مجيد ژړاند-

کليوال ملګري ټولنې د اونيزو ناستو په دوام خپله پنځه شپېتمه اونيزه غونډه تر سره کړه.

د غونډې پيل د سپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره وشو، چې د ښاغلي قاضی محمد امين رفيقي له لوري تلاوت شول.

څنګه چې ددې اونيزې ناستې موضوع په اماني دوره کې د ملت جوړونې بهير وه، خو د اونيزې ناستې ګډونوالو ازاد بحث غوره وبلل.

په پيل کې مجيد ژړاند وويل«   اماني دوره د هيواد په پېښليک کې زياتې ځانګړنې لري، مطبوعاتو وده او ترقي وکړه، ښوونځي جوړ شول، اداري منظم واحدونه منځ ته راغلل، پښتو مرکه رامنځ ته شوه، همدارنګه د پوهنې وزارت تشکيل د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې منځ ته راغی»

څارنوال قدرت الله د غازي امان الله خارجي پاليسي وستايله هغه وويل:« غازي امان الله خان د ازادۍ سرلاری او اتل بلل کېږي، نو له همدې امله هغه د ټولو افغانانو په زړونو کې ځای لري.»

همدارنګه حبيب الرحمن تاثير په خپلو خبرو کې وويل « پدې وروسته کې د جمعيت اصلاح د مشر له لوري غازي امان الله خان ته سپکاوی خپله ددې ښکارندويي کوي، چې دغه خلک لا اوس هم خپل فکر نه څه نه وايي، بلکه دغه   دهغه خلکو له لوري په شعوري ډول د هيواد مشاهيرو ته توهين کول د دښمنو کړيو کاردی.»

همارنګه د غونډې نورو برخه والو هم د مولوي محمد صبور خبرې وغندلې او هغه يې ټولو هيوادوالو ته سپکاوی کړی.

خو اوس ځوانان ددې درک او ځواک لري، چې   د خلکو په وړاندې غبرګون وښيي، نو له دې امله   ټول هيوادوال د غازي امان الله له کارنامو خبردي، چې له انګريز ښکېلاکګرو څخه ېې ازادي وخيسته .

همدارنګه هر کال د زمري پر اته ويشتمه د هيواد په ټولو ولايتونو کې دغه د ازادۍ ورځ لمانځل کېږي او د هغه کارنامې ستايلې کېږي.

غونډه مازيګر ناوخته د دعاېي په لوستلو سره پای ته ورسېدله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *