ژباړه محمداکبر حقمل

  اوس کولای شو ووایو د کار په نړۍ کې تر ټولو ارزښمنه وړتیا د باور جلبولو یا راکښلو وړتیا ده. کله، چې ډېر او غوره کار وکړئ تر څو د نورو لپاره د منلو وړ وګرځئ، باور یې ترلاسه کړئ او هر څه په خپل وخت او مهالوېش سره سرته ورسوئ نو بیا به په هغه صورت کې هېڅ داسې کوم څه شتون ونه لري، چې ستاسو د کوم پرمختګ خنډ وګرځي. د ټولو هغو موخو لړلیک مو چمتو کړئ کومو ته، چې کار کوئ او ورته رسېدل غواړئ. دې موخو ته د رسېدو په موخه هرې یوې ته ځانګړی مهال وټاکئ یعنې وخت ټاکل مو باید داسې وي، چې هرو مرو به په همغه ټاکلي وخت کې ورته ځان رسوئ او خپله موخه به لاس ته راوړئ. وروسته له هغې هره ورځ او هره ګړۍ کار وکړئ تر څو وکولای شئ له دې ټاکلو وختونو څخه په سمه او غوره توګه ګټه واخلئ. هره ورځ مو خپل پرمختګ ارزیابي کړئ. په اړینو ځایونو کې مو د خپل کار تګ چټک او ګړندی کړئ ترڅو خپلو موخو ته مو په ريښتینې ډول ورسېږئ. هېر نه کړئ هغې موخې ته به هېڅ وخت ونه شئ رسېدلای د کومې په لور، چې ګامونه نه اخلئ. هر څومره مو، چې لاره معلومه او موخه مو رڼه وي همدومره ژر او آسانه به خپلې موخې ته ورسېږئ. بعضې کسان داسې پوښتنه کوي او وایي:«که چېرې موږ موخه وټاکو او د خپلې موخې لپاره ځانګړی وخت یا فرصت هم وټاکو او بیا که په همدې ټاکلي وخت کې مو خپلې ټاکلې موخې ته ونه شو رسېدلای نه بیا څه وکړو؟ ځواب یې ډېر آسانه دی: د ډېر وخت د اړتیا په صورت کې مو باید موخې ته د رسېدو لپاره وخت وغزوئ او د موخې چانسونه مو له لاسه مه ورکوئ. موخې ته د چانس یا وخت بیاځلې ورکول ددې لامل ګرځي، چې تاسو خپلو موخو ته حتماً ورسېږئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *