مدني ټولنو د تېرې يوي نيمې لسيزې په اوږدو کې د افغان ولس د فکري پراختيا، ادبي غنامندۍ او ټولنيزو چارو په سمون کې د دولت تر څنګ مهمه ونډه درلودلې ده. چې په غزني ولايت کې د همدغسې ټولنو سرلاري ((کليوال ادبي ملګري)) يادولی شو.
دې ورځو کې په غزني ولايت کې د کليوال ادبي ملګرو ټولنې او د دغه ولايت د امنيه قومندان جنرال امين الله امرخېل تر منځ ستونزه پيدا شوې ده.
ښاغلي جنرال امرخيل په وروستي ګام کې د يوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې دغه ټولنه له مخالفينو سره په ملاتړ او له بهرنيو کړيو سره په لاس لرو تورنه کړې ده.
هغه پېژندنه، چې بلخ ادبي خوځښت يې له کليوال ادبی ملګري ټولنې څخه لري. دغې ټولنې په سختو شرايطو کې د غزني د خلکو لپاره پراخې ادبي، فرهنګي او ولسي هڅې کړي دي.
دغې ټولنې د خپلو هڅو له لارې د ځوانانو د فکري ودې لپاره نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي.
حکومتي چارواکي او دولتي ادارې بايد له دا ډول ولسي حرکتونو څخه ملاتړ وکړي.
په ټول احترام چې د غزني امنيه قومندانۍ ته يې لرو او چارواکي يې د ټولنې خدمتګار ګڼوو، تر څنګ يې د ښاغلي امين الله امرخېل وروستي تورونه بې بنسټه بولو او ورڅخه هيله کوو، چې که خدای مکړه کليوال ملګري ټولنې کې دا ډول ستونزې وي؛ نو د حکومت د يوه مسول چارواکي په توګه دې له قانوني لارو مخکې لاړ شي.
مونږ هيله مند يوو، چې د کليوال ادبي ملګري ټولنې او د غزني امنيه قومندان تر منځ ياد مشکل ژر تر ژره حل شي او ياده ټولنه پرښودل شي، چې خپلې ولسي هڅې په عادي ډول ترسره کړي.
د دغه ولايت امنيتي مسوولين دې د امنيت به خونديتوب کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
درنښت
بلخ ادبي خوخښت
مزارشريف
د ليندۍ
۱۱مه، ۱۳۹۵لمريز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *