مجيد ژړاند-

پرله پسې څلور دېرشمه اونيزه ناسته دمعمول په څېر دسپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره پيل شوه، چې د خيال محمد زماني له لورې تلاوت شول.

دننۍ غونډې مشر حبيب الرحمن تاثير او ددريځ چارې دمجيد ژړاند پرغاړه وې.

غونډه دروان کال دغبرګولي په نهمه نېټه مسلم پوهنتون کې دماسپښين په دري نيمو بجو پيل او نژدې يو ساعت يې دوام وکړ.

لومړی دتېرې ناستې اونيز راپور دغونډې ګډونوالو ته وړاندې شو، وروسته په راپور لنډ بحث وشو.

تاثير صیب! وويل په دغه راپور کې ځينې جملې په سمه توګه نه دي تړل شوې او داسې ښکاري، چې دغه خبرې راوي نه بلکې خپل ګزارشګر کړې دي.

هغه دراپور په هغه غونډله هم نيوکه وکړه، چې دسانګې وهلو مېله، دهغه په خبره دغه مېله نه بلکې لوبه ده، سيف الله لکڼ خېل هم په خپل وار سره په راپور خبرې وکړې، زياته يې کړه دراپوربڼه باید بدله شي، تر څو يې لوستونکي خوښ او وستايي.

څنګه چې غونډه په دريو برخو وېشل شوې وه، لومړی برخه دغبرګولي اتمه دپښتو نړيوالې ژبې ته ځانګړې شوې وه نو دغونډې لومړۍ برخه دپښتو ژبې نړيوالې ورځې ته ځانګړې شوې وه.

۱
دويمه برخه (اروپا څنګه عروج ته ورسېدله؟) ازاد بحث ته ځانګړې شوې وه، دغونډې درېيمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه، اوروستيو کې دغونډې مشر ديادې ناستې ارزيابي وکړه.

لومړی دپښتو نړيوالې ژبې دورځې په وياړ دغزني پوهنتون استاد صفا خبرې وکړې، هغه وويل : دپښتو ژبې لومړنی علمي سمينار په ۱۹۸۸ زېږديز کال په پېښور کې جوړ شو، چې سليم راز او نورو ليکوالو او قلموالو پکې برخه اخيستې وه، همدارنګه دپښتو ژبې دويم علمي سمينار په ۲۰۰۰ زېږديز کا ل په پېښور کې تر سره شو، چې وروسته بیا په کوټه او نورو سیمو کې هم دمورنۍ ژبې په وياړ علمي سمينارونه جوړ شوي دي.

ښاغلي صفا وويل: اوس هم زموږ ژبه ددفتر ژبه نه ده، تر اوسه هم په دفترونو کې له پښتو ژبې سره زياتی کېږي، موږ او تاسو باید خپله ژبه ددربار او دفترونو ژبه وګرځوو، نو له هغه وروسته بیا دخپلې ژبې حق اداکولی شو.

د استاد صفا له خبرو وروسته جميل وقار دريځ ته وبلل شو، هغه داروپا دعروج ځينې لاملونه دغونډې برخه والو ته وړاندې کړل، هغه وويل: ځينې پوهان په دې نظر دي، چې داروپا ډېری ځمکه ځننګلي وه، خو اروپايانو خپله دغه ځنګلونه ووهل او دلته يې کرکيلې ته زمينه برابره کړه.

همدارنګه دامريکا له کشف سره سم اروپايانو خپل اومه مواد اروپا ته انتقال کړل، چې داروپا دعروج سبب شول.
دجميل وقار په خبره کله چې مذهب له سياست څخه جلا وبلل شو، مذهب يواځې تر کليسا او راهبانو پورې محدود شو، نو له همدې امله اروپا ژر دعروج په لور ګړندي ګامونه واخيستل.

وروسته پرموضوع ازاد بحث وشو سيف الله لکڼ خېل وويل: کله چې ترکيې دسيکولر تګلاره خپله کړه، هلته ترکيه کې پرحجاب بنديز ولګېد، هلته پو وخت په اذانونو بنديز ولګېد، همدارنګه کله چې ترکيې اسلام په سمه توګه وپېژندل، نن تر ټولو پرمختللی اسلامي هيواد دی.

همدارنګه استاد صفا هم داروپا اقتصاد او دهغوی زېرمې دهغوی دعروج لاملونه وبلل.

خو دغونډې بل برخه وال سميع الله صديق هم خورا خوندورې خبرې وکړې: کله چې په اروپا کې وحشت عروج ته ورسېدل، هغه مهال اسلامي هيوادونه بډایه او شتمن و، اروپايانو په تېره بیا دارتودوکس او نورو مذاهبو سره په جنګونو اخته وو، همدغه مهال دوی داسلام پرضد دسیسې جوړې کړې، ځکه اسلام دپرمختګ او سولې دين دی، نو دوی له همدې وېرې، چې په ټوله نړۍ کې داسلام رڼا خپره نه شي، نو خپلو منځونو کې متحد شول، دوی هغه قيودات چې دکلیسا دراهبانو له لورې وضع شوي و، مات شول.

همدارنګه دموضوع اړوند دغونډې ټولو برخه والو خورا ښایسته خبرې وکړې، هغوی هيله وښوده، چې دغه ډول ډله ايز کار به مو نور هم غونډې بېل رنګ خپل کړي او دغونډې هر برخه وال به پکې برخه اخلي.

دغونډې درېيمه برخه لکه څنګه چې وړاندې وويل شول، مشاعرې ته ځانګړې وه، دمشاعرې لومړی شاعر شير محمد مهد خ��ل شعر دغونډې برخه والو ته وړاندې کړل، چې دچکچکو په کولو سره بدرګه شو، ورپسې عبدالسلام افغان او محمد اصف حنيفي هم خپل شعرونه دغونډې برخه والو ته وړاندې کړل.

دناستې په وروستيو کې دغونډې مشر حبيب الرحمن تاثير دغونډې ارزيابي وکړه، ويې ستايله، هغه وويل له نورو ناستو سره يې کاملا توپير درلود، دننۍ غونډې بڼه بېخې بدله وه، هغه وويل په راتلونکي کې به مو هڅه دا وي، چې نور هم غونډې ښکلې کړو.

غونډه د ماسپښين په څلور نيمو بجو سره دعبدالباري حميدي له لورې ددعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *