راپور: سلام افغان –
کليوال ملګري ټولنې د اونیزو ناستو په دوام يو سل درېيمه اونيزه غونډه وکړه، غونډه د معمول په څېر د مرغومي میاشتې په ۲۵مه نېټه د ماسپښين دری بجې پيل شوه.
دريځ چارې جميل وقار په غاړه وې، د کلام الله مجيد د مبارکو ايتونو د تلاوت لپاره نذيرالله همدرد دريځ ته وبلل شو، د تېرې اونيزې ناستې راپور سلام افغان د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل.
جميل وقار د تېر په پرتله راپور ليکنه ښه وارزوله، چې په وينايې د تکراري کليمو او غونډلو مخه نيول شوې ده، نوموړي په راپور د نيوکې په پلمه وويل چې په تېر لکچر کې اسد الله بلهار جلالزي د لنډيو په تخنيکي اړخ هم لنډې خبرې وکړې، خو دلته راوړل شوې نه دي، راپور ليکونکی په راتلونکې کې باید ورته متوجې شي.
مجيد ژړاند د راپور لوستلو ژبه ژورنالیستيکه نه بلکې د لوست ژبه ده، په راتلونکې باید راپور ليکونکي د راپور په لوستلو همدومره خواري وکړي، لکه په ليکلو يې چې کوي.
انعام الله ګوهر د راپور په بیا په راپور کې ځينو کليماتو کارونه ښه ونه بلله، د بېلګې په ډول په د لنډيو په اړه کره مالومات په لاس کې نه لرو، دغه لاس کې نه لرو، بې خونده ده، ددې په ځای که داسې ليکل شوي وای، کره مالوما ت نه شته، زما په نظر به ښه وو. سميع الله صديق راپور ليکنه ښه وارزوله او سلام افغان يې وهڅاوه، چې نوره هم خواري وکړي،ستاسو لومړی راپور خوندور دی.
ورپسې د سلام افغان لنډه کيسه کره کتنې ته وړاندې شوه، د لنډې کيسې سرليک ( شکر چې انسان نه یم) د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شوه.
درز شو، سپي منډه کړه، مخې ته يې په وينو لړلی انسان راغورځار شو، مخامخ يې وکتل يو مول وهلی ټوپک په لاس ولاړ وو، ټوپک يې ښکته کړ، له ځان سره يې وويل:
ــ ههه په پردۍ ځمکه قسم کوي.
سپي منډه کړه له دېواله پټ شو، د کوڅې سر ته چې ورسېد، ګوري دوه ماشومان په خپلو کې لاس او ګرېوان دي، يو بل ته ښکنځلې کوي.
له څه ځنډ وروسته يو په عمر پوخ سړی راغی، سره بېل يې کړل او په لوړ اواز يې وويل:
ـــ څه کوئ!؟ سپي ياست چې يو بل سره خورئ؟
ـــ دې ارموني مې مردکه (تشله) راڅخه يووړه.
ـــ ارمونی به دې پلار وي، هغه خو زما وه.
د سپي سترګې له اوښکو راډکې شوې، له ځان سره يې وويل: « شکر چې انسان نه يم»
ځړېدلی سر را روان شو، په يوه کوڅه ننووت، يوې دروازې له مخې څو چرګې ګرځېدې، يوه يې تر وزر ونيوه او په منډه له کلي ووت.
په لار کې يې يو ټپي سپی وليد، چې له ډېرې لوږې يې نور تګ نه شوای کولای، د لارې په سر پروت وو، په وږو سترګو دده په خوله کې چرګې ته کتل.
زړه يې پرې وسوځېد، چرګه يې ورته غورځاره کړه، خپله بېرته کلي ته د بچيانو لپاره د څه راوړلو په نيت وګرځېد.
شېبه وروسته يو سپين چرګ په خوله کې بچيانو مخې ته ولاړ وو.
کوچنيو ښايستوکو کونګرو له یو بل سره مستي کولې، په يو او بل يې داسې خولې موښلې ته وا سره ښکلوي، د چرګ په ليدو ټولو منډې کړې او تر مور راتاو شول.
مور يې چرګ ورتقسيم کړل، خپله يې د دېواله سيوري ته پرېوته، ورپسې يو خړ کونګری راغی او د مور په نس يې سر کېښود، مور يې سر راجګ کړاو په ارام غږ يې ورته وويل
ــ بچيه! تا خپله برخه څه کړه؟
ــ هغه سره را نه يووړه.
ــ خوبېرته به دې ترې اخيسته!
ــ مه يې کوه دی دې وخوري.
د مور په سترګو کې يې اوښکې راغلې په مينه يې ورته وکتل:
ــ شکر چې انسان نه يي.
ــ ولې انسان په څه ده؟
ــ بچيه! خدای ج انسان ته د اشرف المخلوقات مرتبه ورکړې ده، خو په انسان کې هيڅ شرف نشته، مينه نه پېژني، هيڅ زړه سوی نه لري، ځان تر حيوان ښه بولي، خو حيوان په زرهاوو وارې له دوی څخه غوره دی.
جنګ د سپيو کار بولي، خو په نه خبره د يوبل وينې تويوي، موږ ځکه د دوی نه غوره يوو، چې دوی د مظلوم او بېوسه حق خوړلو ته شېبې شمېري، خو موږ بېوسه ته د خولې ګوله ورکوو.
خدای ج ورته د محمد ص غوندې شخص راولېږه، چې سمې لارې ته يې راوبولي، خو دوی يې د مرګ لپاره لښکرې را وايستې.
شېبه وروسته ټولو په خوله دا خبره ګرځېده:
ــ شکر چې انسان نه یم.
ــ شکر چې انسان نه یم.
د کیسې له لوستلو څخه وروسته ګڼو ملګرو د کیسې په څرنګوالي خپل نظرونه ورکړل.
مجيد ژړاند وويل: په کيسه کې کرکټر، منظر کشي، مکالمه، احساس او عاطفه، پيغام مهم دي او دغه توکو ته بايد د لنډې کيسې ليکونکي ځانګړی پام وکړي.
په کيسه کې اصلي او فرعي کرکټرونه مالوم نه دي، يواځې دوه ماشومان او يو سپي سره ګرځېدل، همداراز منظر کشي نه وه، که چېرته د طبیعت يادونه شوې وای، نو کيسه به يې خوندوره وه، همدارنګه د مکالمه هم بېخي کمه ده، لنډه کيسه باید تر ډېره په مکالمه ولاړه وي او هغه پيغام چې د لنډې کيسې ليکوال يې خلکو ته وړاندې کوي، باید په مکالمه کې راوړل شي.
د کيسې پيغام خوندور و، ليکوال باید د لنډې کيسې تر ليکلو وړاندې د لنډې کيسې د ليکلو په لارو چارو باندې پوه شي.
سميع الله صديق هم د کيسې په اړه خپل نظر وړاندې کړل« زه د کيسې په فني اړخ نه غږېږم، خو د يو لوستونکي په حیث ماته دې تشبه خوند را نه کړ، په کيسه کې ليکل شوي وو، چې انسانان د يو او بل وينې تويوي، خو دا تشريح نه وه، څه ډول وينې؟ څه ډول وژنې؟ ځکه ځينې قتلونه شته، چې د مسلمان فرېضه ده.
انعام الله ګوهر وويل« دې ته د لنډې کیسې پر ځای ادبي ټوټه ووايو، نو غلطه به نه وي، ځکه يو خو بېخي لنډه ده او بل داچې خيال او الفاظ د هدف قرباني شوي دي، همدا راز د انسان د بدوالي دلايل ډېر کمزوري دي، ماشومانو په يو جنګ نه شو کولای چې سپی تر انسان ښه وبولو.
که چېرې د ارموني کليمې پر ځای بله کليمه راوړل شوې وای، نو ښه به وه ځکه دغه کليمه د ادب له لحاظه سپکه کليمه ده.
جميل وقار وويل: هغه تلوسه چې باید په يوه لنډه کيسه کې وي، د سلام افغان په کيسه کې موجوده نه وه، سلام افغان باید لومړی د لنډې کيسې د ليکلو لپاره زياته مطالعه وکړي او په راتلونکې لنډې کیسې وليکي.
امين الله بهار او داوود خان اندړ بیا د لنډې کيسې عنوان ته ګوته ونيوله، عنوان لوستونکي ته ټول مطلب په لاس ورکوي او تلوسه يې له منځه وړې ده.
داود خان اندړ همداراز زياته کړه، چې کیسه باید په دريځ يو څه احساساتي ويل شوې وای، چې د اورېدونکو توجه يې ځانته جلب کړې وای.
سلام افغان په دريځ له ټولو ملګرو نه مننه وکړه، چې خپل ارزښتناک نظرونه يې راسره شريک کړل، زما د لنډې کيسې د ليکلو لومړۍ هڅه وه، نو ارو مرو له غلطيو څخه ډکه وي، له دې وروسته به هم لنډو کيسو ليکلو ته دوام ورکوم او ستاسو مشورو او وړانديزونو به ګټه اخلم.
د غونډې په درېيمه برخه مشاعرې ته ځانګړې وه، چې انعام الله ګوهر، نقيب يون، امين الله بهار، سلام افغان او جميل وقار پکې خپل غزلونه ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د دعايې لپاره قاري صيب همدرد دريځ ته راغی د خدای بښلي صديق پسرلي د دريم تلين په مناسبت يې د نوموړي روح ته د دعا لاسونه لپه کړل.