که طالع او هنر دواړه سره کېږدي
زه خوشال به پکې ونيسم هنر
کليوال ادبي ملګري ټولنه چې بنسټ يې نژدې درې کاله وړاندې په (۱۳۹۰) ل کال دسلواغې په مياشت کې کېښودل شو.
د دې ټولنې رهبري ښاغلي غني غالب کوله چې د روان کال د وږي د مياشتې پر دوولسمه نېټه په شهادت ورسېد، د نوموړي شهادت د ټولو فرهنګيانو د خواشينۍ لامل وګرځېد.
که څه هم د کليوال ادبي ملګري ټولنې درې کلن مزل کې د ليکوالو ځينې اثار د چاپ په ګېڼه پسوللي دي، علمي سمينارونه يې داير کړي، دغزني مرکز او اندړو ولسوالي کې د پسرلنۍ مشاعره هم ترسره کړې ده .
کليوال ادبي ملګري چې تل يې يواځينی هيله ا و موخه خدمت او چوپړ کول دي، سږني کانکور کې يې کليوالو ځوانانو سره د انتخاب او ځينو نورو مهمو مسايلو اړوند يې درې ورځنی ورکشا پ جوړ کړی و.
کليوالو يواځې په سمينار بسنه کړې نه ده ، بلکې اونيزې دوامداره غونډې چې دهر ې اونۍ لپاره په ځانګړو موضوعاتو باندې لکچرونه ورکوي.
په وروستيوکې يې د کتاب په نوم سيالي هم پیل کړې ده ، چې د محصلينو او زده کوونکو له تود هر کلي سره مخ شوي دي .
کليوال ادبي ملګري وياړي چې دمګړۍ درې ټوکه کتابونه تر چاپ لاندې لري. دا کتابونه به په نژدې راتلونکي کې د مينه والو تر لاسونو ورسېږي.
کليوال ادبي ملکري ټولنې د خپلو هيلو او غوښتنو د انعکاس لپاره دغږ په نوم مياشتنۍ خپرونه هم لري .
له نېکه مرغه دوه ګڼې يې لوستونکو لاس ته وررسېدلې دي او دريمه ګڼه دچاپ تر خونې رسېدلې ده.
کليوال ادبي ملګري ټولنه په کليوالي مينه پايي ، خلوص او صداقت يې دپرمختګ پړاوونه وهي.
نور هم خپلو هڅو ته دوام ورکوو، پرمختګ کوو او ډېر څه به لاسته راوړو .
لا به ډېر ګلونه واه شي په دې باغ کې
د ګلزار دغوړېدلو يې اغاز دی.