هغه شېبې مې اوس هم ښې په ياد دي، زه د لنډ مهال لپاره د هغه روغتون په يوه کوټه کې بستر وم، د کوټې ملګري مې ډېر ژر وپېژندل ، ماته په مخامخ کټ يوې ناروغې مېرمنې تل له خپل خاوند سره تل مناقشه او بحث کاوه، يو له بل سره به هر وخت په ګرمو او جنجالي خبرو بوخت وو.
ښځې غوښتل چې له روغتون نه رخصت او کورته ولاړه شي، خو خاوند به يې چې هر ځل پوښتنې ته راغى، نو هغې ته به يې ويل چې تر جوړ ېدو روغتون کې پاتې شي.وروسته د ډاکټرانو له خبرو پوه شوم چې ښځه يې تومور ناروغي لري او حالت يې ډېر نازک دى.
د دواړو ترمنځ مناقشو کې يو څه د هغوى د کورنۍ له وضعيت سره هم اشنا شوم. دوى د يوې ساده کليوالي کورنۍ مور او پلار وو او دوه اولادونه يې لرل، يوه نجلۍ وه چې تېر کال د ښار پوهنتون ته کاميابه شوې وه او يو يې کشر زوى و چې اوس يې هم هلته د کلي په ښوونځي کې سبق ويلو.
د دوى ټوله شتمني يوه وړوکې کرونده ، شپږ مېږې او پسونه او يو غوا وه، کليوال سړى به هره شپه د روغتون له پلې لارې سره درېده او کور ته به يې زنګ وهلو. د سړي غږ ډېر اوچت و، که څه هم د روغتون دروازه بڼده وه، خو غږ به يې په روښانه توګه اورېدل کېده.
له خپلې کورنۍ سره ددغه سړي په هره ورځنۍ تيليفوني مکالمه کې هېڅ توپير نه و، زوى ته به يې ويل: غوا او پسونه دې څرولو ته بېولي او که نه؟ ډېر پام پرې کوه، کله چې بهر ته ځې؛ د کور دروازې تړل دې هېر نه شي. درسونه دې څنګه دي؟ زموږ اندېښنه مه کوه، مور دې اوس په ښه کېدو ده ، ډېر ژر به بېرته درشو، ډاکټران به يې څو ورځې وروسته عمليات وکړي.
بلاخره ډاکټرانو څو ورځې وروسته عمليات خونه د جراحي عمليات لپاره برابره کړه، ښځې خونې ته تر تګ وړاندې يو ځل بيا د خپل خاوند لاس ټينګ کړ او په ژړغونې غږ يې ورته وويل:”که بيا مې سترګې ونه غړولې، نو په ځان، اولادونو او څارويو به ډېر پام کوې…”
خاوند يې په ډاډمن او له زړه سوي ډک غږ خبرې ورپرې کړې او د خپلې مېرمنې لاس يې کلک کړ:
“دا څه لېونتوب دى، دا خبرې مه کوه…”
خو ما داسې احساس کړه چې رنګ يې وتښتېده او يو څه بدلون په کې راغى، تر نږدې لسو ساعتون وروسته ښځه بېرته خپلې کوټې ته په داسې حال کې راوړل شوه چې بيخي بې حسه او بې حرکته وه، جراحي عمليات يې په برياليتوب سره تر سره شوي وو.
سړى له خوښۍ نه په جامو کې نه ځايېده، کله يې چې د خپلې مېرمن تخت سم کړ، بهر ته ووت او د شپې تر ناوخته بېرته روغتون ته راستون نه شو. سړي په هغه شپه د نورو شپو څېر کور ته د لارې له سره ټيليفون هم ونه کړ، ښځه يې لا هم په بې هوښه وه، سبا ورځ بېرته په حال شوه، که څه هم لا يې خبرې نه کولې، خو وضعيت يې ښه و.
په لومړۍ ورځ يې چې د اکسين ماسک ورنه لرې کړ، د ښځې او خاوند تر منځ بيا پخوانى بحث او خبرې پيل شوې، ښځې بيا ټينګار کاوه چې له روغتون نه رخصت شي او کور ته يې بوځي، خو سړي په يوازې د پاتې کېدو خبره کوله، بحث د پخوا په څېر روان و. هر څه د نورو شپو په څېر شول.
سړي به د شپې کور ته تيليفون کاوه ، زوى ته به يې همغه خبرې کولې، يوه ورځ تصادفا زه هم په همغه لاره روان وم، د کليوال سړي تر څنګ تېرېدم چې ورته پام مې شو، ويل ېي: ” غوا او پسونه څنګه دي؟ اوبه او واښه خو به وخت ورکوې که نه؟ اوس دې نو مور هم په ښه کېدو ده او موږ به له خيره کور ته در ستانه شو.”
يو وخت مې ناڅاپه د هغه لاس ته پام شو. سخت يې حيران کړم، ومې ليدل چې له هغه سره هېڅ ټيليفون نه شته، له ځان سره خبرې کوي. ماته يې چې پام شو د غلي پاتې کېدو اشاره يې راته وکړه، خبرو ته يې د پخوا په څېر دوام ورکړ او مکالمه يې چې خلاصه کړه، وروسته ماته رانږدې شو او په ټيټ غږ يې راته وويل:
“هيله کوم. مېرمنې ته مې څه ونه وايې. زه غريب کليوال سړى يم ، دا خبرې هسې کوم، پيسې راسره نه وې غوا او پسونه مې وختي د هغې د جراحي عملياتو د لګښت لپاره پلورلي. ددې لپاره چې مېرمن مې راتلونکې ته اندېښمنه نه شي؛ نو هغې ته مې په لوړ غږ همداسې ښودله چې له خپل زوى سره مې خبرې کوم او هر څه سم دي.”
همغه شېبه په ژور سوچ کې لاړم، دې ته ځير شوم چې د کليوال سړي دغه ټيليفون د کور لپاره نه، بلکې د خپلې مېرمنې لپاره و، د هغې زهېرې مېرمنې لپاره چې اوس په روغتون کې په تخت ناروغه وېده وه، د خپل زوى، خپلې غوا او مېږو د ليدلو تلوسې اخيستې وه.
د سړي او ښځې تر منځ ځانګړې مينې سخت ټکان راکړ، د يوې رښتينې مينې سوچ او فکر واخيستمه، داسې مينه چې د رومانټيکو خيالي لوبو، عاشقانه دروغو، سروګلونو، قسم خوړلو،خوږو ژمنو، شمعو روښانولو او نورو ډېرو لوبو بې نيازه وه، خو ددې دوو انسانانو زړونه يې ګرم ساتلي وو.
٢٠١٤ د اکتوبر ٢٧ مه
يادنه: دا لنډه کيسه له مې بهرنيو سرچينو ژباړلې او ليکوال يې راته نه دى معلوم -ژباړن.