له دفتره د کور پر لور روان شوم، د ښاري موټر ماشوم کلینر چغې وهلې.
- کارته نو، بګرامي، ارزان قیمت!!
یخ نېولی و، څو چېغې به یې وکړې بیا به یې لاسونه د خولې په تاو تاوده کړل. موټر روان و. زه هم په همدې موټر کې وم، ماشوم ما ته نېغ کتل، له کالیو او خړ څادره مې پوه شو چې پښتون یم، ښکته پورته یې راته وکتل بیا یې وویل:
- ته پښتون یې؟
- هو
- چېرته کوزېږې؟
- کارته نو کې.
شېبه وروسته یې موټروان ته غږ کړ:
- ماما وږی یم
- سمه ده اوس په لاره څه درته اخلم.
چمن سره دموټرو په تم ځای کې یې موټر ودراوه بولانی یې ورته را واخیست، په منځ یې نیم کړ، ما ته یې مخ را واړاوه.
- ته یې خورې؟ درسره نیم به یې کړم.
- نه نه نوش جان دې شه.
خورا زړور و، ما ته یې کتل په خبرو سر شو:
- سهار وختي را پورته شوی یم، چای مې نه دی څښلی، موټروان مې ماما دی، له هغې وروسته چې مور او پلار مې مړه شوي زه له ده سره کار کوم، پیسې نه راکوي یوازې شپه له دوی کره تېروم.
- آه خفه دې کړم، مکتب نه وایې؟
- نه مکتب نه وایم له ماما سره مې کار کوم.
د پلار د مړینې خفګان او د واړه ماشوم جرات او یوازېتوب په ځان پوه نه کړم، په سترګو مې تیاره شوه، خو د ماشوم د وړو لاسونو ښورولو راوېښ کړم، په واړه لاس یې په اوږه ټېله کولم.
- ویده شوی یې پورته شه را ورسېدې.