مجيد ژړاند –
کليوال ملګري ټولنې د نور کله په څېر نن ( د کب د مياشتې په لومړۍ نېټه) خپله دوه اويا يمه غونډه وکړه.
غونډې د ستېج چارې قدرت الله نرميوال په غاړه وې، په پيل کې يې انجنير محمد خالد ورور دريځ ته وبلل او د سپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره يې د غونډې پيل وکړ.
ورپسې ډاکتر نظر افغان د تېرې اونيزې ناستې راپور له ګډونوالو سره شريک کړل، چې د غونډې برخه والو له لوري وستايل شو، خو حبیب الرحمن که څه هم راپور له تخنيکي پلوه ښه وباله، خو د راپور په برخه کې راغلي و« وروسته انجنير محمد خالد ورور ته بلنه ورکړل شوه، چې د خپلې موضوع په تړاو لکچر وړاندې کړي»
حال دا چې دا خپله موضوع نه بلکې ټاکل شوې موضوع ده، وروسته مجيد ژړاند ته بلنه ورکړل شوه، چې د مقالې ليکنې په موضوع د غونډې برخه والو ته مالومات وړاندې کړي.
مجيد ژړاند په پيل کې وويل، چې د مقالې د ليکنې په اړه يې کوم مالومات راټول کړي دي، تر ډېره يې د حبیب ميرخېل له ليکنې استفاده کړې ده.
مجيد ژړاند په پيل کې وويل« دا ښکاره خبره ده، چې لیکل اکتسابي امر دی او د یو شمېر لومړنیو فنونو او تخنیکونو د زده کړې او تمرین له لارې ترلاسه کیږي. له همدې امله، په لیکنه کې برلاسي زیاتې خوارۍ او تمرین ته اړتیا لري. کله کله پېښيږي، چې یو غوره او نوی فکر د سړي ذهن ته ورشي، خو نه شي کېدای دغه فکر د کلمو په چوکاټ کې د کاغذ پرمخ راوړي. دغه مسئله هر چاته پېښیږي او په کوم ځانګړی کس یا طبقه پورې اړه نه لري، چې تر ډېره له لیکلو د زړه تورېدو یا په ټولیزه توګه له لیکلو د لاس اخستو لامل کیږي. د دې مسلې یوازینۍ حل لاره له زړه څخه د وېرې او اندېښنې ایستنه ده. اصلي بحث ته د ننوتو له پاره به بده نه وي، چې دلته یو شمېر هغه پوښتنې مطرح کړو، چې ولې باید لیکنه وکړو او لیکل څه ارزښت لري؟
ممکن هر څوک دغې پوښتنې ته خپل دلایل ولري، چې مهم هغه یې په لاندې توګه ګڼلای شو:
1. د موجوده مسایلو او ستونزو بیانول
2. نورو ته د خپلې پوهې او مهارتونو لېږدول
3. له ځانه د اثر او فکر پرېښودل
4. د فکر او عمل سره نیږدې کېدل
5. په لیکنه کې د مهارت ترلاسه کول
6. په کاري چاپېریال او ټولنه کې نورو ته د خپلو وړتیاوو ښودل او ځان مطرح کول
7. د خپلو ذهني معلوماتو توږل او ستونزې یې رفع کول
8. د خپلو ایډیاوو وده او په دې برخه کې د لا ډېرو څېړنو ترسره کول
9. انساني پوهاوي ته وده او پراختیا ورکوي»
هغه د خپل لکچر په دوام وويل د ليکلو اړتيا څه ده؟ د څه لپاره مقاله ليکو موخه او هدف يې څه دی؟
« لیکل هم د هرکار په څېر د یو شمېر مقدماتو چمتو کولو او د ځینو ټکو رعایت ته اړتیا لري. اصولا ً د یوه غوره اثر لیکل، په ځانګړ ې توګه هغه مهال، چې که په پام کې وي د مقالې، کتاب، پایلیک یا… په چوکاټ کې ولیکل شي، لومړنۍ پانګونې او کره پلان ته اړتیا لري، څو د سیالۍ وړ ارزښتمند اثر تولید شي. د لیکلو له پاره تر ټولو مهمه پانګه د پوره مطالعې لرل او تر لاس لاندې موضوع په برخه کې د لازمې پوهې درلودنه ده. د مقالې لیکلو له پاره دوې لارې کارولای شو. یوه لاره یې دا ده، چې وغواړو لومړی د یوې موضوع په اډانه کې څېړنه وکړو او د خپلو څېړنو د لاسته راوړنو په رڼا کې مقاله ولیکو. دویمه لاره دا ده، چې په مستقیمه توګه یوه موضوع یا مقوله د مقالې چمتو کولو په موخه وټاکو او په هغه برخه کې په لیکلو پیل وکړو. په دې میتود سره د مقاله لیکلو له پاره کولای شو د کتابتوني سرچینو له مطالعې پیل وکړو. وروسته له دې په اطلاعاتي بانکونو، انټرنېټ او کتابښودونو کې په لټون سره کولای شو تخصصي کتابونه او د مقالو، پایلیکونو او نورو په څېر اطلاعاتي سرچینې پیدا او راټولې کړو. د اطلاعاتي او معلوماتي سرچینو په ټولولو پسې، په پيل کې د هغو سریزې او نیولیکونه وکتل شي؛ ورپسې یې زموږ له څېړنې سره اړوندې برخې او تړلي موضوعات مطالعه کړو او یادښتونه ترې واخلو.»
د مقالې د تعريف په اړه هم وغږېده« مقاله هغه انشاء ده، چې منځنی حجم لري او د ټاکلې موضوع په اړه بحث کوي. لیکوال باید د موضوع حدود رعایت کړي، روښانه او روانه یې وڅېړي».
مقاله هغه لیکنه ده، چې د یوې ځانګړې موضوع په اړه نه اوږده، نه هم لنډه بلکې متوسطه کچه لیکل کیږي. مقاله تر ډېره په مجلو، ورځپاڼو، مهالنیو او کله کله کتابونو کې خپریږي. په اوسنۍ نړۍ کې مقاله پراخه لمنه لري او د مختلفو موضوعاتو د څېړنې او سپړنې له پاره کارول کیږي.»
هغه د مقالې په ډولونو مفصلې خبرې وکړې، مقاله ليکنه يې په مطالعې پورې تړلې وبلله، هر هغه څوک چې مقاله ليکي باید د موضوع خاکه جوړه کړي او د موضوع د څېړنې په موخه ځانګړې مطالعه ولري، تر څو د لوستونکي خوښه شي.
همدارنګه په مقاله کې يې د موضوع يووالی، د زمان او ځای يووالی هم اړين وباله، نوموړي د خبرو په دوام وويل، چې کله چې مقاله ليکو نو باید ژر يې د خپرولو په لټه کې نه شو، څو ورځې وروسته زموږ ليکل شوې مقاله بیا وګورو او خپل نقد پرې وکړو.
1. د مقالې په ډولونو يې هم خبرې وکړې« څېړنیزه مقاله: له هغې څېړنې چمتو شوې، چې په دې وروستیو کې ترسره شوې وي او له دې امله، چې پر څېړنیزو لاسته راوړنو تکیه لري، څېړنیز راپور هم ورته ویل کېدای شي.
2. تحلیلي مقاله: دغه ډول مقاله، چې نظري مقاله هم ورته ویل کیږي، هغه مقاله ده، چې لیکوال د پخوانیو څېړل شویو سرچینو په ګټنې سره په خپله کاري حوزه کې خاصه نظریه مطرح کړي. په دې ډول مقاله کې لیکوال ممکن پخوانۍ نظریې نوې او پراختیا ورکړي، د نویو اسنادو او شواهدو په مټ یې بډایه کړي، مطالب په نوې بڼه بیان او یا هم د شک په سترګه ورته وګوري.
3. کتنیزه مقاله: دغه ډول مقاله د هغو لیکنو او څېړنو پراخ تحلیل او انتقادي ارزونه کوي، چې له دې وړاندې خپرې شوې دي. د کتنیزې مقالې لیکوال د مقوله بندۍ، یوځای کولو او د پخوانیو خپرو شویو متنونو د ارزونې له لارې، د روانې څېړنې د پرمختګ مسیر د یوې ځانګړې مسئلې د روښانه کولو په لوري تعقیبوي.
راټوله شوې مقاله: دغه شان مقاله یوازې د ځانګړې موضوع په اړه په مختلفو لیکنو کې د شته نظریاتو او بحثونو په راټولولو چورلي، یانې کوم نوی کار نه ترسره کوي. له تحلیلي مقالې سره یې توپیر دا دی، چې په پای کې ترې کوم نوی نظر نه راوځي او له کتنیزې مقالې سره یې توپير دا دی، چې الزاما ً د ټولو پخوانیو آثارو بشپړه ارزونه او سنجونه نه کوي.»
همدرانګه د مقالې په اجزاوو باندې يې هم خبرې وکړې، چې سرليک، لنډيز، سريز او اصلي متن يې اجزاوې دي، چې زیات دقت او خواري ته اړتيا لري.
د مقالې په اړه يې تفصيلي خبرې وکړې، چې د غونډې برخه والو هم د موضوع په تړاو زیاتې خبرې وکړې او مجيد ژړاند يې پوښتنې ځواب کړې.
په وروستيو کې د ټولنې اړوند فعاليتونو باندې ډېرې خبرې وشوې او غونډه مازيګر ناوخته د اجمل جلالزي له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېدله.