کليوال ملګري ټولنې د روان کال د سلواغې د مياشتې په څلورويشتمه نېټه خپله اونيزه يو اويا يمه غونډه وکړه.
د غونډې د نظامت چارې د مرتضی وردګ په غاړه وې، قاضي محمد امين رفيقي د دريځ ته ووبل شو او د قران پاک په ايتونو سره يې غونډه پيل کړه.
ورسته انجنير محمد خالد ورور ته بلنه ورکړل شوه، چې د خپلې موضوع په تړاو ګډونوالو ته مالومات وړاندې وړاندې کړي، انجنير خالد ورور د خپل لکچر په دوام وويل« ميترولوژي چې هواپېژندنه ده، چې په څو برخو وېشل شوې ده، خو موږ په ميترولوژي باندې غږېږو.
ميټرولوژي مطلقا هوا پېژندنې ته وايي، چې څوفکټورونه لري، په هغه کې باد دی، باران، وريځې او تبخير دی.
باد په دوه قسمه ده ګرم بادونه او ساړه بادونه دي، ګرم بادونه چې د شپې خواته د بهر د سطحې خواته لګېږي او ساړه بادونه چې د ورځې له خوا وچې خواته لګېږي.
ورښت په دری ډوله دی، تېز ورښتونه، نرم ورښتونه د واورې او ږلۍ ورښتونه دي، باران چې کله له بهر څخه تبخير هوا ته پورته کېږي او هلته مثبت او منفي زرات سره يوځای کېږي او باران اورښت لامل کېږي.
باران څنګه منځ ته راځي؟ کله چې هوا په فضا کې توده وي، نو باران رامنځ ته کېږي او تر هغې چې هوازياته سړه شي، نو د ږلۍ يا واوري ورښت لامل ګرځي.
کله چې باران تېز اوري نو څمکه يې جذبولی نه شي او د سېلاب لامل ګرځي او که باران نرم اوري نو هغه ځمکه جذبولی شي
ورېځې هم ځينې مصنوعي او ځينې نورې طبيعي وي، ډېری وخت ډېره کمه طبيعي ورېځ وي، خو د باران ورښت لامل کېږي.
ورېځي دری قسمه دي، تورې ورېځي معمولا باران له ځان سره راوړي او سپينه ورېځ واوره له ځان سره لري.»
له لکچر څخه وروسته برخه والو د موضوع اړوند پوښتنې وکړې، چې د انجنير محمد خالد ورور له خواروته ځوابونه وويل شول
همدارنګه قاضي محمد امين رفيقي هم د الام له نظره د بارنونو او باد په اړه ښايسته مالومات له ګډونوالو سره شريک کړل.
غونډه د نور کله په څېر مازیګر دری نيمې بجې د قدرت الله نرميوال له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورېدله.