د روان کال د سلواغې د مياشتې په اوه لسمه نېټه کليوال ملګري اونيزه اويايمه غونډه تر سره کړه.

د دريځ چارې انعام الله ګوهر په غاړه وې، د غونډې پيل د سپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره وشو، چې قاري الله نظر له لوري تلاوت شول.

ورپسې د غونډې ګډونوال د ملي سرود په خاطر په خپلو ځايونو کې ودرېدل، د پرانيستې غونډې لپاره ديادې ټولنې ريس مجيد ژړاند دريځ ته وبلل شو.

مجيد ژړاند په پيل کې ټولو درنو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل ، هغه د ټولنې په فعاليتونو هم لنډه رڼا واچوله، مجيد ژړاند د خپلو خبرو په دوام وويل« کليوال ملګري ټولنه وياړي، چې هر وخت يې د ژبې او   فرهنګ خدمتګاران وستايل، همدارنګه نن د هيواد په کچه نوښتګر ځوان اغاملوک د ستاينې غونډه نيولې ده، کليوال ملګري ټولنې تل د شخصيتونو لمانځغونډې نيولې او دغه خپل مسووليت بولي»

له مجيد ژړاند څخه وروسته د پکتيکا پخوانی والي محب الله صميم دريځ ته وبلل شو، هغه په پيل کې د کليوال ملګري ټولنې څخه مننه وکړه، چې نوښتګر ځوانان ستايي او د هغوی لپاره وياړ غونډې جوړوي، نور په هيواد کې انشاالله د سولې او پرمختګ لپاره زمينه برابريږي او دوی به په ډېر وياړ سره د سولې د راوستو په موخه هلې ځلې کوي.

صميم کليوال ملګري وستایل او د لابرياوو هيله وکړه، ګډونوالو نه پر همدې منندوی و، چې د مبتکر ځوان په وياړ غونډه کې يې ګډون کړی دی.

د غزني پخوانی والي فيضان الله فيضان د غونډې بل ويناوال و، هغه په خپل وار سره وويل « د   ځوان قشر ستاينه او هغوی د علم او پوهې په ډګر کې د لاستنه راوړنو او پنځونو قدر کوي، نو په داسې يوه هيواد کې چې تل جنګ جګړې وې، په داسې حالاتو کې دغسې نوښتګر ځوان د کليوالو ځوانانو له لوري ستایل کېږي، دغه ستره لاسته راوړنه ده، که نه زموږ په سیمه او کليو کې خو تل د جنازو مرګ خبرې وي.

ډېر زيات خوشاله يم چې کليوال ملګري ټولنې تل د شخصیتونو لمانځغونډې جوړې کړې دي، ستونزو ته يې اوږه ورکړې ده، دفرهنګ او ژبې په بډاينه کې علمي او فرهنګي اثار چاپ کړي دي، دغه ټولې کړنې او فعاليتونه ډېر دستاينې وړ دي.»

دغزني دولايتي شورا حميدالله نوروزي هم په دريځ ګډونوالو ته خپله ارزښتناکه وينا وکړله «   اغاملوک ته يې د شوي نوښت او ابتکار ستاينه وکړه، کليوال ملګري يې وستایل چې تل د کار خلک لمانځي او د هغوی د نوښت او پنځونو قدر کوي، نوموړي وويل چې کليوال ملګري ټولنې موږ ته ددې سوژه راکړه چې غزني د ولايت له مقام سره خبرې وکړو او اغاملوک ته د ولايت په تالار کې موږ هم وياړ غونډه ونيسو، واقعا په داسې ځوانانو او نوښتګرو وياړم، د هيواد په کچه ستره بريا ده، موږ به تل د همدغسې ځوانانو تر شا ولاړ يو او دهغوی د پرمختګ لپاره به هلې ځلې کوو.»

ورپسې د اغاملوک هغه سافټوير چې نوموړي جوړ کړی دی، په پراجکتور د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شو، چې د غونډې د ګډونوالو له لوري يې تود هر کلی وشو.

د سافټوير د تشريح لپاره اغاملوک سهار دريځ ته راغی او د دغه سافټوير د د اړتيا او ځانګړنو په اړه يې خبرې وکړې، هغه وويل« په ايمرجنسي حالاتو کې ډاکتر، پوليسو او اطفايې ته خبر ورکولای شئ، ځکه د همدغه سافټوير ځانګړنه داده، چې په مستعار نامه څوک اکاونټ جوړولای نه شي او پولیس په اسانۍ سره کولای شي د کس مرستې ته ځان ورسوي.

همدارنګه بله برخه يې د ټاکنو ده، که چېرې برېښنايي پېژندپاڼې ووېشل شي، هر څوک به په اسانۍ سره کولای شي، د موبایل له لارې خپله رايه وکاروي او له دې لارې د انتخاباتو پروسه وڅاري مازيګر ناوخته د ټاکنو ګټونکی اعلانېږي.

همدارنګه د کانکور په ازموینه کې همدغه سافټوير ډېر مهم دی، هر هغه څوک چې د کانکور ازموينه ورکوي دغه ازموينه د موبایل له لارې اخيستل کېدای شي، دبېلګې په ډول د رياضي پوښتنې دي، هره پوښتنه پنځوس سيکينډه وخت لري، له پنځوسو سيکنډ نه وروسته پوښتنه په اتومات ډول ډيټابس ته داخليږي او د نوموړي د کانکور پايله په څو ساعتونو کې اعلانېدلی شي.

همدارنګه بله برخه يې بانکينګ ده، چې پدې سره هر څوک کولای شي، چې انلاين پېر او پلور وکړي، له بېلا، بېلو ولايتونو او هيوادونو څخه خپل د اړتيا وړ توکي تر لاسه کړي، په څو ورځو کې هغه پېرل شوي توکي نوموړي ته رسېږي او هغه د سفر له جنجال او د وخت له ضياع څخه ساتي.

دولسمشر د سلاکار خيال محمد حسيني له لوري ورته د وياړ پګړۍ ورپه سر شوه.

د وياړ غونډې دویمه برخه ستاينليکونو ته ځانګړې شوې وه، چې د کليوال ملګري ټولنې، د پښتون غږ راډيو، د شخړو د هواري او له حکومت سره د اړيکو د کمېسیون، د غزني ولايتي شورا، د ځوانانو امريت ، مسلم پوهنتون او ژوند مدني ټولنې له لوري ورته ستاينليکونه تيارکړل شوي و، چې د درنو مشرانو له لوري اغاملوک ته ورکړل شول.

په دغه وياړ غونډه کې د ولسمشر سلاکار خيال محمد حسيني، داجرايه ریاست د لومړي مرستيال سلاکار عبدالجبار شلګري، د پکتيکا پخواني والي محب الله صميم، د لوګر مخکيني والي نياز محمد اميري، قومي مخور حاجي نقيب الله او د غزني پخواني والي فيضان الله فيضان په ګډون په لسګونو کسانو پکې ګډون کړی و.

د غونډې د دعايې لپاره د لوګر پخوانی والي نيازمحمد اميري دريځ ته وبلل شول، په هيواد کې يې دسرتاسري سولې په پار لاسونه لپه کړل، د اتحاد او اتفاق لپاره يې دعا وکړه او غونډه مازيګر ناوخته پای ته ورسېدله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *