ډیره موده پس خپل ابایی کلی ته ولاړم. مازدیګر نږدی وو چی راورسیدم. ګرمی وه، خو چی کلی ته داخل شوم نو هوا بدله وه. خدای شته ډیر ستړی وم. د کلی ماحول راباندی ډیر خوږ ولګید، نرمه هوا، د ونو شغاری، د اوبو شراری، د مرغانو چراړی، د میږو او بیزو غږونه-څه ډیر په زړه دا آوازونه ورننوتل. کلی مو په لوړه وو ، وروختلم، شګلنه مځکه وه، مزل پکی ډیره مزه کوله.
لاړم خپل ماماګانۍ کره، ستړی مشی ، خواره مشی ، پوښتنی ګروېږنی مو سره وکړې. شین چای ، پتاسی او میوه مو وشوپوله. د کوره راووتلو کشر ماما می هم راسره وو. د مازدیګر د لمونځ وخت وو، اودس مو د ویالی په رڼو اوبو وکړ، ګرمی وه اوبه ډیری ښی لګیدی. د اوداسه نه پس مسجد طرف ته روان شو. مسجد کی خلک ناست وو او بنډار یی جوړ کړی وو تا به ویل که حجره یا بیټک کی ناست دی، هر چا خپلی کیسی کولی، چا به ویل پټی د خړوبه کړ، چا به ویل قولبه دی وکړه او چا به پردی غیبتونه راخیستی وو. زه پری داخل شوم، سلام می وکړ او جوړ تازه مو ټولو سره وکړ. د جمعی وخت شو، مونځ مو جمعی سره ادا کړ. د جمعی نه سمدستی خلک په خپل کارونو پسی روان شو. زه او ماما می هم راووتلو، مخ په پټو روان شو. شنه فصلونه ، د ونو لاندی رڼی ویالی، د چنارونو آوازونه او چوپه چوپتیا-څه ډیره په زړه پوری او نا آشنا وه.
ماښامی نږدی وو چی کورته راغلو، حجره کی کیناستلو، د ماښام د آذان انتظار مو ویسته. آذان شروع شو او موږ هم د مسجد په لور وخوځیدو. ماښام مونځ مو وکړ،چی د مسجد نه راووتلو، تیاره خپره وه،هر چا سره لاسی بیټرۍ او د ګروپ والا موبایلونه وو. په ویره ویره او کلاره مزل می کاوه چی چیرته ونه خوییږم او یا ونه غورځیږم. څه په خوارو خوارو می کورته ځان راورسولو. حجری ته ولاړو. د کلی نور خلک هم ناست وو، ځوانان یوی خوا او سپین ږیری بل خوا. هر چا نو خپلی کیسی کولی. ما او ماما می هم د ځوانانو په ډلګۍ کی کیناستلو. کیسی شروع وی ، غیبتونه لګیا وو. بس هر چا خپله کمه نه وویله!!
د ډوډۍ وخت راغی، هر څوک خپل کورونو ته وخوځید او د کوره یی تیار خواړه راوړ. درستارخوان خور شو او خلک د کټونو څخه راکیوتل. یخی شړومبی، سابه،سوکړک(جواری) او د تناره ګرمه ډوډۍ ډیره مزه یی وکړه.
د ډوډۍ څخه وروسته بیا د مسجد په لور وخوځیدو. مونځ و وکړو او د کور په لوری راروان شو. حجری ته راغلو، ځوانان قیتی (تاش) ته ناست وو، چایونه وو، پیالی وی چی ډکیدی او تشیدی. خلک په ګپونو ښه تاوده ورغلی وو چی دی کی غوغا شوه، چیغی شوی، سوران شو. موږ هم په ډیره لالهندۍ سره د حجری نه بهر راووتلو، څه ګورو چی د زموږ د کلی کتاب خان کا کا دوی کورته خلک ولاړ دی . موږ هم نږدی ورغلو او پوښتنه مو وکړه چی څه خبره ده، خلکو وویل چی زمین ګل په حق ورسید، خدای شته ډیر یی خفه کړم. ډیر یو ککه هلک وو.
زمین ګل د کتاب خان یواځینی زوۍ وو چی په ملی اردو کیی دنده ترسره کوله او کورته یی څه نفقه پیدا کوله. کتاب خان کاکا هم نور سپین ږیری شوی وو او هم ددی یو زوۍ ګټی ته ناست وو. شپږ لوڼی یی وی او یو همدا کمبخت زوۍ.
مړی یی لا نه وو راوړی، صرف خبر یی راغلی وو. مور ، خویندو او میرمن یی لا د مخه په ژړا ځان مړ کړی وو. د کلی خلک هم ډله ډله راتلل او دکتاب خان سره یی زړه خواله او په غم کی یی ورسره ځان شریک باله.
مړی په ولسوالۍ کی وو، د کلی خلک راټول شو، هر چاته دنده وسپارل شوه، ځینی یی مړی پسی لاړل، ځینی یی د قبر کیندلو پسی اووتل او پاتی یی په حجره کی د میلمنو سره کیناستل. دری څلور ساعته تیر نه وو چی د امبولانس غږونه مو تر غوږه شول، مړی یی پاس کلی ته راوخيژولو، ښخو، سړو، سپین ږیرو او ماشومانو ، ټولو چیغی کړی او په ژړا کی یی دغه غږونه کول ٫٫ زمین ګله بچی مور دی بوره شوه، بچی دی خوار شو او ښځه دی کونډه شوه.
زمین ګل تقرییا ۲۵ کلن وو، دوه بچی یی درلودل، یوه لور او یو زوۍ. لور یی ۳ کلنه او زوۍ یی یو کلن وو. مړی یی کورته ننباسلو، د ښځو چیغی نوری هم پورته شوی، ژړا ګانی شوی ، نور کلی هم راخبر شو. په تخته یی واچولو، غسل یی ورکړ، خوارکی نه وینی بهیدلی، په مخ ، سر او په زړه یی بی رحمانه ویشتلی وو.
کلی کی اعلانونه وشول چی سبا یی په خپل پلارنۍ هدیره کی جنازه ده. وخت وټاکل شو. شپه مو ویښه سبا کړه ، سهار وختی مسجد طرف ته ولاړو. مونځ نه وروسته د کلی مشرانو مشوره وکړه. خبری روانی وی چی دی کی بر کلی یو سړی خط لاس کی نیولی او ملا صیب ته یی ورکړ. ملا صیب پاکټ خلاص کړ او په لوستو یی شروع وکړه. ملا صیب تک سور شو، رنګ یی تغیر شو او په مخ یی پریشانی راخوره شوه، خلکو تری وپوښتل: څه خبره ده ملا صیب. ٫٫ ملا صیب ډیر په ژړغونی آواز وویل، اخطار خط دی چی د زمین ګل جنازه به څوک نه کوی. او که چا یی جنازه وکړه نو هغه به هم قتل کیږی. دی خبری کلیوال هم وارخطا او پریشانه کړل٬٬.
د جنازی وخت راورسید، خلک په انتظار ولاړ وو. د کوره یی د زمین ګل د مړی کټ را اوچت او مخ په هدیره روان شو. چیغی او سوران شو ، مور، خویندی او میرمن یی تر دروازی ورسره راغلې.
مړی یی تر هدیری راوراسوه، د خلکو هجوم ورپسی وو. خلکو صفونه جوړول شروع کړ. دیته انتظار وو چی ملا صیب به جنازه وکړی. ملا صیب په اول صف کی ولاړ وو. خلکو ورغږ کړ٫٫ ملا صیب وخت پوره دی او خلک نو راپوره شو٬٬. ملا صیب ډیر په زړه نا زړه مخکی شو او د جنازی لمونځ یی ورکړ. دعا وشوه، مړی ښخ شو او خلک نو د کلی په لور راروان شو.کلی کی خیرات باندی وو، د خلکو په رارسیدا سره سم د کلیوالو او میلمنو ته ډوډۍ واچول شوه.
د ماسپښین لمونځ وخت نږدی وو، خلکو لمونځونو ته ځانونه تیارول شروع کړ. مخ په مسجد شو. لمونځ خلکو ادا کړ او بیرته راستانه شول. نیم ساعت تیر نه وو چی بیا چیغی شوی ، خلک ډیر په تادۍ ورغلل څه ګوری چی د ملا صیب مړی پروت دی، په وینو کی لت پت، سر یی له تنی جدا او کپ کپ شوی. یوه ټوټه خط یی هم په سینه پروت وو. راوامیخست او ومی لوست، چی لیکل شوی وو پری ٫٫ دا د هغه چا انجام چی د ملی اردو جنازه کوی٬٬.
اوس به نو خلک د چا جنازه هم نه کوی؟