تاند- په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویندوی چارلس کلیفلینډ وايي، وسله وال طالبان غواړي چې په هلمند او اروزګان ولایتونو کې بریدونه تېز کړي.
کلیفلینډ وویل«احتمال شته چې طالبان د هلمند د مرکز لشکرګاه او د اروزګان د مرکز ترینکوټ د نیولو لپاره بیا پراخې حملې وکړي.»
د ده په وینا د طالبانو مشران تاکید کوي چې د جګړې فشار دې په ژمي کې هم دوام وکړي.
له دې کبله چې د هلمند ژمی ډېر سوړ نه دی تېر ژمی هم وسله والو طالبانو په دې ولایت کې جګړه جاري وساتله.
د امریکايي ځواکونو ویندوی دا هم وویل چې د امریکا هوايي ځواکونو په افغانستان کې پر بېلابېلو وسله والو ډلو ۲۳۰ حملې کړي دي.