تاند: د امریکا، کلیفورنیا ایالت په ریج کریسټ ښار کې د ریختر په کچه ۶ اعشاریه ۴ درجې سخته زلزله شوې ده.
امریکايي ای پي اژانس د مسوولانو له قوله ویلي، دا د کلیفورنیا په وروستي شل کلن تاریخ کې تر ټولو سخته او زوروره زلزله وه
د کلیفورنیا د ټکنالوژۍ انسټیټیوټ د زلزلې د تثبیت برخې مسوول لوسي جونس رسنیو ته ویلي، شل کاله وړاندې په ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۶مه دغه ایالت کې ۷ اعشاریه ۱ درجې زلزله شوې وه، خو نوموړي ویلي، دا وار د زلزلې مرکز د ریجکریسټ ښار موجاو دښته وه.
دغه څېړونکي زیاته کړې، له زلزلې وروسته څپې هم د ریختر په کچه ۵ درجې ټکان ځمکې ته ورکولی شي.
بلخوا د زلزلې له کبله د اوښتیو تلفاتو کره شمېر لا تر اوسه نه دی روښانه شوی، خو راپور ورکول شوی دی چې د زلزلې له ټکانونو وروسته یو کور کې اورلګېدلی دی.
دغه راز د کلیفورنیا په سویل کې هم ژغورونکو ډلو د اورلګېدنې د ۲۴ پېښو راپور ورکړی خو د تلفاتو یې لا هغوی هم څه نه دي ویلي.