کلیوال ادبي ملګري ټولنې

مجید ژړاند  –

کليوال ملګري ټولنې د اونيزو غونډو په دوام د شنبې په ورځ چې د عقرب مياشتې له دويمې نېټې سره سمون خوري، خپله شپږ پنځوسمه غونډه په داسې حال کې وکړه چې: ليکوال، شاعر او مبارز ځوان محمديار يار په کې د ويډيويي لينک له لارې د (زغم) په موضوع په زړه پورې لکچر وړاندې کړ.

په دغه غونډه کې چې ډېرى کسانو په کې ګډون کړى وو، محمديار په خپلو خبرو کې د کليوال ملګري ټولنې کړنې او فعاليتونه وستايل او ويې ويل: په ځينو سيمو او هيوادونو کې په اوسني وخت کې د وېډويي لينک لارې دا ډول غونډې ترسره کېږي، خو د دغه ټولنې هڅې ځکه د ستاينې وړ دي چې په نه امکاناتو او ډېرو سختو حالاتو کې يې هلې ځلې پيل کړې دي.

محمديار يار د خپلو خبرو په دوام د نړۍ د مبارزينو، د هغوى د مبارزې او زغم په اړه د غونډې ګډون کوونکيو ته مالومات ورکړل او زياته يې کړه، د باچاخان، ګاندي او نلسن منډېلا مبارزه نه دا چې ډېره پاکه، سپېڅلې او مقدسه وه، بلکې د ژوند په هره لحظه کې يې له صبر او زغم څخه هم کار اخيستى دى، ځکه خو خپل منزل ته رسېدلي دي او د نړۍ په تاريخ کې به يې نوم په زرينو تورو ليکل کېږي.

محمديار يار د غونډې په پاى کې هيله وښوودله او ټينګار يې وکړ چې: له موږ او تاسو څخه رانيولې د ټولنې هر وګړى بايد له زغم څخه کار واخلي او دا چې: د کليوال ملګري ټولنې دا مسووليت دى چې په دغه برخه کې تبليغ وکړي او خلګو ته ووښيي چې له دې پرته موږ د يوه سالم، پر پښو ولاړ او خوشحاله ژوند خاوندان کېدى نه شو او دا چې تر څو پورې مو له زغم څخه کار اخيستى نه وي، تر هغې پورې چې موږ د صبر او زغم جوهر په خپل ځان کې پيدا نه کړي وي، روزلي مو نه وي، نو موږ او تاسو به هيڅکله له دې بحرانه راوو نه وزو.

د کليوال ملګري ټولنې دغه غونډه چې په دريو برخو وېشل سوې وه د لکچر له لومړۍ برخې څخه وروسته انعام الله ګوهر د استاد اسدالله غضنفر د (نثر ليکلو هنر) پر کتاب رڼا واچوله او ويې ويل: د استاد غضنفر د دې کتاب ترڅنګ چې د پښتو کتابونو کې په لومړي قطار کې راځي د هغه د هرې ليکنې او هر کتاب لوستل زموږ او ستاسو له پاره اړين دي، له دې څخه وروسته د غوڼدې دريمه برخه ازاده مشاعره وسوه او له مشاعرې څخه وروسته دغه غونډه مازيګر ناوخته پاى ته ورسوله،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *