کليوال ادبي ملګري ټولنې د روان کال د غبرګولي د میاشتې په لسمه نېټه د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون په درنښت غونډه وکړه.

دغې غونډې ته د پکتیکا د فرهنګپالو په ګډون په لسګونو د شعر او ادب مينه وال راغلي وو.

غونډه د سپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره پيل شوه، لومړی ويناوال د کليوال ادبي ملګري دټولنې ريیس جميل وقار دريځ ته وبلل شو، هغه د استاد لال پاچا ازمون په ګډون ټولو راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه، تر څنګ يې دکليوال ادبي ملګري ټولنې په فعاليتونو هم لنډه رڼا واچوله.

هغه دخبرو په دوام وويل، دژبې او فرهنګ دسرلارو ستاينه او لمانځنه دکليوالو شعار دی، جميل وقار وويل (( کليوال ادبي ملګري ټولنه په ۱۳۹۰ ل کال په غزني ښار کې رامنځ ته شوه، چې سرلاری يې ارواښاد غني خان غالب وو، که څه هم هغه اوس زموږ په منځ کې نشته، خو ملګرو يې دهغه يو شمېر هيلې پوره کړې دي، هغه دکليوال ادبي ملګري دټولنې فعاليتونه په يواو بل پسې داسې راوشمېرل.

تر دمګړۍ ټولنې لس ټوکه فرهنګي او علمي کتابونه چاپونه کړي دي، دغږ په نوم چاپي خپرونه ، چې اوومه ګڼه يې اوس له چاپ نه راوځي، دغږ په نوم انترنيټي پاڼه هم ددې ملګرو زيار او هڅه وه، چې له نېکه مرغه دغږ په نوم سايټ لرو.

دغزني پوهنتون سره مو ددری سوه ټوکه کتابونه مرسته ، دمسلم پوهنتون سره مو هم ددوه سوه ټوکه کتابونو مرسته کړې ده.

دکتاب سیالۍ لومړۍ دوره مو سرته رسولې ده، او دوېيمه دوره به يې په نژدې ورځو کې پيل شي، همدارنګه هغه وويل چې په دې وروستيو کې به کليوال ادبي ملګري ټولنه دګام په نوم اونيزه خپرونه هم تر مينه والو ورسوي، چې دغږ په څېر دخلکو دهيلو انعکاس به وي. ))

ورپسې دشمس العارفين دلوړې لېسې دترانې ګروپ خپله ترانه وړاندې کړه، چې دګډونوالو له لورې يې تود هرکلی وشو.

1دغونډې بل ويناوال حبيب الرحمن تاثير وو، چې داستاد لال پاچا ازمون دپنځونو په اړه وه، هغه داستاد په اړه هراړخيزه مقاله دغونډې برخه والو ته وړاندې کړه:

((لعل پاچا ازمون دښاغلي وطنخېل زوی، په ۱۳۵۱ل کال دننګرهار دشينوارو په هسکه مېنه کې زېږېدلی دی، خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې دننګرهار او خوشحال خان په لېسه کې تر سره کړې دي.

خپلې لوړې زده کړې يې دکابل او ننګرهار پوهنتونونو دژبو او ادبياتو پوهنځي ، په پښتو څانګو کې په لوړه درجه سر ته رسولې دي.

په همدغه رشته کې دماسټرۍ زده کړې په ۱۳۸۷ل کال کې بشپړې کړې دي، له هغه وروسته دکابل پوهنتون دپښتو ژبې او ادبياتو دپوهنځي استاد په توګه وټاکل شو.

له ختيځ زون څخه دامريکا اشنا غږ سره کار کوي، ددې تر څنګ يو ښه ليکوال،سياستوال، ژباړن، شاعر او نوموتی ژور نالیست هم دی.

استاد ازمون صیب! دفولکلور په برخه کې هم ډېر زيات کارکړی دی، دتاثير په خبره چې فولکلور ته ډېر لږ کار شوی که په بره پښتونخواکې ازمون صیب! دقلم په څوکه ولسي ادب خوندي کوي، نو له پولې پورې غاړه کې بیا سيال کاکړ هم يو څه کار کړی دی.

ښاغلی ازمون دروان پير هغه شاعر دی، چې په خپله شعر کې يې دټولنې دناخوالو او ستونزو انځورونه ښکاري، ښاغلی ازمون هغه شاعر دی، چې هم ورته دګلونو قاتل مالوم دی او هم يې دنوم اخيستلونه ډډه کوي، ځکه چې هغه مهال زموږ ټولنه کې يې دغه تريخ واقعيت څرګند کړی دی، له دې امله زموږ دټولنې هغه انځور ګر شاعر دی، چې غضنفر صیب! په خبره هغه به بیا زموږ راتلونکی نسل نه احساسوي، خو ازمون په شاعري کې دا موندلی شي. ))

وروسته ښاغلي اسدالله جلالزي ته بلنه ورکړل شوه، چې داستاد په اړه خپلې خبرې دغونډې برخه والو ته وړاندې کړي، جلالزي صیب! دخبرو په دوام وويل:

((لال پاچا ازمون هغه شاعر دی، چې دده په هر نظم، هره غزل کې دمور يادونه شوې ده،   دکليوال ادبي ملګري دټولنې له غړو نه يې مننه وکړه، چې تل يې دکار خلک ستایلي دي، تل يې دخپلې ژبې او دخپل فرهنګ دودې لپاره بې درېغه هڅې کړې دي))

د غزني دپوهنې ريس محمد عابد عابد هم خپله وينا دغونډې برخه والو ته وړاندې کړه، استاد ته يې ښه راغلاست ووايه او د کليوال ادبي ملګري دټولنې له غړو نه يې هم مننه وکړه، چې تل يې هڅه او هاند دخپلې ژبې داتلانو لپاره لمانځغونډې جوړوي، چې نېک اقدام دی، په ګانده کې يې ورته دلازياتو برياوو هيله وکړه.

له پکتيکا څخه راغلي مېلمه شاعر او ليکوال عبدالباري نعيمې ته بلنه ورکړل شوه، تر څو داستاد په اړه دغونډې برخه والو ته خپلې خبرې وکړي.

((داستاد دشخصيت، منډو ترړو په اړه ډېر څه وويل شول ، استاد که دغه وړتيا نه درلودای نو نن به دده ددرنښت په غونډه کې دومره شمېر کسان نه وو، داستاد دلمانځنې لپاره همدومره بسنه کوي، چې په غزني کې کليوال ادبي ملګري شخصيتونه لمانځي، تر دې وړاندې يې ښاغلی عصمت الله زهير هم لمانځلی او دهغه دپنځونو قدر يې کړی دی))

دژوند مدني ټولنې په استازيتوب عبدالله ويديال دريځ ته وبلل شو، ويديال استاد ازمون صیب! ته ښه راغلاست ووايه ، دهغه دليکوالي او شاعري ستاينه يې وکړه، کليوال يې له دې امله وستایل ، چې تل يې دخپلې ژبې او فرهنګ سرلاري نازولي دي، په راتلونکي يې دلا برياوو هيله وکړه.

داستا د په ژوند او فن باندې هم دامحمد ناوک، دمحصلينو په استازيتوب نورمحمد نور، دعالي دارلمعلمين په استازيتوب قاضي عارف او دپکتيکا ولايت دولايتي شورا پخواني ريس عبدلغني پکتين خبرې وکړې.وروسته دکابل پوهنتون استاد ښاغلی لال پاچا ازمون دريځ ته وبلل شو، هغه دخبرو په دوام وويل(( هغه توري نه لرم، چې تاسو پرې وستايم، زموږ قوم هغه قوم دی، چې دخپلو مشرانو قدر کوي، ننۍ غونډه يې ژوندۍ بېلګه ده، افغان ملت چې دخپلو خلکو درناوی چې څوک کوي، بل هيڅوک يې نه کوي، استاد غزنی هغه سیمه وبلله، چې دشاهنامه ابتکار يې راپر ايښی دی.

استاد دهغه درد په اړه هم وويل چې تېر ځل غزني ته راغلی وم، نو دهمدغه ټولنې مشر ارواښاد غني خان غالب راسره کېناست، دخپل ځان په اړه يې راته هيڅ هم ونه ويل، خو د غزني دپوهنې دبهير او نورو ستونزو په اړه يې راسره خبرې وکړې ماته يې وويل ، چې زموږ دغه غږ تر اشرف غني پورې ورسوه، ماورته وويل چې راته ويې ليکه هغه راته ټولې ستونزې دکاغذ پرمخ وليکلې، خو دری ورځې وروسته دهغه دشهادت اواز هيښ کړم، هغه درد مې اوس هم په زړه کې دی،څنګه چې کليوال ادبي ملګري کليوال لمانځي همدغه کليوالي مينه مو پاتې شه، موږ که سیاست کوو، نو ملي سياست کوو، دلته نورې نسخې نتېجه نه ورکوي بې له افغاني فرهنګ پرته، سیاست باید دافغانانو لپاره وي، دافغان په ژبه وي، دافغان فکر وي. ))

وروسته دکابل پوهنتون استاد عبدالسميع وحدت دريځ ته راغی او داستاد په شخصي ژوند يې لنډې ارزښتناکې خبرې وکړې.

(( زه له استاد سره نژدې اته کاله له استاد سره يم او ډېرې ځانګړتياوې شته، کليوال ادبي ملګري چې کومه غوڼده کړې ده، هغه ملنګ پاچا دی، مادیات نه لري ، خو په زړونو پاچا دی، کلیوال ادبي ملګري دې خدای لري، چې تر دمګړۍ پورې کليوال ډېر څوک لمانځلي دي.

استاد به داسې درس لوست چې موږ به هيڅ پرې پوه شوي نه وو، استاد دصنفي فعاليت له مخې نمرې ورکولې، استاد ژورنالیست دی ، پنځه لس کاله له اشنا راډيو سره کار کړی دی، هماغه ژورناليستۍ لړۍ روانه ده، دکرښې په نوم اونيزه خپروي، که داستاد شاعري وګورې، نو دکلاسيکې دورې خیال به مو وشي، خو استاد دنني پير شاعر دي.

تردمګړۍ شل يونليکونه ليکلي دي، دهيواد هرې سيمې ته سفرونه کړي دي، له استاد نه ريس جمهور دمعاونيت دپوست ورته ويلي، خو استاد نه دي منلي، استاد دغرنۍ موسيقي سره ډېره مينه لري، هغه ځای يې خوښ وي، چې هلته سپين ږيري وي، سخت خوشاله وي.))

د استاد وحدت له خبرو وروسته دافغاني سرې مياشتې ريس او دکليوال ادبي ملګري دټولنې درهبري شورا غړي سميع الله صديق استاد ازمون ته دوياړ پګړۍ په سرکړه چې دغونډې ګډونوالو يې تود هرکلی وکړ.

دغونډې په وروستيو کې مشاعر ه هم تر سره شوه، چې شاعرانو پکې ښکلي غزلونه او شعرونه وړاندې کړل.

غونډه دقاضي امين له لورې ددعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

هېره دې نه وي، چې استاد ازمون   نژدې ۶۳ کتابونه چاپ او پينځه لس نور يې ناچاپه اثار دي.

استاد شل يونليکونه هم ليکلي دي، او نژدې ۱۵۰۰ راپورونه لري، چې له امريکا اشنا راډ يو نه خپاره شوي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *