مجيد ژړاند –

د روان کال د وري میاشتې پر ۲۲ مه نېټه اونيزه اوه اويايمه ناسته تر سره کړه، غونډه د نور کله په څېر ماسپښين  پر دري نيمو بجو د انجنیر خالد له لوري د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره پيل شوه.

د دريځ چارې مرتضی وردګ پر غاړه وې، دغونډې مشري  سميع الله صديق  او محمد انور تسکين يې مېلمه و.

وروسته ښاغلی قاضي حبيب الله حبيبي دريځ ته پورته شول (په ټولنه کې  د نجونو د زدکړې اړتيا) تر سرليک لاندې يې لکچر پيل کړ.

keliwal«په اسلامې شريعت کې د نارينه او ښځو د زدکړې لپاره د شريعت د ضروري احکامو زده کړه فرض ده رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : « طلب العلم فريضة على كلّ مسلمٍ » يعنې د علم طلب په هر مسلمان (نر او ښځه ) فرض دی . اسلام لومړی دين دی چې د ښځو د تعليم آساس او تهداب يې کيښود ، کله چې اسلام منځ ته راغی په نارينه وو کې د ګوتو په شمېر په زدکړه سمبال  کسان موجود وو،  چې وروسته په اسلام کې تعليم ته ډېره زياته توجه وشوه حتی د احد د بنديانو څخه هم د زدکړې  حاصلولو کار واخيستل شو ، د اسلام نه مخکې ښځې له زدکړو څخه محرومې وې ، د لومړی ځل لپاره په اسلام کې د ښځو د زدکړېبنسټ کېښودل  شو او د ښځو تعليم او روزنې ته زياته پاملرنه وشوه، د نبوت په دور کې تقريباً د پنځه سوو ښځو په شا او خوا کې تعليم یافته ليکوالې ښځې موجودې وې،  چې هغوی د دين په خپرولو  کې پوره ونډه او برخه اخستې ده ، ددې ښځو له جملې څخه يوه ام المؤمنين حضرت عايشه رضی الله عنها وه هغې ته الله تعالی داسې اوچت علم او فهم ورکړی وو، چې ډېرو صحابه کرامو د هغې په نظر فتواوې ورکولې .»

قاضي حبيبي د خپل لکچر په دوام وويل : که چېرته علم او پوهه عزت او پرمختګ وي، نو ولې باید نجونې زدکړه ونه کړي؟ ځکه د اسلام سپېڅلی دين پر زدکړه ټينګار کوي او د خلاصون لار همدغه علم او پوهه ګڼي.

 نوموړي د ښځو دزدکړې په اړه خپل لکچر ته دوام ورکړ «شریعت  د ښځو لپاره د ضروري احکامو زد کړه فرض عین بللې ده، خو د عصري علومو زده کړه لکه طب ، د تعلیم او تربیې برخه … بیا په په ټولنه کې په نر او ښځو فرض کفایې ده .»

حبيب الله حبيبي  پر دې هم وګړېدو، چې په نورو اسلامي ممالکو کې د ښځو د زدکړې اسانتياوې موجودې دي، هلته د نارينه وو په پرتله  نجونې زياتې دي د بېلګې په توګه يې اندونيزيا، سعودي عرب او ځينې نور اسلامي هيوادونه هيواد ياد کړل.

«که اوس وخت کې د ځینو اسلامي هیوادونو پرمختګ وګورو لکه اندونیزیا، ترکیه، ایران… په دې هیوادونو کې د ښځو د تعليم کچه زیاته ده او که افغانستان يا ځينې نورو وروسته پاتې هیوادو ته مو پام شي عمده علت یې جهالت او بې سوادي ده ځکه خو د خوښۍ په ځای په کې وحشت او جهالت روان دی. تعلیم یافته میندې د یوې کورنۍ، ټولنې او هیواد  لپاره ستر نعمت دي، خو د افغانستان ډېرو ښارونو او کلیو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې هغومره خلاصی نه دي، لکه څومره چې پکار ده. پکار خو دا ده چې هر افغان خپله خور او لور ښوونځي ته پریږدي او تعلیم پرې وکړي، حکومت هم باید داسې زمینه ورته برابره کړي چې د ټولو نجونو ښوونځیو تګ کې د دوی عزت خوندي وي او شرایط ورته داسې برابر وي څنګه چې اسلام او افغانيت یې تقاضا کوي.»

له لکچر څخه وروسته پرياده موضوع ازاد بحث وشو، حبيب الرحمن تاثير وويل«د نجونو زدکړه ولې عامه نه ده؟ دلته خلک له زدکړو لرې ساتل شوي دي، دوی د پوهنې له نعمت څخه بې برخې دي، نو ځکه خپلې نجونې ښوونځيو ته نه پرېږدي.

کندهار چې د علم او فرهنګ ټاټوبی دی، د نجونو د زدکړې ګراف يې ډېر ټيټ دی، خو که ننګرهار ياختځې سيمې ته وګورو، نو هلته  زياتې مېرمنې د زدکړې له نعمت څخه برخمنې دي، چې يواځينی لامل يې  بیسيوادي ده، که  د غه څلور لسيزې بدبختۍ نه وای، نو نن به زموږ د مېرمنو د زدکړې ګراف ډېر زيات لوړو. »

مرتضی وردګ بیا عنعنوي دودونه د نجونو په زدکړه کې د خنډ په توګه ياد کړل، هغه وويل که  د خلکو فکرونه جوړ نه شي، نو تر هغې به دغه ستونزې دوام لري او د نجونو  د زدکړې مخه به نيول کېږي.

څارنوال قدرت الله نرميوال د خپل نظر څرګندونه وکړه« د عامو خلکو ذهنیتونه منفي جوړ شوي دي، که کومه خور يا مېرمن ښوونځي ته ځي، نو نورې کورنۍ او  ښځې د هغې په وړاندې منفي غبرګون ښيي، همدغه لامل دی، چې د نجونو په زدکړه يې سيوری غوړولی دی، د کلي ملاصاحبان هم خلک د زدکړو پر اهميت نه پوه کوي، که چېرې د جوماتونو ملا امامان په خپلو خطبو کې  د نجونو د زدکړې  اړوند کمپاين وکړي، نو هماغه مهال   د نجونو د زدکړې شونتيا شوني ده.»

صديق الله هم  خپله سيمه د بېلګې په توګه ياده کړه، چې  خلک ډېری بېسيواده دي، دوی نه غواړي چې په سیمه کې د پوهې مشالونه روښانه شي، ترکومه چې خلک غوښتنه ونه کړي، تر هغو يې دولت هم په زور دوی زدکړو ته مجبورولی نه شي.

خو انجنير خالد ورور بیا له اداري فساد نه سر ټکاوه، چې د اندړو د سيمې  ښوونيزې پروژې  په غزني ښار کې پلي کېږي، هغه وويل دا دليل کېدای نه شي، چې طالبان د نجونو د زدکړې مخالف دي، په قره باغ ولسوالي کې د نجونو لومړني ښوونځي شتون لري، خو په اندړو او ګېرو کې هيڅ د نجونو ښوونځي نه شته.

 د پوهنې امرين په فساد ککړ دي، ځکه د نجونو زدکړو ته زموږ په سیمه کې زمينه نه برابريږي او حق يې د ښار په مېرمنو خوړل کېږي.

شاولي خان احمدي هم د نجونو د زدکړې خنډ د سيمې وګړي وبلل، هغه وويل تر څو چې په سيمه کې خلک د خپلو ستونزو د حل غوښتنه ونه کړي، نو تر هغو پورې به  دا ستونزې ګالو.

انعام الله ګوهر هم د نجونو په زدکړه زياتې خبرې وکړې«له ابو هريره رض څخه وروسته زيات حديثونه عایشې رض  روايت کړي دي، چې خپله اسلام د نجونو پر زدکړه تاکيد کوي، ډېر فقهي مسایل چې مېرمنې باید له هغو مسايلو خبرې اوسې فرض دي، دوی باید اسلامي زدکړې وکړي، تر څو په فقهي مسایلو چې د مېرمنو لپاره دي، زده کړه يې لازمي او پدې برخه کې باید قومي مخور او مدني فعالان خپل مسووليت ادا کړي.»

ډاکتر نظر هم د نجونوپه زدکړه تاکيد وکړ، سيف الله مبارک هم  د موضوع په اړه خپل نظرونه روښانه کړل.

په وروستيو کې د غونډې مشر سميع الله صديق خبرې وکړې، هغه وويل د نجونو زدکړه لازمي ده، که يوه مور وپوهول شي، نو يوه کورنۍ او يوه ټولنه وروزل شوه، ځکه  د مېرمنې غېږ د  اولاد مدرسه ده، نو باید په خپلو خوېندو او مېرمنو زدکړې وکړو، تر څو مو کورنۍ  او ټولنه لوستي شي.

په وروستيو کې د غونډې مېلمه  محمد انور تسکين په خبرو کې د کليوال ملګري ټولنې له هڅو مننه وکړه، چې په غزني کې د ذهنیتونو  روزنې ته ملاتړلې ده، له ډېر وخت راهیسې مې هيله وه، چې ټولنې ته راشم او غړيتوب يې واخلم، ايله نن وخت راسره ملتيا وکړه او تاسو سره يم.

تسکين د نجونو د زدکړې په اړه فقط دريو ټکو ته اشاره وکړه.

د ښځو په وړاندې حقارت

د ټولنې ناسم رواجونه

او په جوماتونو کې  د ځينو ملا صاحبانو له لوري ناسم تبليغات د نجونو   د زدکړو په وړاندې يواځيني خنډونه ياد کړل.

 د غونډې په وروستيو کې د مياشتني فعاليت مسووليت رسما جميل وقار ته وسپارل شو، تر څو په راتلونکې يوه میاشت کې  د ټولنې د فعاليتونو مشر وي.

همدارنګه يادونه وشوه، چې په راتلونکې اونۍ کې به د ګېرو د پوهنې امر ښاغلی مولوي حيات الله  خواره کی اونيزې ناستې ته رابولي او د پوهنې په برخه کې د  پرتو ستونزو په اړه به د ټولنې ملګرو ته مالومات ورکوي او د ټولنې غړي به د شونتيا تربريده د پوهنيز بهير د چټکتيا لپاره کار وکړي.

 مازيګر ناوخته د څارنوال قدرت الله نرميوال په دعايې سره غونډې پای وموند.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *