د روان کال د کب د میاشتې ( ۱۵مه ) نېټه کليوال ملګري ټولنې اونيزه څلور اويايمه غونډه وکړه.

د ستېج چارې اجمل بلهار جلالزي پر مخ وړلې، عبدالباري حميدي د سپېڅلي کلام په ايتونو سره غونډه پيل کړه ، د تېرې ناستې راپور حبیب الرحمن تاثير له برخه والو سره شريک کړل.

ورپسې مرتضی وردګ ته بلنه ورکړل شوه، چې ستېج ته راشي او خپله ليکنه کره کتنې ته وړاندې کړي، مرتضی وردګ د ماشومانو د روزنې په اړه خپله ژباړل شوې مقاله د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړه.

keliwalمرتضی وردګ په خپله مقاله کې د ماشومانو د روزنې په اړوند ډېر څه ځای کړي و، چې د غونډې ګډونوالو له لوري يې ستاينه وشوه، خو سيف الله مبارک د ليکنې په اړه وويل« د منځپانګې له اړخه ډېره ښايسته ژباړل شوې ليکنه ده، د ماشومانو د روزنې لپاره د مور او پلار مسووليتونو ته اشاره شوې ده.

له بده مرغه چې زموږ په افغاني ټولنه کې ماشومان هغه ډول لکه څنګه چې لازمه وي، هغه ډول روزل شوي نه دي، دوی سره سم چلند نه کېږي، د دوی عواطف په نظر کې نه نيول کېږي، دوی د خپل نظر څرګندونه نه شي کولای، نو ځکه ماشوم د تشدد په روحيه لوييږي.

په دغه برخه کې علمي ليکنو او ژباړو ډېره اړتيا محسوسيږي، په دغه برخه کې باید ليکوالان زياتې ليکنې وکړي.»
قدرت الله نرميوال هم خپل انتقاد داسې څرګند کړ «ژباړه په ډېره مهمه برخه باندې شوې، که چېرې زموږ هر ملګری په داسېبنسټيزو ليکنو باندې تمرکز وکړي، زموږ ټولنه به لازیات بریاليتوبونه ولري.
که تاسو دې ته ځیر شئ پښتنو یوازې شعر ته مخه کړې او په رښتاهم ډېر پرمختګ شوی دی، خو نورې برخوته د شعر په پرتله لږ کار شوی دی، دا چې دا یوه نوې څیړنیزه ژباړه وه ، خو انسان مجبوره دی، چېخپل کلتور او عنعنات هم په نظر کې ونیسي.»

حبیب الرحمن تاثير هم په ژباړل شوې ليکنې خوندورې خبرې وکړي، مرتضی وردګ ليکنه يې وستايله؛ هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل «په ټولیزه توګه ښه لیکنه ده، که څه هم چې تر اوسه پوري مې یې ډیرې لږې لیکنې لوستې دي، خو دغه لیکنه یې خوږه، ژبه یې روانه او توري یې سره پېیلي دي، دا چې دا وخت موږ اصلي متن په لاس کې نه لرو، نو ژباړې ته په کتنې سره لیکنه هم په لوستلو ارزي او ژباړه هم، ژباړن باید د ژباړې پر وخت په دواړو ژبو او لیک لوست پوره تصرف ولري، نو زما په اند مرتضی وردګ په ژباړه کې ښه ځلیدلی دی.»

تاثیر هیله څرګنده کړه چې: د مرتضی تر څنګ د کلیوال ملګري ټولنې ټول غړي باید د لیکنو او ژباړو و لورته پام واړوي، تر څو په فکري توګه یوه غني او علمي ټولنه ولرو.

په ټولنه کې شخصيت جوړونې ته هم لس دقيقې ځانګړې شوې وې، چې د حبيب الرحمن تاثير د شخصيت په اړه ملګرو خپل نظرونه څرګند کړل.

باید يادونه وکړو، چې په دې وروستیو کې کليوال ملګري ټولنې د شخصيت جوړونې لړۍ پيل کړې ده، چې هره اونۍ د هرملګري په شخصيت ملګري خبرې کوي او د ملګرو د قوت او ضعف ټکي په ګوته کوي.

د غونډې په وروستيو کې ګڼو شاعرانو خپل شعرونه وړاندې کړل، چې برخه والو له لوري وستايل شول.

د غونډې د ارزونې لپاره وحيدالله جلالزی دريځ ته وبلل شو، هغه وويل « ډېر خوشاله يم، چې په اونيزه ناسته کې ګډون کوم، دغه اونيزې ناستې د ځوانو فرهنګيانو د روزنې لپاره ډېرې مهمې دي، که چېرې موږ په دغه غونډو کې ګډون وکړو، نو په راتلونکې کې ډېر څه زده کولی او هم خپله پوهه نورو ته انتقالولی شو.

له برخه والو مو هيله همداده چې په دغه اونيزو ناستو کې ګډون وکړي، تر څو وروزل شي، د وياندۍ هنر زده او خپلو موخو ته ورسېږي.

وحيدالله جلالزي دا هم وويل ، چې زه له وخته په دې هڅه کې وم چې يوه داسې ټولنه پيدا او خپله ادبي تنده پکې خړوبه کړم.»

غونډه مازيګر ناوخته د خالد ورور په دعايې سره پای ته ورسېدله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *