مقدمه اوحاشیې ددوست محمدخان کامل (مهمند)
اداره اشاعت سرحدپشاورشهر
دغه کلیات واردواره په ۱۹۵۲ ع = ۱۳۷۱ هـ ق کال داستاد دوست محمدخان کامل ( ۱۹۱۵ــ ۱۹۸۱ع) په زیاردپېښور داداره اشاعت سرحدله خواچاپ سوی دئ. دوهم چاپ ئې په ۱۹۶۰ ع کي خپورسوی دئ اودغه متن چي اوس زمامخي ته پروت دئ (دعلامه رشادکتابتون) ، همدغه دوهم چاپ ئې دئ. کلیات خوشحال خان خټک دریم وارهم چاپ سوی دئ.
ددغه دوهم چاپ په سرکې ۴۸ مخه سریزه راغلې ده. تر سریزي وروسته ” حصه اول غزلیات” ده چي ۴۹۶ مخه ئې نیولي دي. ورپسې دوهمه حصه قصائد دي ( ۱۳۴ مخه)، بیارباعیات (۱۸۶مخ) ،ترهغه وروسته قطعات اومتفرقات (۱۵۰مخه) اوپه پای کي ” دځنوغلطیو درستي” په دوومخوکي راغلې ده. دقطعاتواومتفرقاتوپه پای کي څلورمخه فارسي کلام سته. ددغه کلیات ټول مخونه ۹۶۸ دي. په هرمخ کي یوویشت لیکي (کرښي) سته .
په سریزه کي ئې دخوشحال خان خټک پر ژوندانه اوشاعرۍ محققانه خبري کړي دي چي دغه څېړني بیاپه راوروسته کي د نوروڅېړونکوله پاره دخان پرژوندباندي دلیکنوله پاره پوخ اساس گرځېدلی دئ. دسریزي په (د ــ مخ) کې کښلي دي چي دامتن له ۳ نسخو( دوې چاپي اویوه قلمي) له مخي تهیه سوی دئ. په چاپي کي ئې یوه نسخه دهوتي مردان چاپ (۱۹۲۹ع) دئ دکامل مرحوم داستاد، مولانا عبدالمجیدافغاني (۱۸۷۲ ــ ۱۹۴۳ع) په سریزه دمردان پېښور دتاجرمیان حاجي عبدالرحمن له خواخپره سوې ده. دهوتي مردان چاپ دهغي چاپي نسخې له مخي برابرسوی دئ چي دډاکټرایچ ــ ډبلیو بیلیو په زیار دپېښور بندیخانې دسپرنټنډنټ په امردنظام بخش داروغه په اهتمام په ۱۸۷۰ع کال چاپ سوې ده.
دوهمه چاپي نسخه دکندهارچاپ دئ (۱۳۱۷ش = ۱۹۳۸ع). داچاپ د لوی استادپوهاندعبدالحي حبیبي ( ۱۹۱۰ــ ۱۹۸۳ع) له خوا تهیه سوی دئ.
دریمه نسخه چي استادکامل مرحوم دکلیات په ترتیب کي کارځني اخیستی دئ،خطي نسخه ده چي دارواښاد اجمل خټک ( ۱۹۲۵ــ ۲۰۱۰ع)ملکیت وو اوکامل مرحوم ته ئې داستفادې له پاره ورکړې وه. استادکامل ددغي نسخې بشپړه معرفي نه ده کښلې، دونه قدر ئې لیکلي دي چي دغه نسخه”رباعیات،قطعات اومتفرقات لکه مخمس،مسدس، ترجیع بند وغیره نه لري.” (هـ ــ مخ). همدغي نیمگړتیاته ئې دمتني نقد ماهران گوته نیولای سي.
دکلیات په متن کي دنسخواختلافي شکلونه په لمنلیکونوکي راغلي دي اولغاتومعناوي ئې هم په حاشیوکي کښلي دي. په معناووکي ئې زیاتره دحبیبي چاپ معناوي دماخذپه ښوولو سره رااخیستي دي. دحاشیوځیني معناوي ئې دتامل وړ دي. دکتاب دمتن په اوډلو کي ئې هم دکندهارچاپ لار منلې ده اوپه څلوروبرخو( غزلیات، قصائد، رباعیات او قطعات و متفرقات) کي ئې ترتیب کړی دئ. ددغي اقتفاء یادونه ئې په (وــ مخ)کي کړې ده. دمتن دکتابت چاري مولاناخیر محمد خان فداسرته رسولي دي.
ددغه کلیات په ۵۵ مخ کي د (ح ) ردیف یوه غزله دخوشحال خان نه ده اوپه مقطع کي ئې د” فیض طلب” نوم راغلی دئ. استادکامل مرحوم دمقدمې په ( هـ) مخ کي وایي چي دخطي نسخې په (ح) ردیف کي یوه غزله سته چي په نوروچاپي نسخوکي نسته او ده رااخیستې ده. نور صراحت ئې نه دئ کښلی، خو مرادبه ئې غالباً همدا غزله وي.
د دې غزلي د سر اوپای بیتونه داسي دي :
ستاله دم سره همدم دئ زما روح
بې له تادرهم برهم دئ زما روح
++++
که په سیل د گلزار زه فیض طلب ځم
بې له دوسته که ځم گرم دئ زما روح
خوشحال خان خټک ته ددغي غزلي دناسم انتساب خبره د(فرهنگ ادبیات پښتو) ښاغلي مؤلف په تفصیل لیکلې ده ( ۲ / ۲۸۴ مخ) او زیاته کړې ئې ده چي فیض طلب دپښتویوپخوانی شاعردئ چي په دوولسمه هجري پېړۍ کي ئې دپېښور په شاوخواکي ژوندکاوه. خود (فرهنگ ادبیات پښتو)په دوهم ټوک کي له دغه تفصیلي بیان سره سره، دخوشال خان خټک کلیات مرتب ښاغلي عبدالقیوم زاهد مشواڼي بیاهم همداغزله بې له کومي توضیح څخه راوړې ده( ۳۳ مخ) او په مقطع کي ئې لږڅه بدلون هم په دې ډول راوړی دئ.
که په سیل د گلزار زه فیض طلب ځم
بې له دوسته که ځي گرم دئ زما روح
دخوشال خان خټک ددغه کلیات مواد په لازم دقت سره نه دي اوډل سوي اودروښان پیر په ارتباط ئې دسواتنامې په یوه بیت کي لاسوهني ته ښاغلي جهاني صاحب څه موده پخوااشاره کړې وه، خوددې پرځای چي دجهاني صاحب د نقد ستاینه وسي، له بده مرغه ډېري ناندرې او شخړي پرجوړي سوې.
داستادکامل مرحوم په زیار ترتیب سوی (کلیات خوشحال خان خټک) د خپل وخت له معتبرومتونوڅخه دئ او دترتیب په کارکي ئې له یو دوه مورده پرته د متنپوهني اصول ترزیاتي اندازې په پام کي نیولي دي.
(یادونه : دکلیات خوشحال خان خټک دغه ټوک ما د۱۳۹۱ ش کال دغویي پر۴ مه په کندهارکي وکوت اویاداښتونه مي ځني واخیستل. هوتک)