کليوال ملګري ټولنې د اونيزو ناستو په دوام د وري د مياشتې پر اته ويشتمه نېټه اته اويايمه غونډه تر سره کړه.
د نظامت چارې د مرتضی وردګ پر غاړه وې، سیف الله مبارک د يادې غونډې مشر او محمدانور دانشیار يې مېلمه وه.
د غونډې د پيل په موخه قاضي محمد امين رفيقي دريځ ته وبلل شو او د سپېڅلي کلام په ايتونو سره يې غونډه پيل کړه، دتېرې ناستې راپور مجيد ژړاند ولوستل، چې د غونډې برخه والو له لوري وستایل شو.
وروسته له اجندا سره سم د ګېرو د پوهنې امر مولوي حيات الله خواره کي ته بلنه ورکړل شوه، تر څو په ګېرو کې د پوهنيز بهير په اړه د غونډې ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړي.
مو لوي حيات الله خواره کي په پيل کې وويل « د کليوال ملګري ټولنې له رهبري او غړو څخه منندوی يم، چې موږ يې اونيزې ناستې ته راوبللو، ګېرو ولسوالي ټول ټال دری لېسې لري، چې شهيد عبدالمتين، شهيد اسدالله خادم او مالک بن قیس دي.
يوولس لومړني ښوونځي لري، چې له ډلې څخه يې د بډي لومړنی ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلی دی، همدارنګه بل د علي شير لومړنی ښوونځی دی، چې په ۱۳۸۹ ل کال کې تړل شوی دی، تر اوسه پورې تړلی دی.
د همدغه دواړه ښوونځيو بستونه مو د شهيد عبدالمتين لېسې ته ورکړي دي، شهيد عبدالمتين لېسه ۱۴ بستونه لري، چې دری بستونه د علي شير د لومړني ښوونځي او بډي د ابتدايه ښوونځي هم شهيد عبدالمتين ته ورکړي دي.
همدارنګه د بابا يوسف په نوم مو يوه مدرسه هم زموږ په تشکيل کې وه، خو له بده مرغه چې د بابا يوسف مدرسه اوس تړلې ده، يو بست يې جميع الاوليا ته خدمتي ورکړل شوی دی.»
هغه د خپلو خبرو په دوام وويل «د ګېرو دری واړه لېسې له ۱۳۹۲ ل کال راهيسې فارغين ورکوي، چې سږ کال مو اوه اويا تنه فارغين درلودل، چې ۲۶ کسانو په کانکور ازموينه کې ګډون کړی دی.
همدارنګه مو په ۱۳۹۱ کال د احد په کلي يو محلي ښوونځي جوړ کړ چې نجونو او هلکانو ګډ درس پکې ويل، د دوو مياشتو په تېرېدو سره طالبانو دغه ښوونځي وتړل او تر اوسه پورې همداسې پاته دی. »
خواره کي د سواد زدکړې په اړه هم برخه والو ته مالومات وړاندې کړل « سواد زدکړه يو مديريت او د وه د څارنې غړي اووه ښوونکي لري.
چې همدغه د سواد زدکړې مديریت د څارنې غړي او ښوونکي په بېلا، بېلو ښوونځيو کې د ښوونکي دنده پرمخ وړي، يو بست مو د عظمت لومړني ښوونځي ته، دوه بستونه د شهيد عبدالمتين لېسې ته، دوه بستونه مو د شهيد خواره کي لومړني ښوونځي او يو بست مو د شهيد محمد نعيم لومړني ښوونځي ته ورکړي دي. »
د ګېرو د پوهنې امر د ۱۳۹۴ ل کال دزده کوونکو شمېر ۴۶۰۶ تنه وښودل چې په ګېرو کې پر زدکړو لګيا دي، هغه د بستونو په اړه هم خبرې وکړي « ۱۰۶ تنه رسمي او اجير ښوونکي، ۳۰ تنه ملازمين او پنځه تنه مامورين لرو.
شل تنه ښوونکي، چې ځينې يې ليسانس او ځينې نور يې د نيمه عالي زدکړو درلودونکي دي او پاتې نور يې ځينې له دوولسم ټولګي څخه فارغ او ځينې نور يې د اجيرو ښوونکو په توګه دندې اجرا کوي.
د ګېرو ټول ۱۶۲ بستونه لري، چې ځينې يې په نوروولسواليو کې خدمتي او ځينې نور لا تر اوسه هم خالي پاتې دي، همدارنګه يې د پلان مديريت څخه هم سر وټکاوه، چې په لوی لاس د ګېرو ولسوالي د نفوسو احصايه کمه ښيي، د ګېرو ټول نفوس ۵۹۰۰۰دی، خو د پلان مديريت دغه شمېره ۳۶۰۰۰ تنه ښيي، د پلان مدير د تعصب له امله دغه کار کوي او باید مخه يې ونيول شي.»
همدارنګه د ګېرو دپوهنې مدير وويل چې د ګېرو د پوهنې اړوند قرطاسیه په بازار کې پلورل کېږي ، چې دغه هم لویه ستونزه ده، د کتابونو نشتون د زده کوونکي او ښوونکي له زیاتو ننګونو سره مخامخ کړي دي.
مولوي حيات الله له خبرو وروسته سیف الله مبارک وويل: « منندوی يو، چې موږ ته مو د ګېرو د پوهنې په اړه مالومات راکړل، تر کومه بريده چې د کليوال ملګري ټولنې په وس پوره وي تر هغوبه د پوهنې ریاست او وزارت له چارواکو سره خبرې وکړي او د ستونزو د حل په لارو چارو به غور وکړي.
غونډه د قاضي محمدامين رفيقي په دعايې سره پای وموند