تاند- د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال رييس د روسیې، پاکستان او چین د درې اړخیزې غونډې د وړاندیز په ځواب کې وویل چې دا یوازې د افغانستان د حکومت حق او صلاحیت دی چې د ملګروملتو له تور لیسته د طالبانو د مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه وکړي.
روسیې، چین او پاکستان پرون /سې شنبه/ د مسکو په غونډه کې اعلان وکړ چې درې هیوادونه د ملګروملتو د بندیزونو له لېسته د طالبانو د یو شمېر مشرانو د نومونو ایستلو ته تیار دي.
دوی دا هم ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د امکان د برابرېدو لپاره له تور لېسته د طالبانو د مشرانو د نومونو پر ایستلو سلا شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره میاشت له امنیت شورا وغوښتل چې د طالبانو د اوسني مشر ملا هیبت الله اخوندزاده نوم په تور لېست کې شامل کړي.
د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال حسیب الله کلیمزي ازادي راډیو ته وویل، روسیه، پاکستان، چین او نور هیوادونه دا صلاحیت نه لري چې د امنیت شورا له تور لېسته د طالبانو د مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه وکړي.
د افغانستان حکومت مخکې تر مخکې د مسکو پر درې اړخیزه غونډه انتقاد کړی و او ویلي و چې د افغانستان په اړه د افغانستان د حکومت د استازو له ګډونه پرته غونډه ورته د منلو نه ده خو درې اړخیزې غونډې پرون د مسکو په ناسته کې وویل چې په خپله راتلونکې غونډه کې به افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړي.
د افغانستان ګډون کوم ارزښت نلري، دا پدې اساس چې د افغانستان دولت کوم ارزښت او اهمیت نلري. مهمه دا وه چې د امریکا استازي ته یې د ګډون بلنه ورکړی وی، ځکه څه چې امریکا غواړي او وايي همغه د افغان دولت تګلاره او منشور دی.د افغان دولت چارواکي خو د ښه معاش او امتیاز لپاره کار کوي او حق د کوم تصمیم نلري، نو داسې خلکو ته ولې څوک د ګډون بلنه ورکړي هیږ یې په اختیار کې نه وي. څومره چې حالات خرابیږي دوی ډیرې ګټې تر لاسه کوي.