تر اوسه مې اته محصلان له پوهنتونه فارغ کړي، حال دا چې زه پخپله له لیسې نه هم نه یم فارغ .
په بېلابېلو موضوعاتو مې ۶ شپږ مونوګرافونه لیکلي او اتو ۸ کسانو سندونه پرې ترلاسه کړي دي، ځکه یو مونوګراف مې په دریو ولایتونو (خوست، پکتیا او ننګرهار) پوهنتونو کې استعمال کړی، یوازې مې نومونه ورته بدل کړي بیا هم استادان نه دي ورباندې پوه .
ځینې محصلین خو والله په دې هم نه پوهیږي چې فهرست څه وي، ماخذ څه وي، سریزه څه وي، پایله څه وي او سیمینار څه وي؟؟
فکر کوم په په دې څلور کلنه دوره کې دوی ته استاد یوه ورځ هم نه دي ویلي چې : یوه موضوع انتخاب کړئ او یوه لنډه مقاله (لیکنه) پرې وکړئ چې زه مو استعداد او زما درکړی درس وارزوم ، خو زما په مخ کې به یې لیکئ ځکه داسې نه وي چې بل ځوک یې درته ولیکي او یا یوازې متن خو ولیکئ .
که ما دا خیانت کړی وي چې مونوګراف مې ورته لیکلی ، نو استادان هم خائینان دي چې داسې کدو او کندو ته اسناد ورکوي .
د ژورنالیزم او ادبیاتو پوهنځي فارغانو ته خو والله ډېر شرم وي ځکه همدغه لیکل او لیکوالي یې سبا مسلک دی .
زه نه پوهیږم چې په وروستیو کې دوی سیمینار څه ډول ورکوي ، ځکه محصل خو دخپل مونوګراف له مختوا او منځپانګې خبر هم نه وي او مونوګراف بل چا ورته لیکلی وي !؟ دا خو به خیر واسطه وبولو ، هغه وخت چې دوی دنده تر سره کوي لږ تر لږه خو به دومره دخړو اوبو مخ ورته مینځي کنه او که هلته به هم کدو او ګندو ناست وي !؟ ددې خبرې ځواب په شفاهي ډول نه کیږي ؛ بلکې عملي یې غواړو .
څومره به کورنۍ ورته ژمنه وي او څومره به یې پو ښاک ، خرڅ ، خوراک ور باندې کړی وي او څومره ستونزې بې ګاللې وې !؟ متاسفانه ، بدبختانه ، له بده مرغه ، افسوس او په خواشینۍ سره وایم .
که غواړی چې کامیاب مونوګراف ولیکئ ، نو دوه کتابونه درته ښیم ) مونوګراف لیکنه ) د ګل رحمان رحماني کتاب او بل ( مونو ګراف لیکنه او سیمینار ) داسماعیل لاروي کتاب دی چې په کتابخونو او نېټ کې یې پیدا کولی شئ .
ځینې له پوهنتونه فارغیږي او له ځینو پوهنتون فارغیږي .