کليوال ملګري ټولنې د اونيزو ناستو په دوام خپله دري اويايمه غونډه وکړه، د ستيج چارې حبیب الرحمن تاثير په غاړه وي، چې د غونډې پيل قاضي محمد امين رفيقي د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره وکړ.

څرنګه چې د ننۍ ناستې اجندا کې دری مهمې موضوع ګانې موجودې وي، لومړی د غونډې لکچر، ورپسې د کليوال ملګري ټولنې د مياشتني فعاليت، د غږ د وولسمې ګڼې لپاره د ملګرو نظرونه شامل و.

ډاکتر سيد رسول رسولي د غونډې مېلمه او ښاغلی انجنير محمد خالد ورور دغونډې مشر و.

وروسته د تېرې غونډې راپور مجيد ژړاند ولوستل چې د غونډې برخه والو له لوري وستایل شو، ورپسې قدرت الله نرميوال خپل لکچر د  شخصیت جوړونې په اړه د غونډې برخه والو ته وړاندې کړ.

هغه د خپل لکچر په دوام وويل« که غواړو چې خپل شخصيت جوړ کړو، خپل ځان په ټولنه کې مطرح کړو، نو لازمه ده، چې له خپلو نژدې خپلوانو څخه د خپلو عيبونو په اړه وپوښتو هغوی چې کوم عيبونه موږ ته په ګوته کړي، موږ باید د ملګرو انتقاد په سړه سينه ومنو.

همدارنګه کومو ملګرو چې تاته خپل منفي ټکي وويل، نو ته يې باید د اصلاح کولو کوشش او هڅه وکړې»

همدارنګه قدرت الله نرميوال ددې لپاره چې موضوع په عملي بڼه هم وړاندې کړ ي، نو محمد عثمان ته يې قلم او پاڼه په لاس ملګرو ته ورکړه، د ځان په اړه يې له هغو ملګرو نه د ځان په اړه نظرونه څرګند او محمد عثمان احساس وليکل.

ورپسې د ټولنې د مياشتني فعاليت په اړه يوځل بیا قدرت الله نرميوال ستيج ته وبلل شو، چې د تېرې میاشتې د فعاليتونو مسوولیت يې چې په غاړه درلود، رسما مرتضی وردګ ته وسپاري.

ښاغلي نرميوال د خپلو فعالیتونو په لړ کې وويل چې د اغاملوک سهار وياړ غونډه، محيبي کتابتون ته د الماریو جوړېدل، د کليوال ملګري ټولنې د راپورونو راټولول او د ټولنې ارشيف په منظمه توګه جوړول يې له فعاليتونو څخه وو.

همد ارنګه مرتضی وردګ هم په خپل وار سره خبرې وکړې، نوموړي د کليوال ملګري ټولنې له رهبري شورا څخه مننه وکړه، چې پر ده يې باور کړی او میاشتنی مسووليت يې ورسپارلی دی.

وروسته د غږ د مياشتني خپرونې په اړه هم د غونډې ګډونوالو خبرې وکړې، هغوی وويل دوولسمه ګڼه باید د کليوال ملګري ټولنې فعاليتونو ته ځانګړې شي او په دغه ګڼه کې باید يواځې د ټولنې فعاليتونه راوړل شي، تر څو د ټولنې د ارشيف بڼه ولري او هر ملګري کور کې دغه د ټولنې ارشيف خوندي وي.

همدارنګه   دغونډې ګډونوالو د غږ خپرونې لپاره پنځه کسيزه کمېټه تشکيل کړه، چې مشري به يې دغږ خپرونې مسوول انعام الله ګوهر کوي، مجيد ژړاند، جميل وقار، حبيب الرحمن تاثير او مرتضی وردګ به يې غړي وي، دوی به د غږ خپرونې راتلونکې ګڼې په اړه خپل پلان جوړوي او د وولسمې ګڼې لپاره به د ټولنې اړوند مطالب راټولوي.

وروسته د غونډې مېلمه ډاکتر سيد رسول چې په کندهار ولايت د اتحاد معالجوي روغتون مشرتوب هم ورتر غاړې دی، سټېج ته وبلل شو، زه خوشاله یم، چې په دغسې علمي غونډو کې ګډون کوم، زه هر ډول معنوي او مالي مرستې ته چمتو يم، نوموړي د کليوال ملګري ټولنې له فعاليتونو خوښي څرګنده کړه، چې په غزني ولايت کې دغسې فرهنګي او مدني حرکتونه ترسره کېږي.

په اخر کې د غونډې مشر انجنير خالد ورور خبرې وکړې، هغه هم د ټولنې فعاليتونه موثر او اغېزمن وبلل، هغه زیاته کړه، موږ به تر اخره هڅې کوو، چې د ټولنې فعاليتونه لا ډېر کړو.

غونډه د سميع الله صديق له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېدله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *