تاند- په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو ویندوی نن /جمعه/ وویل، امریکايي ځواکونه به د هغې ادعا په اړه بشپړه څېړنه وکړي چې پر اساس یې ویل شوي د دغو ځواکونو په هوايي حمله کې ملکي افغانان وژل شوي دي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکايی پوځیانو او  غوڅ ملاتړ ماموریت ویندوی چارلي کلیفلنډ وویل«امریکايي پوځیان سره له دې چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او دفاع کوي خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هلمند په سنګین ولسوالي کې هوايي برید نه دی کړی.»

د هلمند د سنګین ولسوالي یو شمېر قومي مشرانو او سپین ږیرو نن /جمعه/ وویل چې تېره شپه د سنګین ولسوالي پر درو کلیو د امریکا د هوايي ځواک په بمباري کې لږترلږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي. (تفصیل)

ډګرجنرال کلیفلنډ وویل «موږ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو له ادعا خبر یوو او هره ادعا ډېره جدي ګڼو.»

د افغانستان د ملي اردو د ۲۱۵ قول اردو ویندوی په سنګین ولسوالي کې د ملکیانو مرګ ژوبله یومخ رد کړه.

محمد رسول ځاځي وویل، طالبانو د سیمې اوسېدونکي مجبوره کړي چې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا وکړي.

ځاځي زیاته کړه«دا د طالبانو عادت دی، کله چې دوی ته درنه مرګ ژوبله واوړي، دا ډول ادعاوې کوي. خو په حقیقت کې په خپله طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»

د سنیګن ولسوالي څو تنو ویلي چې پر توغي، مټه لکړه او چیناري کلیو د بمبارۍ په نتیجه کې د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې ماشومان او ښځې شاملې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *