یو نیم مترۍ ژبه را ایستله، پړ راونه ایسېدل، اړمن مې وګڼل، مال که د ښار له نورو رڼاګانو خبر شي خدای که پرې بیا وسله واخلئ.
-ومې ویل د کوم ځای یې ملاصاب
– د لوګر یم
-مال د رب په هغه لوړ حضور مې دې قسم وي چې که وخت دې راکړ تر بابوسه پورې به دې په پرمختللي میټرو کې یوسم.
-ول دا «مېټرو» یې لا څه بلا وي؟
-مال د دې ایسکریم په څېر یو خوږ ژوند دی، که دې وسله کېښوده.
یوازې مې له دوی همدا هیله کوله چې تاسې وسله کېږدئ تاسې ته د بسپنې کچکول ګرځوم کار در پیدا کوم خو په رب ذولجلال چې له فاتحو او جنازو ډېر ستومانه یو.
درې ورځې یې ښه خپل ججوري او لري ډک کړل، بیا هماغه کافران!! شو، په مورچلو کې راته ناست او ډز سره الله اکبر هم راباندې وايي.
ما هم خپل خوب نر غوندې د پل محمود خان لاندې د یوه پوډري سره ترڅنګ د کابل سیند ته تشریححححح کړ.
کیسه لاړه ګلو ته
زه لاړم بلبلو ته
وخی وخی کېدم
په جنت ولګېدم
پای
کمالپوري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *