موږ په غونډو کې اورو چې پښتو شعر ته کار شوی او نوي ځوانان باید چې نثر ته مخه کړي، او آن داهم اورو چې غزل خو یې بلکل ځوان دی… وي به خو له غزل پرته د شعر په نورو فورمونو او قالبونو کې چندان زیات شعرونه نه دي لیکل شوي، د دغه فورمونو له له منځه یې یوه څلوریځه ده چې د غزل په اندازه معروف او مشهور قالب نه دی، د غزل په برخه کې هر شاعر قلم خوځولی خو هر شاعر د ځلوریځو ځانګړې ټولګه نه لري. ځلوریځه چې په رباعي هم مشهوره ده، دوه بیته یا څلور نیم بیتۍ لري، په واحده موضوع لیکل کیږي او هندسي جوړښت یې غزل ته ورته دی خو له غزل سره يې تر موضوعي توپیر ور هاخوا بل فرق دا دی چې بیتونه یې لږ يانې دوه دي.
په هر صورت د خالد ریحان ‘غړوندي’ کتاب مې ولوست، په خوند مې ولوست، چې وخت پیدا کړم او نوبت یې راشي بیا بیا یې لولم. ریحان د پکتيکا ولايت د سروضې ولسوالي ګل دی او نن سبا د عربستان مسافر دی، شاعري یې پردېسه ده خو داسې هېڅ نه حس کیږي چې ګواکي له هېواد بهر د لیکل شوې وي، د ریحان کابو په هره څلوریځه کې د وطن درد یاد شوی او زیاتې څلوریځې یې کلیوالي رنګ لري، خپل ماشومتوب، کلی، کلیوال ژوند… د ریحان د غړوندي سوژې او تصویرونه دي.
يوه څه چې زما يې زیات پام ور اړولی هغه دا دي چې خالد ريحان د خپل کلي او په ټوله کې د پکتيکا فولکلور او دود هم خپل شعري قالب ته داخل کړي، ريحا د پکتيکاوالې لهجې ځينې مهم سوچه پښتو لغات هم په ډېر مهارت د شعر صنف ته بوولي او د هنر په رنګونو يې لا ښکلي کړي هم دي. د ښاغلي ريحان په څلوريځو کې کلی، ماشومتوب، رمه، شوديارې، غرونه، واروې، مچلوغې، جوړوبي،قلبې، … او د کليوالي ژوند په لسګونو مضمونونه، تصويرونه، رنګونه … موندلی شو.
د هند وتلی ليکوال، انځور ګر او شاعر رابندرتات ټاګور وايي: (( شاعري که دا درې شيان ونه لري کامله نه ده : دود، نوښت او طبعت . ))
ما چې د ريحان څلوريځې لوستې د ټاګور پاسنۍ خبره راياده شوه او ريحان په خپلو څلوريځو کې دا درې واړه ښکارندې : دود، تنوع او طبعيت په ډېر هنري انداز ځای کړي. ريحان وايي :
کله په غــــر يم کله په سمه
ډډه وهلــــــې، شپېلۍ وهمه
يومې خروړی بل مې مچلوغه
برګۍ رمه مې چې پرې ساتمه
په دغه څلوريځه کي د يوه شپون داستان دی چې خپله رمه په مچلوغه او خوروړي سپي ساتي، دا صحنه که څوک په ذهن کې تصور کوي نو خامخا به د يوې شنې ورشو په منځ کې يو شپون وينې چې شپېلۍ غږوي او رمه تر ګردو شنې ورشو ته بيا يي. شنه ورشو طبعيت، شپېلې مچلوغه، رمه، خووړی زموږ د فرهنګ برخې او ددغه شيان يو ځای کول نوښت دی. تاسې راځئ چې يوه بله څلوريځه ولولو :
زه يو ماشوم وم له بســـته کـــــــوره
ښکلی وم شوخ وم، ډک وم له شوره
چې به يې غېږ کې ايستم کــوڅې ته
نيا به مې پــــــــــوزه کړله راتــــــوره
ريحان وايي چې نيا به مې کوڅې ته ايستم پزه به ېې راتوره کړه ، د پزه تورول ممکن د کرکو او کږنو چې د فولکلور له ډلې دي يوه بېلګه وي. د پزې تورول چې نه پوهېږم څنګه منعا لري او يايې تر شا کومه فلسفه پټه ده يوازې ريحان يا د پکتيکا اوسېدونکي پرې پوهېدای شي. زه د پزې تورولو په معنا دقيق نه يم پو شوی خو دومره ويلی شم چې کومې انګرنې ته يې اشاره کړې ده.
په دغه لاندې څلوريځه کې له يوې بلې انګرنې يادونه کوي. دی وايي چې غټه ګوته چې اکثر خلک يې بټه ګوته هم بولي لېونۍ شوې او مور مې شين تار ترې تاو کړی چې بېرته سمه شي او لېونتوب يې ورک شي يا ممکن هغه ماشومان چې زيات لويږي مور يې تر ګوته شين تار تاووي چې ونه لويږي او خوږ نه شي دی وايي :
تل په کوڅه کې يم نوک وهلی
پړمخ په ځـمکه ، را پرېوتلـــی
لېونۍ شوې مې غټه ګـــــوته
مور مې ترې ځکه شين تار تړلی
په کليو کې چې ميندې نغدې پيسې نلري او ژوند ټول په خپلو توليداتو روان وي نو د نوي څېز د رانيولو لپاره دا دود وي چې څوک له ښآره مېوې يا کوم بل څه راوړي په کلي کې يې بيا په غنمو، وربشو او داسې نورو غلو دانو سر په سر يا دوه آن درې توله ورکوي ، مثلا يومن انګور په دوه منه غنمو خرڅوي، د کليوالي ژوند دغه خوږ دود ريحان داسې شعر کړی :
چې باغ ته راغلې سپينې کوچيه
په مخ د زانګــــــي تورې کوڅيه
زه به دوه پاوه، زردالــــــو درکړم
راکوې کورت پرې او که خولګيه
منل شوی حقيقت دی چې ژوند د تضاد ټولګه ده، جبران خليل جبران وايي، غم بد شی نه دی، ځکه چې غم نه وي خوشالي په څنګه پېژنو، چې شپه نه وي ورځ نشته… او چې جنګ وي سوله نشته، د تضاد ادبي صنعت چې په شعري ښکلا کې مهم رول لري د ريحان په دغه څلوريځه کې په ډېر خوند ځای شوی.
د تورو زغرو ، جنګ له شامته
د بم بارودو ، له برکـــــــــــته
ګټلی نشــــــــــم لوبه د سولې
د بخت بېډۍ مو، وتې له ګورته
جنګ مردود دی او تر څو چې جنګ وي سوله نشته او چېرته چې سوله نه وي هلته ژوند سخت وي ، د ريحان په لسګونو څلوريځې داسې دي چې جنګ غندي، د جنګ ورکه غواړي… او له جنګ کرکه کوي او بار بار وايي چې له جنګ ستړي يو.
ستړي يو ستړي ، ستړي له جنګه
ځــمکه ده ټوله راباندې تـــــــنګه
ساه د بارودو په ګـــرد کـــې اخلو
د جـــنګ بلا ده په مـوږ کې لنګه
اوسنۍ ادب پوهنه وايي چې شعر د عاطفې اولاد دی، هغوی چې عاطفي دي بهتره شاعران دي او خالد ريحان چې سړی لولي فکر کوي چې کواکي ډېر نازک زړه لري او عاطفي شخصيت دی،که څه هم ما له نږدې نه دی ليدلی خو شعرونه يې زړه ته لار کوي. په دغه لاندې څلوريځه کې چې څومره کشش دی عاطفي دی .
زوی يې تر کوره وهلې کـــوکې
سر ور مات کړی، يوه همزولوکي
خواره مورکــۍ يې له ډېر غربته
ورته پټۍ ږدي پرې د زړوکــــي
په دې څلوريځه کې يو حسي تصوير دی، تخيلي اړخ يې بيخي کمزوری او آن په نشت حساب دی، موسقيت يې د قافيو په کليمو کې د اوږدې (ې) او څرګندې (ي) يا تغير خراب کړی خو عاطفي اړخ يې دومره خوږ دی چې لوستونکی يې په تخنيکي تېروتنې پسې سر نه خوږوي او يوازې له عاطفي مضمون يې خوند اخلي.
لوستونکی که ډېر دقيق او د معلوماتو څښتن وي او پدې هم پوه شي چې په زخم د چټلو لتو اېښودل لاپسې خطرناک دي د دغه څلوريځي په لوستو ممکن لا ډېر غمګين شي.
داسې ښکاري چې ريحان خپل ماشومتوب او د کوچنيوالي کلونه په کلي کې تېر کړی، ده ته خپل ماشومتوب لکه ليکلی داستان کرښه په کرښه ياد دی، ځکه خو وايي
ماشومې ورځې ژر تېـرېدلې
چې ما او تابه غواوې پوولې
مابه ګلخۍ کړه په لوټو پټه
تا به څپياکــــې، را ټــولولې
ابهام ښه نه وي، په نثر کې خو چې راشي نو سړی يې له لوستو ستړی شي ، خو شاعرانه ابهام بيا ډېره خوږه مزه لري، له کاروان صېب مې اورېدلي چې په شاعري کې له ټولې ظاهري او محتوايي ښکلا سره سره بايد يو ابهام هم وي، دغه ابهام ددې لپاره ښه وي چې سړی شعر په لسګونه ډوله وژباړي او بېلا بېلو تعبيرونه ورکړي، خو په شعر کې د ابهام ځايول لوی هنر دی او هسې کار نه دی. شاعرانه ابهام شاعرانه استعداد او تجربه غواړي، داسې ښکاري چې ريحان له دغه موضوع سره هم آشنا دی، پدې لاندې څلوريځه کې يو شاعرانه ابهام پنهان دی.
د بهــارونو په چـــــم کــــې وتې
چنار، سينـــــځلې، څاړې پروتې
ستا د ښکلا په، څانګه به کښېني
د خيال مرغۍ ده، رانه الــــــوتې
دا څلوريځه که غواړو په نثر واړوو نو زه به يې يو ډول تفسيروم او که بل څوک وغواړي محتوا يي بيان کړي هغه به له بلې زاويي ورته ګوري او بله معنا به ورکوي، د شاعرانه ابهام ګټه داده چې په يوه غشي څو ښکاره کولی شو.
په غړوندي کې يو بل پام وړشی نوي او جالب ترکيبونه هم دي، ريحان چې کليوال طبعيت ته ځير شاعر دی، توانېدلی چې ځينې نا ويل شوې خبرې وکړي او هغه ترکيبونه کشف کړي چې شعري فورمونه ته د ننوتو انتظار باسي، په دغه لاندې څلوريځه کې کنګل ژبې يو نادر ترکيب دی.
د څېلې ورځـــې، په سړوخي کــې
نه شور په بڼ کې نه په لښتي کې
د اوبــــــو ژبې کــنګل کــنګل دي
چوپه چوپتيا ده په جور جوړي کې
دې ته ورته په لسګونو خوندور ترکيبونه لکه ، د خيال مرغۍ، د مينې يوې، د زړه غر، د غم بمونه ، د اوښکو سويان، د اوښکو رمې، وحشي سرخي، د لمر تنور، وړانګين لښکر، د ښکلا مور، د بم څپړه، د نظر لښته… په غړوندي کې موندی شئ، نوي ترکيبونه ايجادول پراخه چورت وهنه غواړي او د شعر اغېز يو په دوه کوي.
د ريحان صېب غړوندي کتاب د خوږو څلوريځو مجموعه ده د ښکلا ډېر اړخونه لري او که هر يو بېل بېل را اخلو ډېر وخت رانه غواړي خو که د شعر مينان واست له دې کليوالې شاعري خوند واخلئ .
دلته ځينې وړې ستونزې چې ما د خپلې مطالعې په وخت په دغه کتاب کې حس کړې هم بايد يادې کړم، دا معمول خبره ده چې د الله پاک له خبرو پرته نورو ټولې خبرې د اصلاح وړ دي او انسان که هرڅومره تکړه هم شي تېروتنې کوي ، په غړوندي کې داسې تېروتنې کمې دي چې سړی فکر وکړي بېخونده کتاب دی، د غړوندي نيمګړتيا وو ته يوازې دقېق لوستونکي متوجه کيږي. ما د دغه کتاب د مطالعې پر مها دالاندې مسايل په نښه کړي.
يو ـ قافيوي تېروتنې : که څه هم چې په شاعري کې بيا د شاعري په هغه قالبونو کې چې وزن او قافيه پکې شرط وي سړی کله نا کله اړ کيږي چې له ګرامري قواعدو سرغړونه وکړي خو بيا هم جواز نشته، تاسې راځئ چې يوه څلوريځه ولولو چې ورته ستونزه لري.
راسره کړې که، ياري صنمه
سرمايه ټوله، دغـــــــه لرمه
له مينې ډکې يو څو ســندرې
يو سپين کاغذ دی او يو قلمه
په پورته څلوريځه کې صنمه، لرمه او قلمه د قافيې کليمې دي، په صنمه کې ستونزه نشته خو لرمه چې ده بيا ښه نه ورسره جوړيږي دغسې قافيې د دسستې او چوستې په نوم ياديږي خو د قافيې درېيمه کله يې چې قلمه ده له ګرامر سر غړونه ده قلم چې هېڅ اړتيا نشته قلمه يې وليکو د قافيوي اړتيا په آساس شاعر مجبور شوی چې شکل يې واړوي او قلم (قلمه) وليکي.
يوه بله بېلګه :
کــــــفر دی، چېرې مســـلماني ده
دغه اوس دين دی که بې ديني ده
په خـــــــــوله د دواړو کې لا اله ده
مقتـــول شهيد دی، قاتل غازي ده
هغه نومونه يا هغه جملې چې په ښځينه کليمو پای مومي د اختتام قيد يې (ده ) دی او هغه چې نارينه دي بايد په (دی) باندې ختمې شي، د مسلماني او ديني کلميو په پای کې د (ده) مورفيم ستونزه نه جوړوي خو قاتل چې نارينه نوم دی بايد په ( دی ) پای ته رسېدلی وای نه په (ده ). دغسې ستونزه په نورو څلوريځو کې هم ليدل کيږي.
دوه ـ موضوعي تکرار : کله کله يو شاعر يوه موضوع په ډېر هنر شعر کړي، پداسې بڼه يې شعر کړي چې د خلکو زړونو ته لار وکړي، بيا يو بل شاعر متاثره کړي او هغه يې هم په شعر کې راوړي، دا بده خبره نده خو دويم شاعر يې که په شعر کې راوړي بايد چې تر لومړني شاعر زياته خواري پرې وکړي. د پير محمد کاروان هغه بيت چې وايي :
مرغان د راشی زموږ لپو کې د ځالې وکړې
غر مو نښتــر نه لري کلی مو چنار نه لري
د اکثره کسانو په حافظو کې محفوظ دی د ريحان صېب دا لاندې څلوريځه داسې ده لکه د همدې بيت په تقليد چې ليکل شوې وي، خو داسې موارد په غړوندي کي بيخي کم ياب دي ،ريحان وايي
بمو بارودو سوې ورشې دي
که ګلکڅونه او که مرغې دي
غواوې مو ټولې زړې په لوغ کې
د ځګي شونډې سپېرې سپېرې دي
درې ـ ويي پانګه : د ريحان صېب په غړوندي کتاب کې د پکتيکا والې لهجې په لسګونو داسې لغات هم شته چې ممکن د نورو سيمو خلک يې په معنا او مفهوم پو نشي، ښه وه چې ځينې لغات د کتاب په حاشيو کې معنا شوي وای، د دغه لغاتو څو بېلګې چې زه يې په معنا نه يم پوهېدلی دا دي .
تنزري، چولۍ، کوتلې، چور چوړي، اوبشته ، پياڅي، سندۍ، هل، رغنې او دې ورته ځينې لغات چې کېدای شي زما په شان نور کسان يې هم په معنا پوه نشي.
هو ريښتيا دغه مقالې ته مې ځکه کليواله شاعري نوم ورکړ چې هره څلوريځه د کلي رنګ او خوند لري، يا پکې کليوال تصويرونه دي، يا کليوالې پېښې او سوژې. زه فکر کوم چې کومې بېلګې يې ما په دغه مقاله کې راوړې هره يوه يې لږ او ډېر کليوالي خصوصيات هم لري.
په پای کې بايد ووايم چې ريحان نوښت ګر شاعر دی، په فکر يې برکات، خدای وکړه چې په راتلونکې کې دغسې ډېر الفاظ د شعر په مزي وتړي او د شعر مينو ته لا بهتره شعرونه وليکي.
پای
۱۳۹۵=۱۲=۲۴
پکتيکا ملي راډيو تلويزيون