زموږ د ادبياتو په څېر زموږ عادي ژوند هم ډې کليشې شته دي، کليشه يي ژوند تېروو او بوختياوو ددې چانس رانه اخيستې چې له خپل ژوند نه د کليشو سيورى لرې کړو او په نوو خبرو اوکيسو پسې وګرځو.
کليشه Cliché په ادب کې هغه عبارت يا کلمې ته وايي چې پخوا ډېره نوې او زړه را ښکوونکې وه، خو د وخت په تېرېدو او ډېرو تکرارېدو سره بې خونده شوې، سولېدلې او خپل پخوانى زړه را ښکون يې له لاسه ورکړى وي.
په عادي ژوند کې هم له کليشو سره مخ يوو، که چاته د هغه د خوښې د يوه کار د امکان په اړه ووايو، نو راته وايي (( موږ او دومره بخت))، يا که کوم نازولى مېلمه چا کره ورشي، کوربه وايي(( دا لمر له کومه را وخوت)) يا (( چې ډبره واړوم. )) او نور…
که چېرته په افغانستان کې د پرمختګونو او د پڅو کارونو او فعاليتونو په اړه خبرې کوو، نو مسوول کس د خپلو نيمګړتياوو او تشو د پټولو لپاره شايد لومړى همدا خبره وکړي چې افغانستان په تېرو درېيو لسيزو کې دومره ويجاړ شوى چې جبران يې په دومره کم وخت کې امکان نه لري.
يا کېداى شي له ډېرو چارواکو به مو دا اورېدلي وي چې د افغانستان په اړه د کومې تړلي موضوع د ټکني بهير او کارونو د سستۍ په اړه په بيا بيا ووايي چې افغانستان د نړۍ يو وروسته پاتې او جګړه ځپلى هېواد دى، هر څه له يوې مخې وران شوي.
همدا دوې بېلګې زموږ د عادي ژوند او سياسي ادبياتو ډېرې سولېدلي کلمې او راپاتې کليشي دي چې له بدغه مرغه هم د چارواکو او هم د عادي خلکو له خوا په خبرو کې کارېږي او په يوه ډول د خپلو دلايلو لپاره پرې تکيه او ملاتړ پيدا کوي.
په همدې ډول د ځوانانو په برخه کې تل له دې سره مخ شوى يم چې وايي((دهېواد راتلونکى د ځوانانو په لاس کې دى))، يا ځوانان د هېواد راتلونکى دى.
ګڼ لوستي او وزګار ځوانان چې کله په کار پسې ستومانه وي، نو چارواکي او يا نور مشران د هغوى د ډاډ او له ځانه تېرولو لپاره همدا خبرې کوي.
دا خبرې په خپل حال سمې دي او واقعيت دى، خو ولې څوک ددې په اړه سوچ نه کوي چې له راتلونکي پرته نن هم د ځوانانو دى. ولې ځوانانو ته د سبا يا راتلونکي په ځاى نن ورنه کړو.!
حقيقت دادى چې نن د ځوانانو دى، ځکه د نن ځوان د معلوماتي ټکنالوژۍ، علومو، پوهنتونونو او ټولنيزو رسنيو د زمانې ځوان دى.
د کوچني اختر په ورځو کې د مبارکيو پرمهال ډېر خلک وايي (( اختر مو مبارک شه داخل د حاجيانو، غازيانو، لمونځونه او عبادتونه مو قبول شه))
لومړى خو په ژبنۍ برخه کې د عادي خبرو پرمهال هېڅکله داخل د حاجيانو نه وايو، خوبس چې له نورو را پاتې ده نو په کليشه يي ډول يې موږ هم پيروي کوو، په همدې بڼه يې وايو.
ددې تر څنګ که د لوى اختر په ورځو کې حاجيان ياد کړو يوه خبره، ځکه په همدې مهال د حج مراسم کېږي، خو په کوچني اختر کې حاجيان له کومه شول.
په همدې ډول په عادي ورځو او دعاګانو کې هېڅکله هم غازيان نه يادوو، خو د اختر مبارکيو کې ما ډېر ځيرک کسان هم ليدلي چې همداسې کليشه يي اختر مبارکي په بيا بيا وايي، حاجيان او غازيان په دواړو اخترونو کې يادوي.
په ځينو کليشو کې خلکو ته ډېر کاذب غرور ورکول کېږي، ځينې عادي خلک فکر کوي چې واقعيت هم همدا دى، خو رښتيا خبره داده چې ځينې کليشې اوس زموږ په عادي ژوند کې بيخي د تکيه کلامونو په څېر پاتې شوې دي.
لکه افغانان شنه زمريان دي، افغانستان د امپراطوريو هديره ده، دلته هر يرغلګر ماتې خوړلې، موږ پنځه زره کلن تاريخ لرو، موږ د تورې او مېړانې خلک يوو، موږ دښمنانو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، يرغلګرو ته به غاښ ماتونکى ځواب ورکړواو نور…
په همدې ډول، افغانستان د خپل موقعيت له مخې نړۍ ته مهم دى، افغانستان د اسيا د زړه په توګه کولى شي… افغانستان د پرديو د لاسوهنې په په سبب … دا خبرې پر ځاى دي، خو اوس ځکه ډېرې کليشه يي شوې چې اوسني نسل ته خو تر ننه ثابته نه شوه چې ولې مهم دى او افغانستان د اسيا د زړه په توګه څه کړي او لاسوهنه به ترکله کېږي؟
دا ټول هغه څه دي چې له مشرانو او څو نسلونو همداسې راپاتې دي، شايد ځينې هغه کسان چې تاريخ يې لوستى وي، يا پوخ عمر ولري، دا درک کړي، خو زما همزولي او تنکي ځوانان پرې تېر اېستل کېږي، نن د مېړانې او توري خلک هغوى دي چې علوم يې لوستي، د پوهنتونونو او ژبو سندونه او وياړنه لري.
پنځه زره کلن تاريخ موږ ته په ننۍ نړۍ کې مقام او قوت نه شي راکولى، ډېر داسې هېوادونه شته چې زموږ د اوسنيو سپين ږيرو هومره عمر لري، خو ملت يې سوکاله دى او که لاپې شاپې ووهي، هم خبره يې پر ځاى ده.
په سياسي ادبياتو کې دا ډول کليشې ځوانانو ته چې وينه يې ډېره توده او فکرونه يې ډېر پاخه نه دي، کاذب غرور ورکوي، د خپلې موخې پر لور له منډې ترړې او هڅو شاته کېږي، هو که چېرته همدا پيغام د نورو تشويقي لارو داسې وړاندې شي چې د کاذب غرور مالګه په کې نه وي، نو پر مثته روحيه به څه اغېز ولري.
کليشه د هغو خلکو يا ملتونو تر منځ زياته کارېږي چې د نوښتونو او نوو خبرو په اړه سوچ نه کوي، ټنبل او ځان ته زحمت نه ورکوي، هر څه په پټو سترګو او بې سببه مني، خپل ژوند ته په انتقادي نظر نه ګوري.
له کليشه يي ژوند نه ځان ژغورل له ژوند نه د بغاوت مانا نه لري، په ژوند کې د اصلاح او بدلون مانا ورکولاى شو، موږ بايد له خپلو نوو نسلونو او ماشومانو سره هغسې چلند ونه کړو، لکه زموږ ځينو پلرونو او مشرانو چې له موږ سره کړى، کاذب غرور او تپلى ژوند د فکر کولو او پرمختګ لار بندوي.
اوس په ځوان نسل دا نه شو منلى چې (ښار د پاريس نه ننګرهار ښکلى دى)، (کابل په دې دنيا جنت يادېږي.)، (افغانستان د علم او ادب ټاټوبى دى) او داسې نور چې په ټولنيز ژوند، هنر او سياست کې په بيا بيا تکرارېږي او کېدى شي ښکلي دروغ ورته ووايو.
له بې ځايه کليشو پاک ژوند راسره د ناوړه تقليدونو په مخنيوى او د فکر پرمختګ کې مرسته کوي، سمه ده چې په دوديزو ټولنو کې دا ډول بدلون يو پر يو ګران دى، خو په تدريجي توګه کېداى شي چې د ناسمو تقليدونو او ناسمو کليشو له سيوري راووځو.
-دا ليکنه –ننى افغانستان- اوونيزه کې خپره شوې ده.
———————–
د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ، مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم،ادبیات او تکنالوژي،قضايي لمونځ، د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر، بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…، پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…،په شعر کې د کلمو ټاکنه، ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه، وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه ، سوله او جګړه ، ارمان، لیکوالي، خنډونه او تجربېش، پر ځان کره کتنه ،ګُلدانونه ، ادبي نذکره او ادبي تاریخ ، استادانه لیکنه