شمې یې ولګولې. د شرابو بوتل یې له شمو سره څنګ ته پر میز کیښود. د شمو زیړو شغلو ته ځیر شو.

موبایل ته یې سترګې واړولې « چهارشنبې یولس بجې».

 چاړه یې پر کیک راتیره کړه، شمو ته یې ورپو کړل. د شمو لوګی کړۍ کړۍ پورته شو.

په زاړه راد کې بنده خړه پرده یې په زوره راکاږله. د راد غږ د کوټې چوپتیا ماته کړه.

د اپارتمان له نهم پوړه یې بهر وکتل. اسمان خړو وریځو نیولی و. د شرابو غټ غوړپ یې وکړ، ټنډه یې تروه شوه. لاندې په کوڅه کې یو تور سپي په یوې نجلۍ پسې منډه وهله.

 پرده یې کش کړه. په فیسبوک کې یې د مړو شمو ترعکس لاندې ولیکل:

« کلیزه مې».

پراګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *